د بخښنې نړۍوال سازمان: په غزه کې د اسراییل بریدونه باید د جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي

د بخښنې نړۍوال سازمان پر غزې د اسراییل بریدونه «ناقانونه» بللي او د «جنګي جرمونو» په توګه یې د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د بخښنې نړۍوال سازمان پر غزې د اسراییل بریدونه «ناقانونه» بللي او د «جنګي جرمونو» په توګه یې د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو دغه سازمان ویلي، چې د جګړې له قربانیانو او عیني شاهدانو سره د خبرو او د سپوږمکۍ د انځورونو په کتو سره دې پایلې ته رسېدلي دي.
د بخښنې نړۍوال سازمان لیکلي، چې د اکټوبر له اوومې تر دولسمې نیټې پورې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو بمبارۍ د «ویرونکې تباهي» او په ځینو برخو کې د «کورنیو د له منځه تللو» لامل شوی.
دغه نړۍوال سازمان تر دې مخکې د تلې په (۲۱ مه) نېټه د اسرایبل لهخوا د غزې تړانګې د اوسېدونکو لپاره د اسراییلي پوځ له بریدونو د خوندي پاتې کېدو په موخه د شمالي غزې د پرېښودو امر «وحشتناک» بللی و او ویلي و ، چې دغه پرېکړه باید ژر تر ژره لغوه شي.
دغه سازمان اعلان وکړ، چې دا حکم په زور سره د ملکي وګړو د بې ځایه کولو سره مساوي ګڼل کېږي او ټینګار یې وکړ چې دا حکم له نړۍوال بشردوستانه قانون سرغړونه ده.
دغه سازمان د تلې په ۲۸ مه نېټه په اېکس پاڼه لیکلي و:« د غزې کلابندي غیر انساني، د ملکي وګړو ډلهییزه سزا او جنګي جنایت دی.»
د بخښنې نړۍوال سازمان د اسراییل حکومت د «فلسطینیانو په وړاندې په نژاد پرستۍ» تورن کړ او زیاته یې کړه: «د اپارتایډ سیسټم د له منځه وړلو پرته چې د روان تاوتریخوالي ریښه ده، ملکي وګړي به قرباني شي.»
د بخښنې د نړۍوال سازمان عمومي منشي انیس کالامار د دې سازمان په وروستي بیان کې د غزې د بمبارۍ په اړه مستند شوي قضیې ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا قضیې ښیي چې دغو بمباریو د غزې په خلکو «ویجاړونکي اغیز» کړی دی.
کالامار همداراز زیاته کړه، چې د غزې ۱۶ کلنې کلابندۍ دغه سیمه د «نړۍ د تر ټولو په لوی خلاص زندان» بدله کړې ده.
د اسراييل او حماس تر منځ نښتې تر هغه وروسته پيل شوې، چې حماس د اسراييل پر سویلي سيمو ناڅاپي بريد وکړ او دغه نښتې تراوسه هم دوام لري.
د دې جګړې په اړه د رسنیو د راپورونو په درشل کې، د بيبيسي نیوز یوه لوړ پوړي کارکوونکي اعتراف وکړ چې دغه رسنۍ په غزه کې د باپټیسټ الاهلي روغتون د راکټي برید د پایلو د پوښښ په وخت کې «تېروتنه» کړې ده.