افغان لوبډلې اسټرالیا ته ۲۹۲ منډې هدف وټاکه

د کرېکټ نړیوال جام په ۳۹ سیالۍ کې افغان لوبډلې سیالې اسټرالیا ته ۲۹۲ منډې هدف وټاکه. افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو اورونو په لووبو او پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۹۱ منډې وکړې. په افغان لوبغاړو کې ابراهیم ځدران د ۱۲۹ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.