• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو لاس ته، د ورغلیو پاتې شویو وسلو ادعاوې رد کړې

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۴ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې له دوی څخه په افغانستان کې پاتې وسلې دې د وسله‌والو ډلو لاس ته ورغلې وي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال یې داسې هیڅ پوځي وسایل نه دي پرېښي، چې وسله‌‌والې ډلې پرې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې وسله‌وال بریدونه ۶۰ سلنه زیات شوي او په وینا یې په دغو بریدونو کې په سیمه کې له پاتې شویو امریکایي وسلو او تجهیزاتو ګټه اخیستل کېږي.

بله غاړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې وینا پاڼه کې د انوارالحق کاکړ د ادعاوو د ردولو ترڅنګ ویلي:« هغوی باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو پاتې راتلو پړه پر افغانستان وانه چوي.»

په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ ناندرې په تربګلیو اوښتي، چې اصلی لاملونه یې له خلکو
پټ ساتل شوي.

د شنونکو په باور تجربو ښودلې، چې په افغانستان کې د هر نظام سره پاکستان یو ډول ستونزې پیدا کوي چې دغه ستونزې د دوی له نظره تاریخي ریښې لري.

هغوی وايي، اسلام اباد چې تر پرونه له کابل سره د طالبانو په پلوۍ ستونزې لرلې؛ خو واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هم دغه ستونزې نه یوازې دا چې هوارې نه شوې، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره بېلابېل اړخونه خپلوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه
۱

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۴

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۵

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی