• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني سرچېنې:اسلام‌اباد کله هم طالبانو ته نه دي ويلي، چې د قوش تېپې کانال کار دې وځنډوي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، اسلام اباد په هېڅ یوې ناسته کې د فوش تېپې پر کانال د کار د بندولو غوښتنه نه ده کړې.

سرچېنو ویلي:« طالبان غواړي، چې په دغسې ناسمو تبلیغاتو سره د خلکو عامه افکار له مهمو موضوعګانو څخه بلې خوا ته واړوي.»

د دغو سرچېنو په باور، د قوش تېپې کانال د افغانستان په شمال کې پروت دی چې د تخنیکي پلوه پر پاکستان یې هېڅ ډول اغېز نه پرېوځي.

تر دې وړاندې یو طالب چارواکي ویلي و، چې پاکستاني چارواکو په رسمي غونډو کې د دغې ډلې له مشرانو غوښتي چې د قوش تېپې پر کانال دې چارې بندې کړي.

د طالبانو له‌خوا پر رسنیو د څار د ادارې مشر عبدالحق حماد پرته له دې چې د پاکستاني چارواکو نوم یاد کړي رسنیو ته ویلي و، کله چې د دغه هېواد له چارواکو وپوښتل شول چې ولې دې پر دغه کانال کار وځنډول شي ویې ویل: «دغه کانال زموږ په تاوان دی.»

د پاکستان د لنډمهاله ادارې چارواکو وویل، چې په هیڅ ناسته کې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ دغه شان غوښتنه نه ده شوې.
دغو سرچینو ویلي:«له هغه ځایه چې د قوش تېپې کانال پر پاکستان هیڅ ډول اغېز نه لري؛ نو ځکه منطقي خبره نه ده چې دغسې غوښتنه دې شوې وي.»

طالبانو په تېرو دوو کالو کې د قوش تېپې پر کانال زیات لګښت کړی.

دغه کانال د افغانستان په شمال کې د امو سېند څخه د بلخ، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې پراخه ځمکې خړوبوي.
داسې ویل کېږي، چې د دغه کانال اوبه شاوخوا ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبولای شي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۴
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۵

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې