• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیویارک والي: د اقلیم د بدلون له امله په نیویارک کې سیلابونه "نوی حقیقت" دی

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۱

په نیویارک ښار کې د سختو بارانونو له امله له سیلابونو وروسته، د دې ایالت والي خبرداری ورکړ چې سیلابونه او سخت بارانونه د نیویارک په ښار کې د خلکو ژوند د "نوي حقیقت" برخه ده. هغه وویل چې دا حالت د اقلیم د بدلون پایله ده.

د دې ګڼ نفوسه ښار ډیری برخې د جمعې په ورځ د ۲۰ ملي مترو بارانونو شاهد و.

که څه هم د شنبې په ورځ د سېلاب ګواښ کم شو، خو د بروکلین په سیمه کې یوه روغتون ویلي چې د برېښنا له پرې کېدو وروسته د سېلاب د ګواښ له امله خپل کارکوونکي او ناروغان له روغتون څخه باسي.

رویټرز راپور ورکړی چې د باران ځواک دومره ډیر و چې د نیویارک ځینې سړکونه سیندونو ته ورته شوي وو.

دا حالت د ښاري ټرانسپورټ د ګډوډۍ لامل هم شو او ځینې الوتنې د لیګوارډیا په هوایي ډګر کې لغوه یا وځنډول شوې.

د نیویارک والي کیټي هوکول وویل: «له بده مرغه، موږ باید دا د نوي حقیقت په توګه ومنو.»

نوموړي د ګړندۍ مرستې رسونې په موخه بیړني حالت د پنځو نورو ورځو لپاره وغځاوه.

د یادولو ده چې، تر اوسه د دغه توپان او سيلاب له امله د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

د مقاومت جبهې یو جګپوړی غړی صالح محمد ریګستانی «افغانستان ته تللی»