• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جان اڅکزی: پر هوايي اډې او ژوب ترهګریزو پېښو ثابته کړه، چې دوه ګاونډیان غواړي موږ وګواښي

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د بلوچستان لنډمهاله د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي:«د میانوالي په هوايي اډې او ژوب کې وروستیو ترهګریزو پېښو ثابته کړه، چې زموږ دوه ګاونډیان غواړي موږ وګواښي.»

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی یوې خبري ناستې ته ویلي:«له دغو ګاونډیانو څخه، یو یې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او بل یې وسله‌والو ته پټنځایونه برابروي.»

که څه هم چې ښاغلي اڅکزي په ډانګ پیېلې توګه د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو نومونه یاد نه کړل؛ خو ښکاري داسې چې د هغه موخه هند او افغانستان دی.
وړمه ورځ د پاکستان په میانوالي ولسوالۍ کې وسله‌والو پر یوه روزنیزې هوايي اډې برید وکړ، چې هلته یې یو شمېر الوتکو ته زیان هم واړولو.

له هغه برید وروسته پاکستاني چارواکو یې په اړه ویلي و، چې د وسله‌والو دغه برید یې شنډ کړی او ټول نهه کسه وسله‌وال یې ځپلي دي.

دا رنګه په بلوچستان کې هم د امنیتي ځواکونو یو کاروان تر برید لاندې راغلی و، چې له امله یې ۱۴ پوځیان او شپږ وسله‌وال وژل شوي وو.
جان اڅکزي وویل چې، د بلوچستان د ژوب په عملياتو کې وژل شويو وسله‌والو کې یو تن یې افغان و.
تر دې وړاندې هم یو شمېر پاکستاني چارواکو پر افغانانو تور پورې کړی و، چې ګواکې په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د دوی لاس دی، هغه تورونه چې په وار، وار د طالبانو له‌خوا رد شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

صالح: طالبان نه غواړي له لویدیځو هیوادونو ۴۰ میلیون ډالر مرستې له لاسه ورکړي

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۷ GMT+۰

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبانو د امریکا له وېرې د اسراییل د جنایتونو پر ضد هر ډول لاریونونه منع کړي دي.

امرالله صالح د دوشنبې په ورځ د (لړم ۱۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د دغه مطلب په څرګندولو سره ویلي چې، طالبان هره اوونۍ له لویدیځو هېوادونو د ۴۰ میلیونو ډالرو د ترلاسه کولو د دوام له پاره د اسراییل پر ضد په لاریونونو، د نظر په څرګندولو او له فلسطین څخه د ملاتړ اعلانول منع کړي دي.

صالح همداراز د موساد د هغو دوو «جاسوسانو» د نيولو خبره دروغ ګڼي چې وايي پر ایران یې د برید پلان درلود او ټينګار کوي چې «که طالبان ریښتیا وایي نو د دغو اسرایيلي جاسوسانو هويت دې څرګند کړي.»

تر دې مخکې داسې خبرونه خپاره شوي و چې طالبانو له ایران سره په پوله کې د موساد دوه جاسوسان نیولي دي.

نوموړی وایي: «کله مو فکر کړی چې حقاني مدرسه به څه ډول ځای وي چې پکې دا ډول فتنې روزل کیږي، د کابلیانو په اصطلاح دا ملایي چل دی، ښکاره به شي چې دا دوه بدبخته د موساد روزل شوي کسان به څوک وي، چې د مهارت کچه یې د حقاني مدرسې تر فارغانو او د آی ایس آی له روزل شویو کسانو څخه هم ټیټه ده، آیا دوی به رسنیز شي؟»

د کندهار په سپین بولدک کې د راستنېدونکو د ثبت لپاره دوه نوې انتظارخونې جوړې شوې

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه له پاکستانه د جبري ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د لنډمهاله مېشتېدنې کمیټې د راپور پر بنسټ لیکلي، چې د (لړم په ۱۴مه) په کندهار کې راستنېدونکو د ثبت او راجستر لپاره دوه نوې انتظار خونې جوړې شوې.

ویل کېږي، چې په دغو انتظار خونو کې ۲۰ ګرځنده تشنابونه او د اوبو ټانکرونه چمتو شوي دي.


‏د دغې کمیټې د مالوماتو پر بنسټ، د سپین بولدک په صفري نقطه کې د یوه ۱۵ متریزه څپر د جوړېدو چارې هم مخ په بشپړېدو دي.

دغه انتظارخونې وروسته له هغه جوړېږي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستنه په پراخه کچه پیل شوه او ورسره هم مهاله د دغو جبري راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه ګڼ راپورونه هم خپاره شول.

تېره میاشت د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه کډوالو لپاره د نومبر تر ۲مې نېټې په خپله خوښه د وتنې ضرب الاجل ټاکلی و.

د ټاکل شوي ضری الاجل وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو د اېستنې پراخ عملیات پیل شوي.


د پاکستان دغه کړنه په نړۍواله کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوه.

طالبانو په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت لپاره یو ډېپلوماټ ګومارلی

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل-پښتو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب تر لاسه کړی، چې له مخې یې دغې ډلې د تاجکستان لپاره یو ډېپلوماټ د لومړي سکرتر په توګه ګومارلی دی.

په مکتوب کې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لیکل شوي، چې فیض الله د دغه سفارت د اول سکرتر په توګه ګومارل شوی او د دندې د اشغال په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

یاد مکتوب د روانې لړم میاشتې په یولسمه نېټه په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړه، چې د تاجکستان لپاره یې یو ډېپلوماټ په دنده ګومارلی دی.

تر اوسه د دغه مکتوب په اړه په تاجکستان کې د افغانستان سفارت څه نه دي ویلي.

دا مهال په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري دولت د ډېپلوماټانو له خوا اداره کیږي او سفیر یې ظاهر اغبر دی.

تر اوسه پورې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د نوي ډېپلوماټ په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې طالبانو ته په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وسپارل شو او دغې ډلې خپل یو ډېپلوماټ د دغه سفارت د چارسمبالي په توګه وګوماره.

ملا برادر د ایران د کورنیو چارو وزیر ته: په کوچنیو جرمونو محکوم افغان بندیان راوسپارئ

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل؛ هغه افغان بندیان چې په کوچنیو جرمونو تورن یا محکوم دي دوی ته وسپاري.

ملا عبدالغني برادر احمد وحيدي ته وويل، چې دغه بنديان بايد د خپل بند پاتې موده د افغانستان په زندانونو کې تېره کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د جنرال قونسلګرۍ د شمېرو پر بنسټ څه باندې شپږ زره افغانان په ایران کې بندیان دي.

د طالبانو اقتصادي پلاوي چې د شنبې په ورځ (لړم۱۳مه) ایران ته سفر کړی، د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د "سوداګریزو، سیاسي، ټرانسپورټي، روغتیايي خدمتونو، ګرځندوی او کرنیزو اړیکو پر پراختیا" خبرې کړې دي.

د دوشنبې په ورځ (لړم ۱۵مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ پر اېکس پاڼې یو یادښت کې راغلي، چې ښاغلي وحیدي ویلي؛ ایران د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د افغاني محصولاتو د ټرانزیت په برخه کې لومړیتوب لري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه هېواد د افغاني محصولاتو لپاره نېږدې او ښه بازار وباله او زیاته یې کړه، چې افغان لوری باید خپل تولیدات ایران ته صادر کړي څو په ایران کې وپلورل شي.

څه موده وړاندې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې اندازه په کال کې دوه میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دغه وزارت وايي؛ هڅه کوي چې دا اندازه په کال کې لس میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د دې ترڅنګ د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان له لارې د ایران او چین پر اړیکو ټینګار کړی دی.

له ټي ټي پي سره په جګړه کې لسو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګه( ای ایس پي ار) وايي، چې له وسلوالو سره په نښته کې د خېبرپښتونخوا په تیراه کې یوه لوړ رتبه افسر په ګډون درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ نن دوشنبه (د لړم په ۱۵مه) په یوه بیان کې ویلي، چې په دغه جګړه کې درې وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په بیان کې راغلي، چې پاکستاني پوځیانو د خېبرپښتونخوا په تېراه سیمه کې چاڼیز عملیات کول، چې له یو شمېر وسلوالو سره یې نښته رامنځته شوه او له امله یې د پوځ یو لوړ رتبه افسر هم وژل شوی دی.

بل خوا په ټیلګرام کې د پاکستاني طالبانو تحریک ته نېږدې کانالونو دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په دغه پېښه کې د یوه قوماندان په ګډون اته پاکستاني پوځیان وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

ټي ټي پي د خلکو ملګرو د وژنې په تړاو څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده، چې دوی پاکستاني سرتېرو ته کمین نیولی و او د پوځیانو یو شمېر وسلې هم دوی نیولي دي.

بل خوا پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) راپور ورکړ، چې په تېرو درېیو ورځو کې د دغه هېواد په درېیو ایالتونو کې د "ترهګریزو بریدونو" په لړ کې ۱۷ پوځیان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا بریدونه په بلوچستان، خېبر پښتونخوا او پنجاب کې شوي دي.

ویل کېږي چې یوازې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې څلور "ترهګریز" بریدونه شوي چې د مرګ ژوبلې کره شمېر یې لا هم معلوم نه دی.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) اعلان وکړ، نهه تنه وسله والو چې د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید کړی و، د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

په پاکستان کې د تحریک جهاد پاکستان نومې نوې جوړې شوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.