لیندزي ګراهام:اوکراین سره د امریکا مرستو بندولو پایلې به له افغانستانه د وتلو پرتله بدې وي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۰

د جمهوري غوښتونکو مخکښ سناتور لیندزي ګراهام وايي، له اوکراین سره د واشنګټن د مرستو بندولو پایلې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو لس چنده بدې وي.

لینډزي ګراهام ویلي: «له اوکراین سره د مالي مرستو بندول د تایوان لپاره د مرګ سزا ده.»

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د تلي په نهمه) له سي بي ایس نیوز رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «د ترورېزم پر وړاندې له جګړې وروسته تر ټولو ستره تېروتنه مو دا وه چې له افغانستانه مو ځواکونه وایستل.»

لینډزي ګراهام دا څرګندونې د هغه پوښتنې په ځواب کې وکړي چې،«ایا له ډونالډ ټرمپ څخه يې د اوکراین سره د مرستې د زیاتوالي غوښتنه کړي.»

د جمهوري غوښتونکو دا سناتور ویلي: «زه به دا هغه ته پریږدم چې څه کوي، خو هغه غوښتل چې له افغانستانه ووځي.»

ډونلډ ټرمپ په وار وار اعلان کړی چې که د امریکا د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شي، په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین د جګړې مساله حل کړي.

د روسیې ولسمشر پوتین د جنورۍ په ۲۱ مه په یوه وینا کېد اوکراین د کړکېچ په ګډون د فشاري ستونزو د حل لپاره د ټرمپ چمتووالی په مثبت ډول و ارزاوه.

لینډزي ګراهام هغو کسانو ته په اشاره چې وايي اوکران مهم نه دی وايي: «اوس غلط یاست، جګړه لوییږي، کوچنۍکیږي نه،»

دغه امریکايي سناتور ویلي، چې تایوان به له اوکراین سره د امریکا د مرستو له ځنډولو سره له ستونزو سره مخامخ شي.

د هغه په وینا، که اوکراین روسیې ته ماتې ورکړي، د دې احتمال لږ دی چې چین به پر تایوان برید وکړي.

نور خبرونه

رادیو