روسیې امنیت شورا ته د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړه

رویټرز راپور ورکړی، چې روسیې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د اسراییل او حماس جګړې په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده واستوله. په دغه پرېکړه‌لیک کې روسیې وړاندیز کړی، چې د ولسي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی او ټولې ترهګریزې کړنې دې وغندل شي او بشردوستانه اوربند دې رامنځته شي.