• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې هغه افغان په عمري بند محکوم شو، چې تېرکال یې یو پولیس وژلی و

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د جرمني محکمې هغه افغان په عمري بند محکوم کړ، چې تېر کال یې د افراطي انګېزې له مخې یو پولیس په چړو وهلی او وژلی و. نوموړي د دغه پولیس ترڅنګ پنځه نور کسان هم ټپيان کړي وو.

رویټرز خبري اژانس سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) لیکلي، د تورن کس مستعار نوم «سلیمان اې» ښودل شوی چې اصلي نوم یې پټ پاتې شي.

نوموړي تېر کال د جرمني په لوېدیځ د مانهایم ښار په یوه لاریون کې پر یوه کس د چړې برید وکړ. دغه لاریون د ۲۰۲۴کال د مئ په میاشت کې د «پکس اروپا» په نوم د اسلام ضد ډلې له‌خوا تنظیم شوی و.

دغه کس لومړی د غونډې پر ویناوال او څو لاریونوالو برید وکړ او وروسته یې هغه پولیس افسر هم د چړو په ګوزارونو وواژه، چې هلته د امنیت ټينګولو لپاره ورغلی و.

دغه کس د ۲۰۲۴کال د جون په میاشت کې د خپلو ټپونو د درملنې له کوټې څخه تر رخصتېدو وروسته پولیسو ونیوه او زندان ته یې واستاوه.

که څه هم څارنوالانو ویلي، چې نوموړي له «داعش» ډلې سره خواخوږي لرله؛ خو هغه د ترهګرۍ په تور نه دی محاکمه شوی. پر هغه دا تور پورې شوی، چې یو کس یې وژلی او د ۵ نورو د وژلو هڅه یې کړې ده.

محکمه داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې په جرمني کې د سياست‌والو ترمنځ د کډوالۍ، سخت دريځۍ او ناامنۍ په اړه تاوده بحثونه روان دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ایراني پولیسو 'اسماعیل خان ته د نږدې قوماندان' د وژنې په تور درې کسان نیولي دي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت عمومي څارنوال د دوشنبې په ورځ وویل، چې په مشهد کې یې درې کسان نیولي دي. محمد اسماعیل خان ته نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه کسان د معروف غلامي د وژنې په تړاو نیول شوي دي. معروف غلامي د اسماعیل خان نږدې جهادي قوماندان و.

د خراسان رضوي څارنوال حسن همتيفر دوشنبه ماښام مهال د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا ته په خبرو کې ویلي، تر هغه وروسته چې په مشهد کې یو افغان ووژل شو؛ په دې اړه څېړنې پيل شوې.

ایراني پولیسو تر اوسه د نیول شویو کسانو هویت نه‌دی څرګند کړی؛ خو اسماعیل خان ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټول نیول شوي کسان افغانان دي.

د سرچینې په وینا؛ په نیول شوو کسانو کې دوه هغه یې چې د ښاغلي غلامي د دفتر کارکوونکي وو، د پولیسو له‌خوا بېرته خوشې شول؛ خو اصلي تورن کس اوس هم د پولیسو په بند کې دی.

سرچینه وايي، که څه هم د ایراني پولیسو پلټنې دوام لري؛ خو ډېر داسې شواهد شته، چې دا په ډاګه کوي چې دغه تورن کس د معروف غلامي په وژلو کې لاس لري.

اسماعیل خان چې یو پېژندل شوی جهادي قوماندان دی، د دغه پېښې په غبرګون کې له ایراني چارواکو څخه غوښتي و چې د معروف غلامي د وژنې عاملین ونیسي او محاکمه یې کړي.

ایرانی چارواکی: تر دې وروسته بې‌اسناده افغان کډوال په خپل سر له ایران نه نه‌شي وتلای

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د ایران د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو مشر جعفر سيد ابادي ویلي، چې تر دې وروسته بې‌اسناده افغان کډوال په خپل سر د دوغارون له لارې افغانستان ته نه‌شي تلای؛ بلکې دوی به د حسن‌اباد او سفید سنګ پنډغالو ته ځي او هلته به قانوني پړاوونه بشپړوي.

اېراف خبري شبکې سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) د ایران د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو مشر جعفر سيد ابادي له خولې لیکلي، چې تر دې وروسته به ناقانونه افغان کډوال په خپل سر د دوغارون له لارې افغانستان ته نه ځي.

سيد ابادي وايي، چې دغه کډوال به لومړی د حسن‌اباد او سفید سنګ پنډغالو ته ځي او هلته به قانوني پړاوونه بشپړوي.

دغه ایرانی چارواکی زیاتوي، دوی دا کار د افغان کډوالو د انساني کرامت او خدمت لپاره کړی دی؛ ځکه چې په دغه پنډغالو کې افغانانو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

جعفر سيد ابادي وايي، چې په دغه پنډغالو کې تر قانوني پړاوونو تېرولو وروسته کډوال په اسانه دوغارون ته تلای او له هغه ځایه افغانستان ته ستنېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دغه هېواد کې مېشتو بې‌اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي؛ کنه پولیس به یې په جبري توګه له دغه هېواده وباسي.

فضلي: واکمنه ډله د عامه ذهنیت بدلولو لپاره خپل وفادار ملګري هم زنداني کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د فاروق اعظم د نیولو په اړه ویلي، چې واکمنه ډله د عامه ذهنیت بدلولو لپاره خپل وفادار ملګري زنداني کوي او په دې ډول په رسنیو کې لنډمهاله غوغا جوړوي؛ خو د هغوی د شاتګ پالنې اصلي ستونزه په ټولو برخو کې بیا هم پر خپل ځای پاتې ده.

هغه سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) پر اېکس پاڼه کاږي:« که طالبان خپل وفادار ملګري تبعید، زنداني یا وژني؛ دا د هغوی داخلي اختلافات دي، په موږ پورې اړه نه‌لري.» د نوموړي په وینا:« د طالبانو موخه دا ده، چې زموږ منځلارې او دوديزه ټولنه د افراطیت پر لاره روانه کړي او په دې ډول یې هویت مسخه او دړې وړې کړي.»

فضلي وايي، چې طالبان هیڅ تغیر نه کوي او نه د بدلون وړ دي؛ له دوی څخه د اعتدال او ولس سره د تعامل هیله کول د هغوی په اړه د بې خبرۍ پایله ده.

فضلي زیاتوي، چې طالبانو او د هغوی نړۍوالو ملاتړ کوونکو او بسپنه ورکوونکو ته زارۍ کول یا له هغوی څخه د بدلون تمه کول مثبته پایله نه‌لري.

محمود فضلي وايي:« د حل لومړنی ګام دا دی، چې نه افراطي اشغالګرو ته زارۍ وکړو او نه هم د هغوی نړۍوالو لېبرال بسپنه‌ورکوونکو ته نږدې شو، باید له دواړو څخه لرې شو.»

هغه د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې ویلي:« که واکمنه ډله خپل وفادار او خوش باوره مبلغین تبعید، محاکمه یا اعداموي، دا د هغوی د داخلي کړۍ د شخړو برخه ده، په موږ پورې اړه نه لري.»
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تېره ورځ ویلي و چې د یاد وزارت سلاکار فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی دی. فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال ویلي و، ښځینه روغتیاپالې دې کونړ ته لاړې شي؛ ترڅو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت کې سرچینو پرون دوشنبه د (وږي ۲۴مه) وویل، چې نوموړی د یکشنبې په ورځ په کابل کې نیول شوی او د کابل نظارت خونې ته وړل شوی دی.

په بلخ کې د طالبانو ویاند: هبت‌الله له منکراتو د مخنيوي لپاره د نوري فایبر انټرنېټ بند کړی

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۹ GMT+۱

په بلخ ولایت کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د افغانستان انټرنشنل هغه راپور تایید کړی، چې د هبت‌الله اخندزاده په فرمان په دغه ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ پر کارونې بندیز لګول شوی.

هغه وایي، له دې وروسته به «له منکراتو د مخنيوي لپاره» له نوري فایبر څخه کار نه اخیستل کېږي او دوی یې د بدیل په لټه کې دي.

لږ تر لږه درېیو سرچینو ویلي، چې د شاوخوا درېیو اونیو راهیسې په ټول افغانستان کې د نوري فایبر شرکت انټرنېټ پرې شوی دی.

د مزارشریف اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په دغه ښار کې د وای فای انټرنېټ شبکه بنده کړې ده.

د مخابراتي شرکتونو چارواکو هم دغه موضوع تایید کړې او ویلي یې دي، چې دغه کار د طالبانو د مشرتابه په امر شوی دی.

د مزارشریف اوسېدونکي وایي، چې د افغان ټېلېکام کېبلي انټرنېټ او ټولو انټرنېټي شرکتونو خدمتونه بند شوي دي.

ولسي خلک، دولتي او نادولتي دفترونه نور نه‌شي کولای، چې له ګړندي انټرنېټ څخه کار واخلي؛ یوازې د موبایل انټرنېټ کار کوي، چې هغه هم ډېر ورو دی.

د دغه شرکت انټرنېټ پرې کول د دولتي انلاین خدمتونو، بانکونو او له لرې واټن څخه د زده‌کړو پر وړاندې هم ستونزې جوړوي او دغه ډول پر سوداګرۍ هم ناوړه اغېز کوي.

د دغه پرېکړې له امله به بهرنۍ پانګونه کمه شي، له نړۍوالو بازارونو سره به اړیکې محدودې شي او خلک، په تېره بیا زده‌کوونکي او زده‌کړیالان به له انلاین زده‌کړو او معلوماتو څخه بې‌برخې پاتې شي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت شمېرې ښيي، چې د تېر جمهوریت پر مهال د نوري فایبر کېبل راوستلو لپاره ډېرې پروژې عملي شوې دي. په یوه مورد کې د نوري فایبر پروژې عملي کېدو لپاره ۱۵۰ مېلیونه ډالره پانګونه شوې وه، چې ۶۰ مېلیونه یې د افغانستان د حکومت له بودجې او پاتې پيسې د امریکا د پراختیایي ادارې له‌خوا ورکول شوي دي.

ټرمپ: ځینې طالبان اوس هم د نشه‌يي توکو له کاروبار څخه ګټه اخلي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې افغانستان د څو نورو هېوادونو ترڅنګ اوس هم د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاقو مرکز دی. ټرمپ کانګرس ته په خپله کلنۍ بیانیه کې ویلي، چې د طالبانو ځینې غړي اوس هم د نشه‌يي توکو په کاروبار کې لاس لري او له دې لارې ګټه ترلاسه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان، بولیویا، برما، کولمبیا او وېنزویلا د هغو هېوادونو په کتار کې یاد کړل، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو تړونونو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټرمپ کانګرس ته په یوه استول شوي لیک کې کاږلي:« که څه هم دغه هېوادونه له نشه‌يي توکو سره په مبارزه کې پاتې راغلي او په دې اړه یې نړۍوال تړونونه نه دي مراعت کړي؛ خو بیا هم له دغه هېوادونو سره مرستې د امریکا په ګټه دي.»
په بیان کې راغلي، که څه هم طالبان وایي چې د نشه‌يي توکو پر کاروبار یې بندیز لګولی؛ خو بیا هم په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید او زېرمه کول دوام لري.
متحده ایالاتو دارنګه په افغانستان کې د متامفتامین د تولید له پراختیا خبر ورکړی دی.

په بیان کې راغلي، چې د دغه نشه‌يي توکو کاروبار د نړۍوالو جرمي او ترهګرو ډلو مالي سرچینه ده. بیان زیاتوي، چې د طالبانو ځینې غړي اوس هم له دې لارې ډېره ګټه کوي:« زه یو ځل بیا افغانستان ځکه د دغه هېوادونو په نوملړ کې شاملوم، چې په ښکاره ډول له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی دی.»

د سپنې ماڼۍ د اعلامیې له مخې؛ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو پاتې راتلل د امریکا متحده ایالتونو ګټو او نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

د تېر جمهوریت پر مهال په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې امریکا او نورو هېوادونو له افغانستان سره ډېرې مرستې کولې؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته دغه مرستې صفر ته رسېدلې دي.

ځينې هېوادونه اوس هم په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې مرسته کوي؛ خو دغه مرستې د یوناما له لارې د نادولتي ټولنو له‌خوا لګول کېږي.

اوس چې ټرمپ بیا د مرستو اعلان کړی د دې شونتیا شته، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره هم مرسته وکړي؛ خو کارپوهان وايي، چې د امریکا له‌خوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل د دغه مرستو پر وړاندې ستر خنډ دی.