د ملګرو ملتونو په ځواب کې پاکستان وايي چې ټول بې اسناده بهرنیان به له خپلې خاورې باسي

د ملګرو ملتونو د پرله پسې غوښتنو سره، سره چې د افغان کډوالو د شړلو بهير دې ودرول شي، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې ټول «ناقانونه» کډوال به د ملیت پام کې نیولو پرته، له پاکستانه اېستل کیږي. دغه وزارت ویلي چې د دوی اېستل د نړیوالو قوانینو سره سم روان دي.