د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی د بشري اړتیاوو د څیړلو لپاره قره باغ ته ورسید

AP ۱۴۰۲ تله ۱۰

له قره باغ څخه د زرګونو ارمنیانو له وتلو سره سم، اذربایجاني رسنیو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو یو پلاوی چې په کې د مرستندویه سازمانونو لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي، قره باغ ته رسېدلی دی.

دغه پلاوي د اذربایجان په بلنه دغې سیمې ته سفر کړی دی.

رویټرز لیکلي چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړنی نړیوال سازمان دی چې سیمې ته سفر کوي، چې د ارمنستان په ملاتړ د ارمني بېلتون پالو په ولکه کې وه او له څو کلنې جګړې وروسته اوس د باکو بشپړ واک لاندې دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د تلې په اوومه نېټه د دغه پلاوي په اړه وويل چې دوی به «د قره باغ سيمې وضعيت له نږدې وڅېړي او د هغو خلکو بیړنۍ او بشري اړتياوې به په ګوته کړي چې په دغه سيمه کې پاتې دي. او هغه کسان چې اوس له هغه ځایه د وتلو په حال کې دي، وپيژني.»

هغه زیاته کړه، «د پلاوي تمرکز د بشري اړتیاوو او همدارنګه د خوندینې په مساله باندې دی.»

په قره باغ باندې د اذربایجان له وروستيواک سره د دغې سیمې په لسګونو زره ارمنیان د ظلم له ویرې د ارمنستان لاره خپله کړې ده.

نور خبرونه

رادیو