خوست کې یو شمېر ځوانانو د کرېکټ بري په وياړ زر ټوکه بېلابېل کتابونه پر خلکو ویشلي

په خوست کې لسګونه هغو ځوانانو چې په علمي او فرهنګي ډګر کې په هڅو بوخت دي، د وړمې ورځې کرېکټ بری يې په ښار کې د کتابونو په وېشلو نماځلی. دغو ځوانانو د بېلابېلو برخو زر ټوکه کتابونه د خوست ښار په یوه څلورلارې کې پر نورو ځوانانو ویشلي او دوی يې د کتاب لوست ته رابللي دي.