د برېټانیا یوه هوايي شرکت تل ابیب ته خپلې ټولې الوتنې وځنډولې

د برېټانیا هوايي شرکت (برېټیش ایروېز) اعلان وکړ چې په اسراییل کې یې د امنیتي اندېښنو له امله تل ابیب ته ټولې الوتنې وځنډولې. ورجین اتلانتیک هم وايي چې د مساپرو او عملې د خوندیتوب له امله به د راتلونکو ۷۲ ساعتونو لپاره تل ابیب ته ټولې الوتنې ودروي.