د ریښتر په کچه ۵.۵ درجې زلزلې د ایران سویلي برخې ولړزولې

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د رېښتر په کچه ۵.۵ درجې زلزلې د سې شنبې په ورځ د ایران په سویل کې د هرمزګان ولایت فین سیمه ولرزوله. په جرمني کې د ځمکې پیژندنې څیړنو مرکز ویلي چې، دغه زلزله د ځمکې لاندې په لس کیلومترۍ کې شوې. تر اوسه د دغې زلزلې بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.