• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د طالبانو ځینو وزارتونو د ملاهبت الله د انټرنېټ قطع کولو له پرېکړې سره مخالفت کړی

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۴ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو اړوند سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مالیې او اقتصاد وزارتونو او د افغانستان بانک د نوري فایبر انټرنیټ قطع کېدو په تړاو د دې ډلې د مشر له پرېکړې سره مخالفت کړی دی. ملا هبت الله ددغو وزارتونو او ادارو پلاوي ته ویلي، چې بدیلې لارې ولټوي.

په کندهار کې د طالبانو سرچینو نن سې شنبه د (وږي ۲۵مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د اقتصاد وزارت په مشرۍ یو پلاوی چې د دې ډلې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکي پکې شامل وو، د طالبانو له مشرتابه سره د نوري فایبر خدماتو د قطع کېدو په تړاو د خبرو اترو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و.

د سرچینو په وینا، د پلاوي ټینګار دا و، چې د یادو ادارو ټولې چارې د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي او د انټرنېټ په قطع کېدو سره به یې سیسټمونه له ستونزو مخ شي.

سرچینو وویل:« ملاهبت الله دغه پلاوي ته ویلي، چې دا پرېکړه به په تدریجي ډول عملي کېږي او د هغه استلال دا و، چې د لوي ملاصاحب (ملا عمر) د واکمنۍ پرمهال انټرنېټ نه و، هغه کارونه سم روان ول، اوس دې ورته بدیلې لارې ولټوي.»

د سرچینو په وینا، بهر ته د ملاهبت الله د ادارو د رسمي سندونو او معلوماتو لیک کېدل او نوري فایبر باندې نه کنټرول یې دلایل په ګوته شوي دي.

سرچینې وايي، ملاهبت الله د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته ویلي، چې د ټولو مکالمو او ډېټا د کنټرول لپاره له ټیلیفوني شرکتونو ضمانت واخلي.

سرچینو دغه راز وویل، له ټیلیفوني شرکتونو څخه غوښتل شوي، چې «خاص لغاتونه\کوډونه» وټاکي او څوک چې له ځینو خاصو لغتونو استفاده کوي باید د هغه کس ټول ریکارډ او ډېټا د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست ته په واک کې ورکړای شي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، له بلخ وروسته به په کندهار او هرات ولایتونو کې هم ډېر ژر د نوري فایبر انټرنېټ قطع شي او بیا به په تدریج نورو ولایتونو ته دا بندیز وغځول شي.

د سرچینو په وینا، ځینو سختدریځه ملایانو او په ځانګړی توګه د بلخ والي محمد یوسف وفا د ملا هبت الله دددې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

دوی زیاته کړه:« په تېرو ورځو کې په یوه مجلس کې د بلخ والي ملاهبت الله ته وویل چې د انټرنېټ له بندېدو سره به د ادارو معلومات بهرنیو استخباراتو ته په لاس نه ورځي او د ادارو معلومات به خوندي وي».

په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون ځینو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د ملي ټلویزیون پر کارکوونکو هم نیټ بند کړی خو څوک یې، چې کاروي ځانګړی اکاونټ ورته جوړیږي او وروسته یې ټولې چارې څارل کیږي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د افغانستان انټرنشنل هغه راپور تایید کړی، چې د ملا هبت‌الله په فرمان په دغه ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ پر کارونې بندیز لګول شوی.

هغه وایي، له دې وروسته به «له منکراتو د مخنيوي لپاره» له نوري فایبر څخه کار نه اخیستل کېږي او دوی یې د بدیل په لټه کې دي.

لږ تر لږه درېو سرچینو ویلي، چې له شاوخوا دریو اونیو راهیسې په ټول افغانستان کې د نوري فایبر شرکت انټرنېټ قطع شوی او یا کمزوری شوی دی.

د مزارشریف اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په دغه ښار کې د وای فای انټرنېټ شبکه بنده کړې ده.

د مخابراتي شرکتونو چارواکو هم دغه موضوع تایید کړې او ویلي یې دي، چې دغه کار د طالبانو د مشرتابه په امر شوی دی.

شنونکي وايي چې د فایبر او انټرنیټي خدماتو د قطع کولو له لارې د ډیجیټل معلوماتو د جریان محدودول د طالبانو لپاره د معلوماتو کنټرول یوه لنډمهالې وسیله کېدای شي، خو په اوږدمهاله توګه اقتصادي، تعلیمي او ټکنالوژیکي پرمختګ ته زیان رسوي.

د نیپال وروستی وضعیت ښيي چې لنډمهاله امنیتي او سیاسي موخې ممکن ترلاسه شي، خو د خلکو د اعتراض، ټولنیزې نارضایتۍ او حکومتونو د نسکورېدو لامل هم ګرځېدای شي.

په نیپال کې مظاهرې پر ۲۶ ټولنیزو شبکو د حکومت د بندیز په غبرګون کې پیل شوې. دغه بندیز د ځوانانو او عامو خلکو د پراخې نارضایتۍ لامل شو او د فساد پر وړاندې د مبارزې د محدودولو هڅه یې وګڼله.

د مظاهرو له امله شاوخوا ۱۹ کسان په لومړۍ ورځ ووژل شول او وروسته یې شمېر ۷۲ تنو ته ورسېد. د مظاهرو په پایله کې لومړي وزیر کي پي شرما اولي استعفا وکړه، پارلمان منحل شو او نوې لومړۍ وزیرې واګې په لاس کې واخېستې.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندوز ولایت کې دوه کسان پر «خواله رسنیو د منفي تبليغاتو» په تور نيولي دي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۱

په کندوز ولایت کې د طالبانو پولیسو قوماندانۍ ويلي، چې دوه کسان يې د خان‌اباد ولسوالۍ د فيروزکوه په سيمه کې د «منفي تبليغاتو» په تور نيولي دي. د یادې قوماندانۍ ویاند جمعه الدين خاکسار ویلي، چې دغه کسان یې د امر بالمعروف مامورينو په همغږۍ نيولي دي.

خاکسار وويل، چې نيول شويو کسانو په خواله رسنیو کې د ناسمو او منفي ويډيوګانو په خپرولو سره د خلکو ذهنونه ګډوډول. هغه زياته کړه، نيول شویو کسانو منلې چې تر دې وړاندې یې هم ورته ويډيوګانې خپرې کړې دي.

د هغه په وینا؛ دغه کسان به تر لومړنيو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف مامورينو په بېلابېلو ولايتونو کې د خواله رسنیو کاروونکي، په تېره بیا ټيک‌ټاکران نيولي او تر اعتراف وروسته يې بېرته خوشې کړي دي.

طالبان پر خپله اداره هیڅ ډول نيوکه نه زغمي. په تېره څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې دغې ډلې څو ځله منتقدين نيولي او شکنجه کړي دي.

د راپورونو له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف مامورين خواله رسنۍ په کلکه څاري او منتقدين د منفي تبليغاتو په تور نيسي.

طالبانو تازه فاروق اعظم چې د دغه ډلې د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار دی؛ د هبت‌الله اخندزاده پر ضد د نيوکو له امله نيولی دی. نوموړي ويلي و، چې باید ښځينه روغتیاپالې د کونړ زلزله‌ځپلو سيمو ته واستول شي، په دې ډول به هغو طالبانو ته عبرت شي، چې د ښځو د زده‌کړو مخالف دي.

په جرمني کې هغه افغان په عمري بند محکوم شو، چې تېرکال یې یو پولیس وژلی و

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د جرمني محکمې هغه افغان په عمري بند محکوم کړ، چې تېر کال یې د افراطي انګېزې له مخې یو پولیس په چړو وهلی او وژلی و. نوموړي د دغه پولیس ترڅنګ پنځه نور کسان هم ټپيان کړي وو.

رویټرز خبري اژانس سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) لیکلي، د تورن کس مستعار نوم «سلیمان اې» ښودل شوی چې اصلي نوم یې پټ پاتې شي.

نوموړي تېر کال د جرمني په لوېدیځ د مانهایم ښار په یوه لاریون کې پر یوه کس د چړې برید وکړ. دغه لاریون د ۲۰۲۴کال د مئ په میاشت کې د «پکس اروپا» په نوم د اسلام ضد ډلې له‌خوا تنظیم شوی و.

دغه کس لومړی د غونډې پر ویناوال او څو لاریونوالو برید وکړ او وروسته یې هغه پولیس افسر هم د چړو په ګوزارونو وواژه، چې هلته د امنیت ټينګولو لپاره ورغلی و.

دغه کس د ۲۰۲۴کال د جون په میاشت کې د خپلو ټپونو د درملنې له کوټې څخه تر رخصتېدو وروسته پولیسو ونیوه او زندان ته یې واستاوه.

که څه هم څارنوالانو ویلي، چې نوموړي له «داعش» ډلې سره خواخوږي لرله؛ خو هغه د ترهګرۍ په تور نه دی محاکمه شوی. پر هغه دا تور پورې شوی، چې یو کس یې وژلی او د ۵ نورو د وژلو هڅه یې کړې ده.

محکمه داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې په جرمني کې د سياست‌والو ترمنځ د کډوالۍ، سخت دريځۍ او ناامنۍ په اړه تاوده بحثونه روان دي.

ایراني پولیسو 'اسماعیل خان ته د نږدې قوماندان' د وژنې په تور درې کسان نیولي دي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت عمومي څارنوال د دوشنبې په ورځ وویل، چې په مشهد کې یې درې کسان نیولي دي. محمد اسماعیل خان ته نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه کسان د معروف غلامي د وژنې په تړاو نیول شوي دي. معروف غلامي د اسماعیل خان نږدې جهادي قوماندان و.

د خراسان رضوي څارنوال حسن همتيفر دوشنبه ماښام مهال د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا ته په خبرو کې ویلي، تر هغه وروسته چې په مشهد کې یو افغان ووژل شو؛ په دې اړه څېړنې پيل شوې.

ایراني پولیسو تر اوسه د نیول شویو کسانو هویت نه‌دی څرګند کړی؛ خو اسماعیل خان ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټول نیول شوي کسان افغانان دي.

د سرچینې په وینا؛ په نیول شوو کسانو کې دوه هغه یې چې د ښاغلي غلامي د دفتر کارکوونکي وو، د پولیسو له‌خوا بېرته خوشې شول؛ خو اصلي تورن کس اوس هم د پولیسو په بند کې دی.

سرچینه وايي، که څه هم د ایراني پولیسو پلټنې دوام لري؛ خو ډېر داسې شواهد شته، چې دا په ډاګه کوي چې دغه تورن کس د معروف غلامي په وژلو کې لاس لري.

اسماعیل خان چې یو پېژندل شوی جهادي قوماندان دی، د دغه پېښې په غبرګون کې له ایراني چارواکو څخه غوښتي و چې د معروف غلامي د وژنې عاملین ونیسي او محاکمه یې کړي.

ایرانی چارواکی: تر دې وروسته بې‌اسناده افغان کډوال په خپل سر له ایران نه نه‌شي وتلای

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د ایران د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو مشر جعفر سيد ابادي ویلي، چې تر دې وروسته بې‌اسناده افغان کډوال په خپل سر د دوغارون له لارې افغانستان ته نه‌شي تلای؛ بلکې دوی به د حسن‌اباد او سفید سنګ پنډغالو ته ځي او هلته به قانوني پړاوونه بشپړوي.

اېراف خبري شبکې سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) د ایران د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو مشر جعفر سيد ابادي له خولې لیکلي، چې تر دې وروسته به ناقانونه افغان کډوال په خپل سر د دوغارون له لارې افغانستان ته نه ځي.

سيد ابادي وايي، چې دغه کډوال به لومړی د حسن‌اباد او سفید سنګ پنډغالو ته ځي او هلته به قانوني پړاوونه بشپړوي.

دغه ایرانی چارواکی زیاتوي، دوی دا کار د افغان کډوالو د انساني کرامت او خدمت لپاره کړی دی؛ ځکه چې په دغه پنډغالو کې افغانانو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

جعفر سيد ابادي وايي، چې په دغه پنډغالو کې تر قانوني پړاوونو تېرولو وروسته کډوال په اسانه دوغارون ته تلای او له هغه ځایه افغانستان ته ستنېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دغه هېواد کې مېشتو بې‌اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي؛ کنه پولیس به یې په جبري توګه له دغه هېواده وباسي.

فضلي: واکمنه ډله د عامه ذهنیت بدلولو لپاره خپل وفادار ملګري هم زنداني کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د فاروق اعظم د نیولو په اړه ویلي، چې واکمنه ډله د عامه ذهنیت بدلولو لپاره خپل وفادار ملګري زنداني کوي او په دې ډول په رسنیو کې لنډمهاله غوغا جوړوي؛ خو د هغوی د شاتګ پالنې اصلي ستونزه په ټولو برخو کې بیا هم پر خپل ځای پاتې ده.

هغه سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) پر اېکس پاڼه کاږي:« که طالبان خپل وفادار ملګري تبعید، زنداني یا وژني؛ دا د هغوی داخلي اختلافات دي، په موږ پورې اړه نه‌لري.» د نوموړي په وینا:« د طالبانو موخه دا ده، چې زموږ منځلارې او دوديزه ټولنه د افراطیت پر لاره روانه کړي او په دې ډول یې هویت مسخه او دړې وړې کړي.»

فضلي وايي، چې طالبان هیڅ تغیر نه کوي او نه د بدلون وړ دي؛ له دوی څخه د اعتدال او ولس سره د تعامل هیله کول د هغوی په اړه د بې خبرۍ پایله ده.

فضلي زیاتوي، چې طالبانو او د هغوی نړۍوالو ملاتړ کوونکو او بسپنه ورکوونکو ته زارۍ کول یا له هغوی څخه د بدلون تمه کول مثبته پایله نه‌لري.

محمود فضلي وايي:« د حل لومړنی ګام دا دی، چې نه افراطي اشغالګرو ته زارۍ وکړو او نه هم د هغوی نړۍوالو لېبرال بسپنه‌ورکوونکو ته نږدې شو، باید له دواړو څخه لرې شو.»

هغه د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې ویلي:« که واکمنه ډله خپل وفادار او خوش باوره مبلغین تبعید، محاکمه یا اعداموي، دا د هغوی د داخلي کړۍ د شخړو برخه ده، په موږ پورې اړه نه لري.»
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تېره ورځ ویلي و چې د یاد وزارت سلاکار فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی دی. فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال ویلي و، ښځینه روغتیاپالې دې کونړ ته لاړې شي؛ ترڅو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت کې سرچینو پرون دوشنبه د (وږي ۲۴مه) وویل، چې نوموړی د یکشنبې په ورځ په کابل کې نیول شوی او د کابل نظارت خونې ته وړل شوی دی.