کابل کې ښځينه فعالانې: طالبان د ښځو نومونه یوازې د شارټ لیست له پاره کاروي

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې د نجونو پر زده کړو او په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیزونه ولګول او ښځو ته يې له محرم پرته له کوره وتل منع کړل. د ښځو د برخې فعالانې وايي، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو حق یوازې تر اعلان پوري ورکړل کيږي خو پر ځای يې سړي ګومارل کیږي.