• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د محبوبه سراج نوم د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو په وروستي نوملړ کې راغلی

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د اسلو د سولې ځېړنیز مرکز مدیر هنرېک اورډال اعلان وکړ، چې د افغان فعالې محبوبه سراج نوم د سولې نوبل جایزې په وروستي نوملړ کې شامل شو. هغه زیاته کړه، چې سږکال د دغې جایزې احتمالي ګټونکي د بشري حقونو فعالان دي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د (تلې ۷مه) راپور ورکړ، چې د سولې د نوبل جایزې په نوملړ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، په روسیه کې مخالفه رهبر الکسي ناوالني نومونه هم شامل دي.
سربېره پر دې له ایرانه د ښځو د حقونو مخکښه فعاله نرګس محمدي هم د سولې د نوبل جایزې په وروستي نوملړ کې راغلې ده.

هغه له څو کلونو راهیسې په زندان کې وه او د ایران د دولت له سختو مخالفینو څخه ده.
له دې وروسته د اسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ اعلان وکړ، چې افغانه فعاله محبوبه سراج او ایرانۍ فعاله نرګس محمدي یې د سولې د نوبل جایزې د ترلاسه کولو لپاره د نوبل کمیټې ته وړاندیز کړی دی.
د اسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ د طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړی دی او په افغانستان کې د کړکېچن بشري وضعیت په اړه د نړۍ پام راړول اړین ګڼي.
د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو په نوملړ کې د محبوبه سراج د نوم شاملېدل په افغانستان کې د ښځو فعالانو له غبرکونونو سره مل شو.
دا لومړی ځل نه دی، جې له افغانستانه څوک د نوبل سولې جایزې ته نوماندېږي. د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشره سیما سمر هم په ۱۳۸۹ کال کې دغې جایزې لپاره نومانده شوې وه.

ډېر لیدل شوي

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟
۱
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۲

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟