محکمې ته د مطیع الله ویسا قضیې راجع کېدل؛ طالبان له وکیل پرته د ویسا په اړه محمکه جوړوي

د مطیع الله ویسا کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي، په نږدې ورځو کې طالبان مطیع الله ویسا محکمې ته وړاندې کوي. د نوموړي خپلوان دا محکمه خپل سرې بولي، ځکه د دوی په وینا ویسا ته اجازه نه ده ورکول شوې چې وکیل ونیسي.

له دې سره، د بښنې نړۍوال سازمان د مطیع الله ویسا لپاره د عدالت غوښتنه کړې او وايي، چې نوموړی د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز پر وړاندې د مبارزې له امله په خپل سري توګه نیول شوی او د تېرو شپږو میاشتو راهیسې بندي دی.

دغه سازمان پر خپل اېکس پاڼه یو لینک خپور کړی او له خلکو يې غوښتي، چې د مطیع الله ویسا د را خوشې کولو په کمپاین کې برخه واخلي.

د دې تر څنګ د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هېدر بار پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، « ویسا له کوم تور، وکیل او محاکمې پرته زده‌کړو ته د هلکانو او نجونو هڅولو له کبله زنداني شوی دی.»

مطیع الله ویسا په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په اړه کمپاین کاوه او د قلم لار مسوول و.

نوموړی شپږ میاشتې وړاندې په کابل کې خپل کور ته نږدې له جومات څخه د طالبانو له لوري ونیول شو او درې ورځې وروسته طالبانو وويل، چې مطیع الله ویسا يې د ناقانونه کړنو له امله نیولی دی.

د طالبانو له لوري د مطیع الله ویسا نیول کېدو په لوړه کچه غبرګونونه هم لرل؛ خو اوس د نوموړي کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي‌، چې طالبان غواړي د ویسا په اړه محمکه ترسره کړي.

د مطیع الله ویسا خپلوان وايي، د شپږ میاشتني بند پر مهال ویسا د طالبانو له لوري سخت ربړول شوی او له نوموړي څخه په زور اقرار اخیستل شوی دی.

د ویسا دوسیه په داسې حال کې له مدافع وکیل پرته محکمې ته راجع کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده څه موده مخکې حکم کړی و چې د محکمې له حکم پرته هیڅ مجرم ته سزا ورنه کړي؛ خو اوس داسې ښکاري، چې طالبان ان د خپلو مشرانو له رسمي حکم څخه هم سرغړونه کوي.

له دې سره د قلم لار بنسټ یوې غړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، د عدلي او قضايي قوانینو د نه شتون له امله د طالبانو محکمې نه شرعي او نه هم حقوقي قواعدو ته پابندې دي.

نوموړې همداراز زیاته کړه: "د طالبانو د محکمې او صحرايي محکمو ترمنځ هېڅ توپیر نه شته، ځکه دوی هېڅ داسې قوانین نه لري چې له مخې یې ټولې محکمې یو ډول پرېکړې وکړي."

مطیع الله ویسا چې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی دی هغه وخت یې د تړلو ښوونځیو د خلاصولو او د ماشومانو زده‌کړو ته د کورنیو د هڅونې مبارزه پیل کړه، چې په معروف ولسوالی کې د نوموړي د کورنۍ له لورې جوړ شوی ښوونځی د طالبانو له لوري وسوځول شو.

ویسا د قلم لار بنسټ له لارې د افغانستان ګڼو ولایتونو ته سفرونه کړي او د زده‌کړو په اړه يې د عامه پوهاوي د ورکولو ترڅنګ له اړمنو کسانو سره د کتابونو او لیک لوست اړوند توکو مرسته هم کوله.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې دوه کاله کېږي.

په دې موده کې د بشري حقونو د بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو له لوري طالبان په خپلسرو نیونو، وژنو او ربړونو تورن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون لسګونه نور کسان هم د نامعلومو جرمونو په تور د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.