• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لسګونه ښځو د لاسي صنایعو له یوه روزنیز مرکزه د فراغت سندونه ترلاسه کړل

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۶ GMT+۰

په کابل کې څه باندې ۸۰ ښځو د یوه مرستندویه بنسټ له خوا د جامو ګنډلو او لاسي صنایعو له مسلکي کورسونو د فراغت سندونه ترلاسه کړل. د دغه بنسټ چارواکو د چهارشنبې په ورځ په همدې تړاو د یوې غونډې پرمهال وویل، د دغه پروګرام موخه د کورنیو اقتصادي وده او ښځو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

د دغو چارواکو په خبره، دغو مېرمنو ته د ۶ میاشتو لپاره د خیاطۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
ګډونوالې ښځې له حکومته غواړي چې له بیوزلۍ سره د مبارزې په موخه دې د هنرمندو ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د پروګرام ګډونکوونکې هغه مېرمنې دي چې، له زده کړو بې برخې پاتې شوې، او دوی له حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې د قانون او مقرراتو له مخې به له دغو مېرمنو سره همکاري وکړي او دوی ته به د لویو نندارتونونو د جوړولو زمینې هم برابرې کړي.
له دې سره، څو ورځې مخکې د یو بل روزنیز مرکز څخه هم ۱۰۰ ښځې فارغې شوې وې.
چارواکي وايي، چې د دغو مېرمنو لاسي صنايع په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې په شخصي او انلاين ډول پلورل کېږي.
دوى وايي، که حکومت او سوداګر ورسره همکاري وکړي، په نورو ولايتونو کې به هم د وړيا زده کړو زمينه برابره کړي.
د ټولنیزو خدمتونو یو شمېر مرستندویه بنسټونه د خیاطۍ له مسلک څخه د لسګونو ښځو د فراغت مراسم په داسې حال کې نمانځي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو له پاره په کار کولو بنديزونه لا هم پخپل ځای پاتې دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۵
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي