پرلت وهونکي: پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې پر صفري نقطه د قبایلو پلرنۍ ځمکې غصب کړې

د سویلي پښتونخوا په چمن کې د تېرو ۱۹ ورځو راهیسې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې پرلت دوام لري. دغه پرلت کې هره ورځ زرګونه ځایي وګړي ګډون کوي او دوی وايي، ‌تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوي پرلت به یې دوام لري.