امریکا له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. ویډانت پټېل د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان دې د افغان کډوالو د نه ستنولو اصولو ته درناوی وکړي.