• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عطا محمد نور: طالبان په افغانستان کې له ۲۲ ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د اسلامي جمعیت د نور څانګې مشر عطا محمد نور وایي، چې طالبان په افغانستان کې د ۲۲ ترهګرو ډلو کوربه‌توب کوي. نوموړي په اېکس پاڼه کې د کابل په لویدیځ کې پر یوه مسافر وړونکي بس موټر ځانمرګي برید ته په اشارې سره وویل چې، طالبانو افغانستان د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل کړی دی.

هغه د کابل په دشت برچي سیمه کې د مسافر وړونکو په بس موټر د وړمې ورځې ځانمرګی برید غندلی دی.

په دغه برید کې چې شاو خوا دېرشو ولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

کېرن ډېکر، ریچارډ بېنټ، ټام وېسټ او یو شمېر نورو شخصیتونو ددغې پېښې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده.

اخوا، د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر د طالبانو پر ادارې بیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، د ترهګرو ډلو ټول روزنیز مرکزونه د افغان چارواکو د سترګو پروړاندې کار کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د سرپرست حکومت لومړي وزیر هم ویلي و چې، طالبانو د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هیڅ کوم اقدام نه دی کړی او ان په ځینو برخو کې یې له ترهګریزو ډلو ملاتړ هم کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د انوارالحق کاکړ د دغو څرګندونو په غبرګون وویل چې، دغه ډله د پاکستان د ناامنیو په زیاتېدو کې لاس نه‌لري.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۳

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۴

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۵

تحلیلي راپور:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي