• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقي چارواکي: د واده په مراسمو کې اورلګېدنه د "بې پروايۍ" له امله شوې

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د عراق په شمال کې د ودونو په یوه سالون کې د اور لګیدو په اړه د حکومت د څېړنو پایلې ښیې چې «ډېره بې پروايي او د خوندیتوب تدابیرو نشتوالی» د ناورین لامل شوی. دا پېښه چې د تلې په پنځمه وشوه تر ۱۰۰ډېر کسان پکې ووژل شول او تر ۱۵۰ډېر پکې ټپیان شول.

د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د پلټنو پایلې اعلان کړې او ویلي یې دي چې، د سالون مالک ۹۰۰ کسانو ته د ننوتو اجازه ورکړې وه، خو دا سالون د ۴۰۰ کسانو لپاره جوړ شوی و.

الشمري وویل، «د اور لګېدونکو سینګارتوکو کارولو په چټکۍ سره د اور په خپریدو کې مرسته کړې او د واده تالار یې د اور په توپ بدل کړ.»

هغه زیاته کړه، «اورلګیدنې خلک د واده په تالار کې دننه بند کړل، ځکه چې د وتلو دروازې لږې او کوچنۍ وې او د ژغورنې ډلې دوی ته د رسیدو لپاره هڅې کولې.»

له دې سره، ویل کېږي چې اورلګېدنه ناڅاپي او د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د عراق د کورنیو چارو وزیر د مړو شمیر ۱۰۷ تنه اعلان کړ او ویې ویل چې څېړنیزې ډلې وړاندیز کړی چې حکومت دې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره مالي مرستې وکړي.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني د پنجشنبې په ورځ په دوو روغتونونو کې د اورلګېدنې له قربانیانو سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د اور لګېدنې عاملان به ونیسي.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۴

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۵

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه ورکړي‌ او د وسله‌والو ډلو مخه ونیسي