• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهه د یوناما راپور ته: راپور کې یادې شوې پېښې زموږ له عملیاتو سره تړاو نه‌لري

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ جبهې د یوناما تازه راپور ناسم بللی او ویلي یې دي، چې په دغه راپور کې یادې شوې پېښې د دوی له عملیاتو سره هیڅ تړاو نه‌لري. د یوناما په راپور کې یادونه شوې وه، چې په مزارشریف ښار کې د دغې جبهې د دوو چاودنو له امله ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د دغې جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي پر اېکس پاڼه لیکي، چې «د ازادۍ جبهه د جنګي اصولو، ولسي وګړو او عامه تاسیساتو خوندیتوب ته ژمنه ده.» ښاغلي ناجي زیاته کړې: «د طالبانو د واکمنۍ له امله وېره او سانسور د دې لامل شوی، چې حقایق تحریف شي.»

د یوناما په تازه راپور کې په مزارشریف ښار کې د ماین چاودنو پېښې ثبت شوې دي. د یوناما په وینا؛ په مزار شریف کې (د اپرېل په ۷مه نېټه) د یوې رېکشا په چاودنه کې درې کسان ټپیان شوي، چې یادې جبهې د چاودنې مسوولیت منلی دی.

دارنګه (د اپرېل په ۹مه نېټه) ورته چاودنه شوې او څلور کسان یې ټپیان کړي، چې دا پېښه هم دغې ډلې ته منسوبه شوې ده. (د اپرېل په ۱۴مه نېټه) یوه بله چاودنه شوې، چې له امله یې یو ولسي وګړی وژل شوی او لس نور ټپیان شوي وو؛ خو د دغې پېښې مسوولیت هیڅ یوې ډلې نه‌دی منلی.

یوناما تر دې وړاندې هم په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي و، چې د جنورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ د داعش، ازادۍ جبهې او نورو وسله‌والو ډلو په بریدونو کې یو شمیر ولسي وګړو ته تلفات اوښتي دي.

د ازادۍ جبهه هغه وسله‌واله ډله ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له دویمې واکمنۍ سره فعاله شوې او د افغانستان په ځينو سیمو کې یې د طالبانو پر ضد وسله‌وال عملیات کړي دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، په بلخ ولایت کې یې «اسلامي مقدساتو» ته د سپکاوي په تور یو کس نیولی

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۱
طالبان وایي، په بلخ ولایت کې یې «اسلامي مقدساتو» ته د سپکاوي په تور یو کس نیولی
100%

په بلخ ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د جمشید په نوم «اسلامي مقدساتو» ته د سپکاوي په تور یو کس نیولی دی.

د بلخ ولایت د امر بالمعروف مشر شیخ عبیدالله حقاني ویلي:« دغه شخص د خدای د موجودیت او احد غزا په اړه ګډې وډې خبرې کړې دي او په دې ډول یې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.»

ښاغلي حقاني ادعا کړې:« جمشید په یوه مجلس کې ويلي، که رښتیا خدای موجود وای؛ نو اوس به د فلسطین په غزه کې ماشومان له لوږې نه مړه کېدای. جمشید دا هم ويلي، چې د اسلام پېغمبر د احد په غزا کې خپله ډال لاره؛ خو نور ځوانان یې له ډال پرته له ځان سره جکړې ته بوولي وو.»

د طالبانو د دغه ریاست په وینا؛ د جمشید دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته د دغه ولایت عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې ده.

تر دې مهاله د جمشید له‌خوا څه نه‌دي ویل شوي؛ خو حقوق‌پوهان اندېښنه ښيي او وايي، چې طالبان تر ډېره تورنو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې ځان ته مدافع وکیل ونيسي؛ نو له دې امله د دې شونتیا شته، چې بې‌ګناه کس هم مجرم وبلل شي.

تر دې مخکې د طالبانو ابتدایه محکمې د پکتیکا ولایت استاد عبدالعلیم خاموش « د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم کړی و.

له بل پلوه پرون یوناما هم په خپل درې میاشتني راپور کې د طالبانو ځینو سزاګانو ته ګوته نیولې او ویلي یې وو، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په عام محضر کې د طالبانو سزاګانې ډېرې شوې دي.

کاناډا له تاجکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه ښودلې

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱
کاناډا له تاجکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه ښودلې
100%

د کاناډا د کډوالو، پناه غوښتنې او تابعیت چارو وزارت ویلي، د هغو افغان کډوالو په اړه ژوره اندېښنه لري چې له تاجکستان څخه په زور اېستل کېږي. په تاجکستان کې دا مهال کاناډا ته د تګ په تمه شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان اوسېږي، چې غوښتنلیکونه یې د څېړلو په حال کې دي.

دغې ادارې سي‌بي‌سي نیوز ته ویلي، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره په همغږۍ یې له تاجکستان سره خبرې کړې دي.

د راپور له مخې؛ کاناډايي چارواکي غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې دغه افغان کډوال په تاجکستان کې خوندي دي او ملاتړ یې کېږي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني او دغه ډله اوس هم د دوی له‌خوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله ده.

د کاناډا د کډوالو، پناه غوښتنې او تابعیت چارو وزارت دا هم ویلي، چې دوی په تاجکستان، پاکستان او ایران کې د افغان پناه‌‌غوښتونکو وضعیت څاري.

د افغانستان-کاناډا د شورا بنسټ‌ اېښودونکی رفیع فردوس وايي، چې په تاجکستان کې دا مهال شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان اوسېږي او غواړي چې له هغه ځایه کاناډا ته ولاړ شي. د دغې شورا مشر د کاناډا له حکومته غوښتي، چې د دوی غوښتنلیکونو یا د دوسیو څېړلو ته دې لومړيتوب ورکړي.

سهیل شاهین: په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپارل شي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۵ GMT+۱
سهیل شاهین: په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپارل شي
100%

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین یو وار بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري. ښاغلي شاهین زیاته کړې، چې په دې برخه کې له دوی سره «تبعيضي چلند» شوی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په یوه غږیز پیغام کې کړې دي.

په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین وايي:« موږ پر افغانستان په بشپړ ډول واکمن یو، امن مو راوستی او خلک عادي ژوند لري؛ نو په دې اساس دا څوکۍ زموږ حق دی.»

نوموړي په دغه غږیز پیغام کې ویلي، ځينې هېوادونه د دغې څوکۍ ځنډول او پر طالبانو د نورو بندیزونو لګول د فشار الې په توګه کارولي دي او دغه ډول فشارونه لاهم دوام لري چې دا «اصولي چلند» نه‌دی.

هغه زیاته کړې، چې د دوی حکومت د نړۍ په ۴۱ هېوادونو کې دفترونه او استازي لري او د روسیې له‌خوا په رسميت پېژندل شوی دی.

که څه هم طالبانو په وار، وار د دغه څوکۍ د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده؛ خو ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه طالبان د بشري حقونو په سرغړونه تورنوي او دغه څوکۍ تر دې مهاله د افغانستان د تېر جمهوریت د استازي په واک کې ده.

سرچینې: طالبانو د ختيځو ولایتونو رسنۍ د ځان په ګټه تبلیغاتو ته اړ اېستې دي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۱
سرچینې: طالبانو د ختيځو ولایتونو رسنۍ د ځان په ګټه تبلیغاتو ته اړ اېستې دي
100%

سرچینې وايي، طالبانو په کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو کې خپلواکې راډيوګانې اړ اېستې چې (د زمري ۲۴مه) د دوی تبلیغاتو ته ځانګړې کړي. خو د راډیوګانو مسوولین بیا وایي، چې دغه کار د ژورنالیستیکو اصولو خلاف دی او که د طالبانو سپارښتنې ونه مني؛ نو له ګواښ سره به مخ شي.

سرچینو دارنګه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي:«که څه هم طالبان خپلې رسنۍ لري؛ خو بیا هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست رسنۍ اړې کړې دي، چې په دغه ورځ د پخواني جمهوري نظام ضد تحلیلګران مېلمانه کړي، پخوانی نظام په ډول، ډول بدو نومونو یاد کړي او یوازې د دوی لپاره تبلیغات وکړي.»

د دغه ولایتونو د راډيوګانو چلوونکي وايي، چې تر دې مخکې هم طالبانو د دغه ډول خپرونو په بدل کې د پیسو د ورکړې ژمنې کولې؛ خو تر دې دمه یې رسنیو ته دغه پیسې نه دي ورکړي او پر خپلو شخصي لګښتونو د هغوی فرمایشي خپرونې مخ ته وړي.

ځينې رسنۍ بیا وايي، دوی مجبور دي چې د طالبانو غوښتنې ومني؛ که ویې نه مني په بېلابېلو نومونو دسيسې ورته جوړېږي او رسنۍ یې بندېږي.

تر دې مخکې هم د ننګرهار ځينو رسنیو ته طالبانو اخطار ورکړی و، که د دوی غوښتنې ونه مني نو پر خپرونو به یې بندیزونه ولګول شي.

له دې ډلې د ختیځو ولایتونو یو خبریال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي:« د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وخت ناوخت راځي او زموږ د رسنۍ د خپرونو نوملړ ګوري او په خپل لاس په کې بدلونونه راولي، چې دغه کار زموږ رسنۍ ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.»

تېرکال هم طالبانو د جلال اباد ښار ټولو خصوصي راډیوګانو او ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې وه، چې د (زمري په ۲۴مه) به پرته له طالبي ترانو او د دغې ډلې د بري په اړه له مطالبو نور څه نه خپروي.

د طالبانو له دویمې واکمنۍ راهيسې د خپلواکو رسنیو د فعالیت ساحه ورځ تر بلې تنګه شوې او ځای یې طالبي تبلیغاتو نیولی دی. په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو له‌خوا ډېرې رسنۍ تړل شوې، ګڼ شمېر خبریالان بندیان شوي او یا له هېواده کډوالۍ ته اړ اېستل شوي دي.

انس حقاني: د کابل لپاره فکر دا و چې د حکومت مشروعیت پاتې شي، خو خبر راغی چې ډاکټر غني لاړ

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۲ GMT+۱
انس حقاني: د کابل لپاره فکر دا و چې د حکومت مشروعیت پاتې شي، خو خبر راغی چې ډاکټر غني لاړ
100%

په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی انس حقاني وايي، ۴ کاله مخکې په همدې شپو او ورځو کې دوی دا درک کړې وه، چې امریکا به خامخا وځي او ورسره د کابل لپاره فکر دا و چې د تفاهم له لارې کابل ته ننوځي څو د حکومت مشروعیت پاتې شي، خو په وروستیو دقیقو کې خبر ور ورسېد چې ډاکټر غني لاړ.

د انس حقاني په وینا، طالب مشران پر دې پوهېدل چې نظام لاسته ورځي او ټوله هڅه یې دا وه چې کابل ته د هغه وخت له حکومت سره د تفاهم له لارې ننوځي چې له نړۍ سره اړیکې په نورمال حالت کې پاتې شي، خو په وروستیو دقیقو کې چې پر ځينو نورو احتمالي چارو هم کار روان وو خبر ور ورسېد چې ډاکټر غني ولاړ، نو په کابل کې د قدرت د تشې د رامنځته کېدو او د حالاتو د تقاضا له مخې کابل ته ننوتل.

نوموړي زیاته کړه: «د کابل په اړه دا نظر موجود و، چې د حکومت مشروعیت وساتل شي، ادارو ته ستونزه پېښه نه شي او چور ونه شي؛ نو مشرانو هڅه وکړه چې کابل ته د تفاهم له لارې داخل شي، تر څو له نړۍ سره اړیکې په عادي حالت کې پاتې شي.»

انس حقاني په کابل کې له یوې سیمه ییزې راډيو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکاییانو تر منځ د خبرو پر مهال دوی درک کړې وه چې امریکاییان خامخا له افغانستانه وځي او واشنګټن هم دغسې یوه لاره لټوله څو ووځي، خو په وینا یې په صراحت سره یې څه نه ویل.

په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو پر مهال د اشرف غني په مشرۍ جمهوري نظام تل ویل، چې له خبرو لرې ساتل شوي او داسې یې انګېرله چې امریکایان به له افغانستانه ونه وځي.

خو حقاني وايي، «موږ پوه و چې امریکایان خامخا وځي او دوی هم دغسې لاره لټوله خو په صراحت سره یې نه ویل خو موږ پر وضعیت پوهېدو او مجبوریت مو درک کړی و.»

انس حقاني په دوحه کې د مذاکراتو په تړاو وايي، په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټيم ټوله هڅه دا وه، چې د نړۍوالو په مخ کې له امریکا سره هوکړه لاسلیک کړي او په وینا یې دا په حقیقت کې د امریکا د ماتې لاسلیک و، خو لوېدیځوالو د سولې د راتلو نوم ورکړی و.

د نوموړي په وینا، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو په رابرسېره کېدو سره د طالبانو په مرکچي پلاوي کې یو ډول مایوسي خپره شوه او زیاتوي، چې له کابله ورغلي ټيم غوښتل چې وخت ضایع کړي څو په امریکا کې د ټرمپ پر ځای بایډن سپینې ماڼۍ ته لاره ومومي او له هغې وروسته یاده هوکړه لغوه کړي.

حقاني زیاته کړې: «په عموم کې مذاکراتي مشران مایوسه و، چې له دوی سره به حل ته ونه رسېږو، له افغاني ټيم سره خبرو ګټه نه درلوده او پرېکړه دا شوه چې نمایشي مجلسونه به ورسره کوو.»

نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال په درشل کې کړي دي.

یو شمېر افغان سیاستوال بیا په دې باور دي، چې د سولې په مذاکراتو کې یو مهم ټکی بین الافغاني توافق و، خو په دوحه کې پرته له دې چې د افغانانو د بېلابېلو اړخونو ترمنځ توافق رامنځته شي، امریکا طالبانو سره تړون لاسلیک کړ او په پایله کې یې جمهوریت سقوط او افغانستان طالبانو ته وسپارل شو.

100%

د یادونې وړ ده، چې انس حقاني د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست میرنی ورور دی او د ۱۳۹۳ کال په تلې میاشت کې د ملي امنیت له لوري نیول شوی و، خو د ۱۳۹۸ کال په لړم میاشت کې د دوو امریکايي استادانو په بدل کې خوشې شو او ورسره نېغ په نېغه په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شو.

په دوحه کې له مذاکراتو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو په دویم ځل افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

د واک ترلاسه کولو سره دغې ډلې په افغانستان کې سخت قوانین تطبیق کړل، سیاسي فعالیتونه او سیاسي ګوندونه یې لغوه اعلان کړل، رسنۍ یې سانسور کړې، د نجونو او ښځو پروړاندې یې د زده کړو دروازې وتړلې او ترڅنګ یې په سیاسي مشارکت بندیز ولګېد او تفریحي پارکونو ته د ښځو تګ منع اعلان شو.

همدا ډول دغې ډلې د واک ترلاسه کولو سره په افغانستان کې ټول دولتي لوړ بستونو باندې ملایان وګومارل او هغه کدرونه چې د افغانستان په ملي شتمنۍ تخنیکي روزل شوي وو، له افغانستان نه کډوال شول.

د طالبانو د دې تګلارې په پام کې نیولو سره، تر اوسه پورې له روسیې پرته د نړۍ هېڅ یو هېواد د دوی حکومت په رسمي توګه نه دی پېژندلی.