د افغان کډوالو په زور اېستل؛ د پي ټي اېم بهر مېشتو فعالانو يې په غبرګون کې لاریونونه وکړل

د پښتون ژغورني غورځنګ له لوري د چهار شنبې په ورځ د (لړم ۱۸مه) د جرمني په فرانکفورټ کې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون احتجاجي لاریون وکړ. لاریون کوونکو له افغان کډوالو سره د پاکستان د پوځ او حکومت له خوا له سپکاوي ډک او بشري حقونو ضد چلند غندنه وکړه.