• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: د دوحې د تړون پټې برخې د طالبانو د کنټرول پړي دي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۱ GMT+۱

د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، د دوحې د تړون پټې برخې د طالبانو په غاړو او پښو کې هغه پړي دي چې امریکایان له دې لارې هغوی کنټرولوي.

نوموړي نن دوشنبه (د زمري ۲۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوحې د تړون پټې برخې د امریکا د ګټو لپاره د طالبانو استخدام ښيي.

په دغه یادښت کې ښاغلي صالح پوښتنه کړې:« که دا خبره رښتیا نه وي؛ نو بیا ولې د دغه تړون د پټو برخو یوه نسخه نه خپرېږي؟»

ښاغلي صالح زیاته کړې، دغه «شرموونکی تړون» د طالبانو په پښو او غاړو کې هغه پړی دی چې امریکایان هر وخت وغواړي د نړۍ له بل ګوټ څخه یې ښوروي او طالبان کنټرولوي.

امرالله صالح تر دې مخکې هم د دوحې تړون ته ګوته نیولې او هغه یې د «ګندمک» له تړون سره ورته بللی و.

هغه ویلي و، چې د افغانستان خاوره د «ګندمک تړون» په نامه وپلورل شوه؛ خو عزت، وقار او ملي یووالی یې بیا د «دوحې تړون» په نوم معامله شو. هغه زیاته کړې وه، چې روڼ اندي په دې مسله ښه پوهېږي.

ښاغلی صالح چې د طالبانو له سر سختو مخالفینو څخه دی؛ وخت ناوخت یې د طالبانو پر سیاستونو او د دوحې په تړون نیوکې کړې دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

د روغتیايي مرکزونو د څارنې لړۍ؛ طالبان وایي، په ولایتونو کې هم د څارنې دغه لړۍ پيلوي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې لړۍ چې مخکې پيل شوې؛ تر دې وروسته به ولایتونو ته هم وغځول شي.

دغه وزارت نن دوشنبه (د زمري ۲۰مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په دغې ارزونه کې به «د مسلکي پرسونل او د اقامت سندونه، روغتیايي خدمتونه او د درملو کیفیت» وڅېړل شي.

د دغې سرچینې له مخې؛ تر دې مهاله په کابل کېسنان، امید، سروري او السید روغتونونه او عمر هادي کلینیکونه ارزول شوي دي. د څارنې دغه لړۍ د عامې روغتیا وزارت یوه کمېټه کوي، چې مشري یې د دغه وزارت د طبي شورا رییس ډاکټر فقیر محمد زیار پر غاړه ده.

که څه هم طالبان د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې یادونه کوي؛ خو ناروغان شکایت کوي، چې ډاکټران قید نسخې لیکي او د درملو کیفیت هم ښه نه دی.

په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو معیار ټيټ او د ځینو ناروغیو درملنه نه کېږي؛ له همدې امله زرګونه ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

طالبان وایي، په تېره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره اونۍ کې یې د اوسپنې پټلۍ له لارې له تاجکستان، ترکمنستان او ایران سره ۱۰۳۲۶۳ مټریک ټنه راکړه ورکړه کړې ده.

دغه وزارت نن دوشنبه (د زمري ۲۰مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي، له دې ډلې یوه برخه یې صادرات وو چې وچه مېوه او د انارو جوس په‌کې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه راکړه ورکړه د اقینې، حیرتان، خواف او تورې غونډۍ له لارو شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه انتقالات د زمري میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه نیولې د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له دې لارې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې څومره خلکو ته او په کومه برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

که څه هم طالبان هره ورځ له بهرنیو هېوادونو سره د راکړې ورکړې خبرونه خپروي؛ خو له بلې خوا بیا خلک شکایت کوي، چې مالونه یې بازار نه لري او مالیات پرې لوړ شوي دي. یوشمېر سوداګر بیا شکایت کوي، چې وېزې په ځنډ ورکول کېږي.

ازادۍ جبهه د یوناما راپور ته: راپور کې یادې شوې پېښې زموږ له عملیاتو سره تړاو نه‌لري

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ جبهې د یوناما تازه راپور ناسم بللی او ویلي یې دي، چې په دغه راپور کې یادې شوې پېښې د دوی له عملیاتو سره هیڅ تړاو نه‌لري. د یوناما په راپور کې یادونه شوې وه، چې په مزارشریف ښار کې د دغې جبهې د دوو چاودنو له امله ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د دغې جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي پر اېکس پاڼه لیکي، چې «د ازادۍ جبهه د جنګي اصولو، ولسي وګړو او عامه تاسیساتو خوندیتوب ته ژمنه ده.» ښاغلي ناجي زیاته کړې: «د طالبانو د واکمنۍ له امله وېره او سانسور د دې لامل شوی، چې حقایق تحریف شي.»

د یوناما په تازه راپور کې په مزارشریف ښار کې د ماین چاودنو پېښې ثبت شوې دي. د یوناما په وینا؛ په مزار شریف کې (د اپرېل په ۷مه نېټه) د یوې رېکشا په چاودنه کې درې کسان ټپیان شوي، چې یادې جبهې د چاودنې مسوولیت منلی دی.

دارنګه (د اپرېل په ۹مه نېټه) ورته چاودنه شوې او څلور کسان یې ټپیان کړي، چې دا پېښه هم دغې ډلې ته منسوبه شوې ده. (د اپرېل په ۱۴مه نېټه) یوه بله چاودنه شوې، چې له امله یې یو ولسي وګړی وژل شوی او لس نور ټپیان شوي وو؛ خو د دغې پېښې مسوولیت هیڅ یوې ډلې نه‌دی منلی.

یوناما تر دې وړاندې هم په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي و، چې د جنورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ د داعش، ازادۍ جبهې او نورو وسله‌والو ډلو په بریدونو کې یو شمیر ولسي وګړو ته تلفات اوښتي دي.

د ازادۍ جبهه هغه وسله‌واله ډله ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له دویمې واکمنۍ سره فعاله شوې او د افغانستان په ځينو سیمو کې یې د طالبانو پر ضد وسله‌وال عملیات کړي دي.

طالبان وایي، په بلخ ولایت کې یې «اسلامي مقدساتو» ته د سپکاوي په تور یو کس نیولی

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۱

په بلخ ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د جمشید په نوم «اسلامي مقدساتو» ته د سپکاوي په تور یو کس نیولی دی.

د بلخ ولایت د امر بالمعروف مشر شیخ عبیدالله حقاني ویلي:« دغه شخص د خدای د موجودیت او احد غزا په اړه ګډې وډې خبرې کړې دي او په دې ډول یې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.»

ښاغلي حقاني ادعا کړې:« جمشید په یوه مجلس کې ويلي، که رښتیا خدای موجود وای؛ نو اوس به د فلسطین په غزه کې ماشومان له لوږې نه مړه کېدای. جمشید دا هم ويلي، چې د اسلام پېغمبر د احد په غزا کې خپله ډال لاره؛ خو نور ځوانان یې له ډال پرته له ځان سره جکړې ته بوولي وو.»

د طالبانو د دغه ریاست په وینا؛ د جمشید دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته د دغه ولایت عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې ده.

تر دې مهاله د جمشید له‌خوا څه نه‌دي ویل شوي؛ خو حقوق‌پوهان اندېښنه ښيي او وايي، چې طالبان تر ډېره تورنو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې ځان ته مدافع وکیل ونيسي؛ نو له دې امله د دې شونتیا شته، چې بې‌ګناه کس هم مجرم وبلل شي.

تر دې مخکې د طالبانو ابتدایه محکمې د پکتیکا ولایت استاد عبدالعلیم خاموش « د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم کړی و.

له بل پلوه پرون یوناما هم په خپل درې میاشتني راپور کې د طالبانو ځینو سزاګانو ته ګوته نیولې او ویلي یې وو، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په عام محضر کې د طالبانو سزاګانې ډېرې شوې دي.

کاناډا له تاجکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه ښودلې

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د کاناډا د کډوالو، پناه غوښتنې او تابعیت چارو وزارت ویلي، د هغو افغان کډوالو په اړه ژوره اندېښنه لري چې له تاجکستان څخه په زور اېستل کېږي. په تاجکستان کې دا مهال کاناډا ته د تګ په تمه شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان اوسېږي، چې غوښتنلیکونه یې د څېړلو په حال کې دي.

دغې ادارې سي‌بي‌سي نیوز ته ویلي، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره په همغږۍ یې له تاجکستان سره خبرې کړې دي.

د راپور له مخې؛ کاناډايي چارواکي غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې دغه افغان کډوال په تاجکستان کې خوندي دي او ملاتړ یې کېږي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني او دغه ډله اوس هم د دوی له‌خوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله ده.

د کاناډا د کډوالو، پناه غوښتنې او تابعیت چارو وزارت دا هم ویلي، چې دوی په تاجکستان، پاکستان او ایران کې د افغان پناه‌‌غوښتونکو وضعیت څاري.

د افغانستان-کاناډا د شورا بنسټ‌ اېښودونکی رفیع فردوس وايي، چې په تاجکستان کې دا مهال شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان اوسېږي او غواړي چې له هغه ځایه کاناډا ته ولاړ شي. د دغې شورا مشر د کاناډا له حکومته غوښتي، چې د دوی غوښتنلیکونو یا د دوسیو څېړلو ته دې لومړيتوب ورکړي.