طالبانو د ترکیې په پلازمېنه کې ځانمرګی برید غندلی دی

AP ۱۴۰۲ تله ۱۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې ځانمرګی برید یوه ترخه او خواشینونکې پېښه بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

دا برید د یکشنبې په ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه شوی او دوه پولیس پکې ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسؤلیت د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) پر غاړه اخیستی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې دغه ځانمرګی برید پر ځايي وخت سهار شاوخوا نهه نیمې بجې شوی.

د هغه په ​​وينا، يوه ځانمرګي بريدګر خپل چاودېدونکي توکي وچول او بل بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلېنهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «هغه ترخه او بدمرغه پېښه په کلکه غندي چې نن سهار د انقرې د پولیسو د عمومي ریاست د دروازې مخې ته رامنځته شوه او د یو شمېر ترکي پولیسو د ټپي کېدو لامل شوه.»

طالبانو دا برید په داسې حال کې غندلی چې دغې ډلې پخپله په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې مرګوني ځانمرګي بریدونه کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي اعلان وکړ چې د ۱۴۰۰ کال په اوږدو کې هیڅ یوې ډلې دومره ځانمرګي بریدونه نه دي کړي څومره چې طالبانو کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د ځانمرګو بریدګرو له ژوندي پاتې شویو کسانو سره لیدلي او هغوی يې ستايلي دي.

نور خبرونه

رادیو