د خوړو د نړۍوال پروګرام مشر وايي، دغه سازمان له یو مېلیون ستنېدونکو کډوالو څخه د ملاتړ لپاره په چمتوالي بوخت دی.

سېنډي مکېن وویل، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان او پاکستان په کرښې ۶۰ زره راستنو شویو افغانانو ته خوراکي توکي وېشلې دي.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر په اېکس پاڼه لیکلي، چې د ژمي په درشل کې له زلزله ځپلو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي مالي سرچینې نه دي برابرې شوې.

د پاکستان له لوري د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې وروسته هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته ستنېږي.

د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د دغو کډوالو د خطرناک وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پاکستان د خپل یوه میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د بې اسنادو افغان کډوالو د نیولو او په زوره د اېستلو بهیر پیل کړ.

د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱.۷ مېلیونه افغانان په پاکستان کې له اسنادو پرته کډوال دي او په څه باندې یوه اوونۍ کې لسګونه زره یې له دغه هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ