• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت وتړل شو

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۶ GMT+۱

په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفارت تېره شپه ناوخته په دغه هیواد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت تړلو په تړاو اعلامیه خپره کيږي. ويل کیږي دغه سفارت د کوربه هيواد د نه همکارۍ او بشري سرچینو د نشت له امله تړل شوی.

دغه اعلامیه چې په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت له ادرسه خپره شوې پکې لیکل شوي چي په نوي ډیلي کې د (اکتوبر په لومړۍ ) نېټه د افغانستان اسلامي جموریت لوی سفارت د خپلو ورځینو کړنو د درولو پرېکړه کړې.

په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت په دغه هیواد کې د خپل ډیپلوماټیک استازولۍ د تړلو لاملونه هم ذکر کړي دي.

د سفارت په اعلامیه ویل شوي چې کوربه هیواد له لوري د ملاتړ نه شتون، د بشري ځواک کموالی، او د هند حکومت له لورې بیلابیل فشارونه د دې لامل شول چي په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت چاري ودروي.

د افغانستان اسلامې جمهوریت سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې کوربه هیواد ته د ماموریت د ساتنې واک تر سپارلو پورې د افغانستان اتباعو ته په (بیړني حالت کې) د قونسلي خدمتونو په استثنا سره د ماموریت نورې ټولې چارې درول شوې دي.

په نوي ډیلي کې به د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د ویانا کنوانسیون د ۴۵ مادې سره سم ټول ملکیتونه کوربه هیواد ته سپارل کیږي.

په اعلامیه کې د سفارت د ډیپلوماټانو له ادرسه له بهرنیو چارو وزات څخه غوښتل شوي چې د ماموریت د بندلو د ارادې په اړه د مخکنیو اړیکو اعتبار تصدیق کړي.

همدارنګه د افغانستان لوی سفارت له هند هیواد څخه غوښتنه کړې چې په هند کې د افغانستان اړوند ملکیتونو پر ټولو وداینو د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ځوړند شي. او تر څنګ یې په کابل کې یوه مشروع حکومت ته د سفارت اړوند ودانۍ او شتمنۍ وسپارل شي.

په هند کې د افغانستان سفارت څخه یوه سرچینه د نوم نه ښودل په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «په تیرو شپږو میاشتو کې د هند حکومت له لوري نورمال ډيپلوماټیک چلند نه راسره کیده. هغه دوه اړخیز تفاهمونه چې د دواړو هیوادونو تر منځ امضا شوي وو‌ د هند له لوري يې درناوی نه کیده. د هند له لوري د ډيپلوماټانو د ویزو نه تمدید کول او بیلابیل فشارونو وو چې خبره تردې ځايه راورسېده.»

هند د نورو هیوادونو په څېر په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د تېر حکومت د سقوط پر مهال په افغانستان کې خپلي ټولې ډيپلوماټیکي استازولۍ وتړلې. خو د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې دغه هیواد بیاځلې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی.

ترویج لرونکی

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
۱

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۳

مولانا عبدالصبور طالبانو ته: دین سم مطالعه کړئ، شخصي مزاج د حلال او حرام معیار مه ګرځوئ

۴

له کابل نه تر اروپا؛ د افغانستان د بایسکل ځغلونې ښځینه لوبغاړو د تېښتې پټه کیسه

۵

د هرات د لاریونونو په لړ کې د طالبانو والي کابل ته سفر کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سټنډرډ اداره وايي، ایران ته یې له ۱۰ زره ټنو زیاته اوسپنه بیرته ور ګرځولې ده

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۷ GMT+۱
د طالبانو د سټنډرډ اداره وايي، ایران ته یې له ۱۰ زره ټنو  زیاته اوسپنه بیرته ور  ګرځولې ده
100%

د طالبانو د سټنډرډ ادارې د شنبې په ورځ -د تلې په ۸ مه اعلان وکړ، چې د اسلام کلا له پولې یې څه باندې ۱۰ زره ټنه وارداتي اوسپنه ایران ته ور ګرځولې ده. دغه اداره وايي، چې دا اوسپنه په معیار برابره نه وه.

دغه اداره وايي، په دغو اوسپنیزو توکو کې ګاډر، ټېرنګ او نور ودانیز توکي شامل و، خو د سټنډرډ ادارې د مسلکي انجنيرانو له خوا له لابراتواري ازموينو وروسته یې پايله منفي وه او بېرته ورلیږل شول.

د طالبانو دغې ادارې ویلي چې د ساختماني موادو د کیفیت او ټیکاو د کنټرول په برخه کې «جدي او پرېکنده» اقدام کوي.

په تېرو دوو کلونو کې، د طالبانو د سټنډرډ ادارې بیلابیل وارداتي توکي، په ځانګړې توګه ټیټ کیفیته تېلي محصولات د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته بیرته ورلیږلي.

د سیمې له هېوادونو څخه د بی کیفیته توکو واردول د افغانستان د تېر حکومت او اوس مهال د طالبانو لپاره له مهمو ننګونو څخه دی.

پر کاج د برید تلین؛ ایراني چارواکي په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له حق ملاتړ وکړ

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۰ GMT+۱
پر کاج د برید تلین؛ ایراني چارواکي په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له حق ملاتړ وکړ
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي ځانمرګي برید د لومړي تلین په مناسبت وویل، «د نړۍ په هیڅ ځای کې له زدکړو سره د مینې په خاطر نجونې داسې په وینو نه دي لړل شوې.»

رسول موسوي ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له حق څخه دفاع کوي.

تېر کال د تلې په اتمه د کابل په لویدیځ کې د کاج ښوونیز مرکز د زدکوونکو په یوه ټولګي کې ځانمرګي برید وکړ. په دغه برید کې لږ تر لږه ۵۴ زدکوونکې ووژل او تر ۱۱۰ ډېر ې ټپیانې شوې.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتون ته یې د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

تېر کال د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې زرګونو کسانو د دغه برید په غبرګون کې لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې «د هزاره ګانو نسل وژنه» دې په رسمیت وپېژني.

یو شمېر هېوادونو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه برید غندلی.

له دې برید څخه د یوه کال په تېریدو لا تر اوسه یې کومې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.

امیرخان متقي د پاکستان استازي ته: ستونزې باید د رسنیزولو پرځای له ډیپلوماټیکو لارو حل شي

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۹ GMT+۱
امیرخان متقي د پاکستان استازي ته: ستونزې باید د رسنیزولو پرځای له ډیپلوماټیکو لارو حل شي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امیرخان متقي د مسکو غونډې په بهیر کې د افغانستان لپاره د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره ګډه ناسته کې د پاکستان استازي ته ویلي: «د ستونزو د راپورته کېدو پرمهال بايد د رسنيزو څرګندونو پرځای له ديپلوماتيکو لارو يې د اواري هڅه وشي.»

حافظ ضیا احمد خپل اېکس کې وايي، په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين پر اړيکو، مشترکو ګټو او تهديدونو مفصلې خبرې وشوې.

طالبان د چینايي استازي له خولې وايي چې هېواد یې په سيمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ د ملاتړي په توګه چمتو دی چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.

د پاکستان او چین استازو لا د دې ناستې په هکله څه نه دي ویلي.

خو د امیرخان متقي دا څرګندونې په داسې حال دي چې دې وروستیو کې پر طالبانو د اسلام اباد نیوکې ډېرې شوې دي.

که څه هم پاکستان د طالبانو ملاتړی بلل کېږي، خو په دغه هېواد کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو پسې اسلام اباد پر افغان طالبانو تور لګوي چې په خپله خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته پنا ور کړې ده.

افغان طالبان دا تور ردوي او وايي، پاکستاني طالبان په هغه هېواد کې دومره سیمه تر کنټرول لاندې لري چې پکې فعالیت کوي.

ډان ورځپاڼه: په تېرو ۳۰ ورځو کې یوازې په کراچۍ ښار کې څه باندې ۷۰۰ افغانان نیول شوي

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۱
ډان ورځپاڼه: په تېرو ۳۰ ورځو کې یوازې په کراچۍ ښار کې څه باندې ۷۰۰ افغانان نیول شوي
100%

ډان ورځپاڼې لیکلي، چې په سپټمبر میاشت کې ۷۰۰ افغان اتباع په کراچۍ او سلګونه نور د پاکستان په نورو ښارونو کې نیول شوي دي. دې ورځپاڼې ویلي چې په سپټمبر په میاشت کې د نیول شویو کسانو شمېر د اګست میاشتې لس چنده دی. د دغه راپور له مخې تېر کال له کراچۍ څخه ۱۸۰۰ افغانان اېستل شوي وو.

د ډان ورځپاڼې دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

دې ورځپاڼې په پاکستان کې د نیول شویو کسانو زیاتوالي ته په اشارې لیکلي چې یوازې په سپټمبر میاشت کې په کراچۍ کې د نیول شویو کسانو شمېر د اګست میاشتې لس چنده دی.

د ډان د راپور له مخې،د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، شاوخوا شپږ لکه افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي.

دې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله لیکلي، په پاکستان کې د میشتو افغانانو له جملې۱.۳ میلیونه ثبت دي او شاوخوا اته لکه اتیا زره نور افغانان په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد لري.

د پاکستان پولیسو ویلي، چې په وروستیو نیول شویو کسانو کې د هغو کسانو په لټه کې دي چې د اوسیدو اسناد نه لري او دغه راز دا عملیات په دغه ښار کې د جرمونو د زیاتوالي په غبرګون کې پیل شوي دي.

خو افغانان وايي پوليس يې د استوګنې اسنادو ته له پام پرته نیسي.

د پښتون ژغورنې غوځنګ مدافع وکیله مونیزه کاکړ، چې افغانانو ته وړیاحقوقي خدمتونه وړاندې کوي، وویل چې هغو افغانانو ته چې د استوګنې اسناد نه لري، کار کول سخت دي.

هغې زياته کړه، چې په دې وروستيو کې پاکستان ته تللي کسان ناروغان، د بشري حقونو مدافعان او زدکوونکې دي.

د طالبانو پلاوی د اسلامي وحدت ۳۷ غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۱ GMT+۱
د طالبانو پلاوی د اسلامي وحدت ۳۷ غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ
100%

په کابل کې د ایران سفارت وايي، د طالبانو څلور کسیز پلاوی د اسلامي وحدت په ۳۷ کانفرنس کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دا ناسته د یکشنبې په ورځ د تهران د سرمشریزو تالار کې جوړېږي.

د اسلامي وحدت د ۳۷ غونډې رسمي وېبپاڼه کې راغلي چې «ګډو ارزښتونو ته د رسېدو لپاره اسلامي همکارۍ»د سږنۍ ناستې موضوع ده.

د اسلامي‌وحدت غونډه د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر روح الله خمیتي په فرمان سره اول ځل پر ۱۳۷۹ کال جوړه شوه.