• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي سرچینې: په پخوانۍ ولسي جرګه کې د کوچیانو یو بل استازی حیدر جان نعیم‌زوی طالبانو نیولی

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۳ GMT+۰

په کابل کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې طالبانو په پخوانۍ ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی حیدر جان نعیم‌زوی د ځمکو د غصب په تور نیولی دی.

دا په تېرو څو ورځو کې د ولسي جرګې دویم غړی دی، چې د طالبانو له‌خوا نیول کېږي.
تېره اونۍ په ولسي جرګه کې د کوچیانو یو بل وکیل ملا تره‌خیل کوچی د ځمکو د غصب په تور طالبانو نیولی و، چې له هغه وروسته د هغه د کورنۍ درې تنه نور غړي یې هم نیولي وو.

خو حیدر جان نعیم‌زوی هغه قومي مخور و چې تل به یې د کوچیانو د بېلابېلو قومونو او خېلونو تر منځ شخړې او لانجې د جرګو او مرکو له لارې هوارولې.
هغه د حاجي نعیم کوچي زوی دی، د هغه پلار نعیم کوچی کلونه، کلونه د افغانستان د کوچیانو مشر پاتې شوی، چې د لوړ پوړو چارواکو سره یې ناسته پاسته لرله.
نعیم کوچی هغه کس و چې، د طالبانو په تېر پېر کې یې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د هغه د ورور شاه پور احمدزي مړي هم د هغه په منځګړیتوب تر پکتیا پورې ولېږدول شول او د هغوی په پلرنۍ هدېره کې خاورو ته سپارل شوي وو.
که څه هم چې طالبانو تر اوسه د ملا تره‌خیل کوچي او حیدر جان نعیم‌زوی د نیولو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو طالبانو تل د دغه شان نیولو په تړاو چوپتیا غوره کړې او ټولې محکمې یې پټ په پټه ترسره کېږي.

ډېر لیدل شوي

ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟
۱

ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟

۲
ځانګړی

له جلال الدین تر سراج الدین؛ جګړه‌ییز نفوذ، سیاسي منځګړیتوب او د طالبانو تابع قوماندانان

۳

محمد حنیف اتمر: په افغانستان کې له مشروع سیاسي نظام پرته تلپاتې سوله نه‌شي راتلای

۴

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی

۵

د ملا عمر خوبونو د افغانستان برخلیک بدل کړ