• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحلیلي:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱

ډېپلوماټ په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې هوايي او بې‌پیلوټه بریدونه زیات کړي او ښايي د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو پر ضد د عملیاتو ترڅنګ، په کابل کې د خپل پخواني نفوذ د بېرته ترلاسه کولو هڅه هم کوي.

د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۴مه پاکستان د افغانستان دننه په لسو جلا هدفونو هوايي او ډرون بریدونه وکړل. وروسته افغان رسنیو راپور ورکړ چې د بریدونو له هدفونو څخه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د استوګنې ځای کندهار، او همداراز خوست او پکتیا ولایتونه وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي و چې دغه بریدونه «دقیق، حساب شوي او متناسب» وو او یوازې هغه پوځي هدفونه یې په نښه کړي چې د پاکستان پر ضد له بریدونو سره تړاو لري.

دا بریدونه تر هغه وروسته ترسره شول چې پاکستان ادعا وکړه له افغانستان نه ور اوښتي لسې بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي.

راپور وايي، له دې وړاندې د سپټمبر په ۲۱مه د پاکستان هوايي بریدونو د کونړ د نورګل ولسوالۍ او پکتیکا ځینې سیمې په نښه کړې وې. په دغو بریدونو کې د یوناما د معلوماتو له مخې درې ملکي وګړي، یو سړی، یوه ښځه او یوه نجلۍ وژل شوي وو.

اسلام‌اباد ادعا کړې وه چې په همدې عملیاتو کې یې ۲۸ وسله‌وال وژلي دي.

د راپور له مخې، دغو بریدونو په کابل او ځینو نورو سیمو کې د اعتراضونو لامل شول.
راپور وايي، پاکستان دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ پر پولیسو د سپټمبر د ۱۸مې برید په ځواب کې کړي وو. په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ پولیس وژل شوي وو.

د پاکستاني چارواکو په وینا، برید د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم ډلې کړی و. دا ډله د حافظ ګل بهادر تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وسله‌والو ډلو ایتلاف بلل شوی چې له تحریک طالبان پاکستان سره نږدې اړیکې لري.

راپور زیاتوي چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۱۵ ځله د افغانستان دننه هوايي او ډرون بریدونه کړي دي.

د راپور د ارزونو له مخې، یوازې روان کال په افغانستان کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو تاوتریخوالي له امله تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

راپور وايي، په همدې موده کې پاکستان هم له سخت امنیتي فشار سره مخ و او د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د ترهګرۍ اړوند پېښو کې نږدې ۱۷۰۰ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي. له دې ډلې ۵۴۵ کسان یوازې په خیبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.

راپور د ملګرو ملتونو د اګست ۲۰۲۶ راپور ته اشاره کوي، چې په کې ویل شوي وو طالبان لا هم له تحریک طالبان پاکستان سره اړیکې او ملاتړ لري.

خو راپور زیاتوي چې طالبانو د دغو تورونو په ځواب کې تل هر ډول ملاتړ رد کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو شاوخوا دوه زره د ټي‌ټي‌پي جنګیالي او د هغوی کورنۍ د پاکستان له ډیورنډ کرښې لرې سیمو ته لېږدولي او هبت‌الله اخوندزاده د پردې تر شاه د دغې ډلې مشرتابه ته خبرداری هم ورکړی چې پر پاکستان بریدونه ودروي.

راپور وايي، سره له دې چې طالبانو د فشار هڅه کړې، خو د پاکستان په اند دا اقدامات بسنه نه کوي.

شننه استدلال کوي چې پاکستان اوس یوازې د ټي‌ټي‌پي مخنیوی نه غواړي، بلکې په کابل کې د خپلې پخوانۍ ستراتیژیکې اغېزې د بیا احیا کولو هڅه هم کوي.

د راپور له مخې، اسلام‌اباد باور لري چې طالبان د هغوی له نفوذه وتلي او له همدې امله پوځي فشار او د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ د فشار د مهمو وسیلو په توګه کاروي.

خو راپور زیاتوي چې د پاکستان تکراري بریدونه تر اوسه د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی. برعکس، په افغانستان کې یې د پاکستان ضد احساسات نور هم پیاوړي کړي دي.

راپور وايي، د طالبانو په لیکو کې له داخلي اختلافونو سره سره، د کندهار د رهبرۍ شورا لا هم د واک اصلي مرکز دی او خپل مشروعیت او کنټرول یې ساتلی دی.

د شننې له مخې، طالبان اوس د پاکستان له پخواني سیاست څخه زده‌کړه کړې او هڅه کوي د بېلابېلو وسله‌والو او سیاسي ډلو له نفوذه د فشار د وسیلې په توګه ګټه واخلي.
راپور په پای کې خبرداری ورکوي چې د طالبانو د تسلیمولو لپاره یوازې د هوايي بریدونو او پوځي فشارونو تګلاره ښايي د امریکا د شل کلنې جګړې په څېر، محدودې او ان معکوسې پایلې ولري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ نور هم ژور کړي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو جذب او «بچه بازي» دوام لري

۵

پاکستان تازه افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه

•
•
•

نور خبرونه

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
100%

د نړیوالو او سیمه‌ییزو رسنیو وروستي راپورونه ښيي چې که څه هم افغانستان لا د یوې نوې کورنۍ جګړې پړاو ته نه دی داخل شوی، خو د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی، د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا، په طالبانو کې اختلافات او اقتصادي ستونزې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د سیکورټي رسک اشیا د راپور له مخې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه د تحریک طالبان پاکستان پر سر له لفظي اختلافونو او سرحدي نښتو ور هاخوا تللې او داسې ادعاوې هم مطرح شوې چې اسلام‌اباد ښايي د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ ته مخه کړې وي.

دغه رسنۍ د جاپان «نیکي اسیا» د یوې ارزونې له قوله لیکلي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مخ په زیاتېدونکو اختلافونو او د چین د منځګړیتوب د هڅو ناکامۍ په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ خطر زیات کړی دی.

راپور د افغانستان د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ وروستیو نښتو ته اشاره کوي او خبرداری ورکوي چې د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیتونو پراخېدل کولی شي د تاوتریخوالي نوې څپې ته لار هواره کړي.

همداراز راپور وايی ،چې پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح هم په اګست میاشت کې ادعا کړې وه چې افغانستان د کورنۍ جګړې مرحلې ته داخل شوی دی. هغه ویلي وو چې د طالبانو پر ضد مخالفتونه په بېلابېلو بڼو روان دي او وسله‌وال بریدونه یې تر ټولو څرګنده بڼه ده.

بلخوا، راپور د «اسیا ټایمز» د یوې شننې استدلال هم راخیستی او وایی چې طالبان د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو د دوی پر ضد وسله‌وال مقاومت په جغرافیایي او تنظيمي توګه پراخ شوی او نور یوازې د شمال محدودې سیمې نه رانغاړي. د راپور په وینا، طالبان که څه هم پخوانۍ جګړه ګټلې، خو ښايي د یوې نوې شخړې د رامنځته کېدو زمینه یې برابره کړې وي.

راپور زیاتوي چې ټول راپورونه له دې ارزونې سره موافق نه دي. اسوشیټېډ پرېس په خپل وروستي راپور کې ویلي چې طالبان لا هم په افغانستان کې پر واک بشپړ کنټرول لري او د ۲۰۲۱ کال د اګست له بیا واکمنېدو وروسته امنیت د پام وړ ښه شوی دی، که څه هم د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه پراخې نیوکې موجودې دي.

راپور زیاتوي، افغانستان اوس مهال د کورنۍ جګړې په حالت کې نه دی، خو یو شمېر هغه عوامل چې په تېرو لسیزو کې یې د شخړو زمینه برابره کړې وه، یو ځل بیا راڅرګندېږي.

د راپور په وینا ،په دغو عواملو کې د طالبانو دننه د کندهار د مشرتابه او حقاني شبکې ترمنځ اختلافات، د بغلان، پنجشېر او بدخشان په ولایتونو کې د مخالفو ډلو فعالیتونه، د داعش خراسان حضور، اقتصادي بحران، د کډوالو بېرته ستنېدل، طبیعي پېښې، د خوراکي ناامنۍ دوام او د ښځو او لږکیو محدودیتونه شامل بلل شوي دي.

راپور وایی ،چې افغانستان تر اوسه د نوې کورنۍ جګړې درشل ته نه دی رسېدلی، خو د بهرني ملاتړ لرونکي مقاومت، سیاسي اختلافونو، وسله‌والو فعالیتونو او اقتصادي فشارونو زیاتوالی داسې عوامل دي چې د سیمې او نړۍ له لوري نږدې څارنې ته اړتیا لري.

د اسټرالیا پخوانی سرتېری: افغانستان مو باثباته کړ خو طالبانو د خلکو ازادۍ محدودې کړې

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۱
100%

د اسټرالیا د پوځ یو پخوانی سرتېری متیو بېل چې د ارزګان په ترینکوت پوځي اډه کې یې دنده ترسره کړې وايي، اسټرالیايي ځواکونو هغه مهال د افغانستان د امنیت په ټینګښت او د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې ونډه لرله، خو اوس طالبانو د خلکو ازادۍ محدودې کړې دي.

هغه پخواني اسټرالیايي سرتېري چې په افغانستان کې یې دندې ترسره کړي د یکشنبې په ورځ د تلې په ۱۹مه، د افغانستان په جګړه کې د خپل هېواد د پوځي ماموریت د پیل د ۲۵مې کلیزې په مناسبت سره راټولېږي.

سره له دې چې په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځي حضور په اړه جنجالونه او بېلابېل نظرونه شته، یو شمېر هغه سرتېري چې د جګړې په ډګر کې حاضر وو، لا هم له خپل رول او لاسته راوړنو دفاع کوي.

متیو بېل له اسوشیټېډ پرېس اسټرالیا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې د دوی ځواکونو په افغانستان کې بدلونونه راوستل، په ځینو سیمو کې یې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړه او په کلیوالو سیمو کې یې د نجونو د زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو د پراختیا زمینه برابره کړه.

دغه ۳۸ کلن پخواني سرتېري زیاته کړه، چې د هغه وخت د افغانستان خلکو تر ډېره له زیاتو ازادیو برخمن وو، خو اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پراخو محدودیتونو او ځپونکو اقداماتو سره مخ دي.

د «اسلیپر» په نوم د اسټرالیا لومړنی پوځي ماموریت د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۱مه په افغانستان کې پیل شو او تر ۲۰۱۴ کال پورې یې دوام وکړ. د دې عملیاتو او په افغانستان او سیمه کې د اسټرالیا د ورپسې پوځي ماموریتونو پر مهال، د دوو لسیزو په اوږدو کې د دغه هېواد له ۳۵ زرو څخه ډېر ښځینه او نارینه پوځیان منځني ختیځ ته واستول شول.

په دې موده کې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو ۴۷ غړي د پوځي خدمت پر مهال ووژل شول او ۲۶۳ نور ټپیان شول. متیو بېل وویل، چې د اسټرالیايي ځواکونو په ماموریت کې د پوځي موټرو په وسیله یا په پښو د دښتو، شنو سیمو او د ځايي خلکو د مېشت ځایونو ګزمې شاملې وې، څو د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، چې د دوی د ماموریت سیمه خطرناکه وه او اسټرالیايي ځواکونه څو ځله د مخامخ ډزو په ګډون له بېلابېلو ګواښونو سره مخ شوي وو.

اسټرالیا د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو پوځي ځواکونو د اېستلو بهیر په رسمي ډول بشپړ کړ. امریکايي ځواکونه هم د همدغه کال په اګست کې له افغانستان څخه ووتل او د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل.

په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځي ماموریت د ۲۵مې کلیزې په درشل کې د دغه هېواد پخواني سرتېري وایي، حکومت یې د افغانستان او منځني ختیځ د جګړو اړوند څلور ټوکه تاریخي اسناد لا هم نه‌دي خپاره کړي. دوی دا ځنډ د حقایقو پټول ګڼي او وایي دغه وضعیت د دوی پر رواني حالت ناوړه اغېزه کړې ده.

په اسټرالیا کې د پخوانیو سرتېرو سازمانونو او د یاد هېواد د جګړې یادګار ادارې له خپل حکومت څخه غوښتي، چې په افغانستان او عراق کې د دغه هېواد د جګړو رسمي تاریخي اسناد نور خپاره کړي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې ایران لږ تر لږه ۲۳۳ افغانان اعدام کړي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه ۲۳۳ افغانان د ۱۴۰۵ تر تلې میاشتې (د ۲۰۲۶ سپټمبر) پورې په ایران کې اعدام شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانانو د اعدام دغه لړۍ په دې وروستیو کلونو کې پراخه شوې ده.

په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړنیو میاشتو کې ایران ۵ افغانان اعدام کړل.

دا لړۍ، په ۲۰۲۲ کې ۱۶، په ۲۰۲۳ کې ۲۵، په ۲۰۲۴ کې ۸۰ او په ۲۰۲۵ کې ۸۴ تنو ته ورسېد.

یاد شوي سازمان، د روان زېږیز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ۲۳ نورو افغانانو اعدام هم ثبت کړی دی.

د دې شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۶ مواردو څخه د افغانانو د اعدام شمېر په ۲۰۲۵ کې ۸۴ ته پورته شوی؛ په ۲۰۲۵ کال کې ثبت شوې دا پېښې د تېر کال پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایران د بشري حقونو سازمان خبرداری ورکړی، چې دغه مستند شوي ارقام ښایي د ټولو اعدامونو شمېر نه‌وي، ځکه ایراني چارواکي ډېر اعدامونه په رسمي ډول نه‌‌اعلانوي. دغه سازمان وایي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د افغانانو د اعدامونو یوه برخه د ایران رسمي سرچینو اعلان کړې ده.

ایران په ټولیز ډول افغانان د وژنو او د نشه یي توکو اړوندو جرمونو په تور اعدام کړي دي. د روان کال په سپټمبر کې د ایران د بشري حقونو سازمان وویل، چې ایران د تورات محمدي په نوم یو افغان د جاسوسۍ په تور اعدام کړ. دغه سازمان ویلي وو، چې هغه په پټه اعدام شوی او ایراني چارواکو یې له اعدام مخکې، کورنۍ ته خبر نه‌وو ورکړی.

د طالبانو غبرګون

د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې طالب چارواکو له ایران څخه وغوښتل چې پر اعدام د محکومو افغان بندیانو نوملړ ورسره شریک او هم د اعدام سزا پر ځای دغو محکوم شویو ته بدیلې سزاوې وټاکي.

دا غوښتنه تهران ته د طالبانو د سترې محکمې د مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر پر مهال وشوه. د طالبانو سترې محکمې ویلي وو، چې دا غوښتنه یې پلاوي د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو او بشري حقونو له مرستیال کاظم غریب ابادي سره شریکه کړې وه.

عبدالمالک حقاني له ایراني چارواکو غوښتي وو، چې د اسلامي اصولو او هغه څه له‌مخې، چې دوی «اسلامي ورورولي» ګڼلې وه، د اعدامېدونکو افغانانو په مجازاتو کې نرمښت وکړي. طالب چارواکو دغه راز، د قصاص کېدونکو افغانانو نوملړ هم غوښتی وو.

د طالب چارواکو په وینا، په دې لیدنه کې ایراني چارواکو افغانستان ته د ۱۵۰۰ بندیانو د لېږد خبره کړې وه. له هغې نېټې تر اوسه، ایراني چارواکو نه‌دي ویلي، چې د اعدام سزا د بدیل په تړاو یې د طالبانو غوښتنه منلې او که نه.

د قربانیانو کورنۍ له طالبانو او تهران څخه ځواب غواړي

په ایران کې د یوه اعدام شوي افغان عبدالله تاجیک د ورور روح الله حمیدي روایت ښيي، چې افغان کورنۍ په ایران کې د خپلو محکوم شویو غړو د دوسیو په څارلو کې ګڼې ستونزې لري.

حمیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ورور یې د نشه یي توکو د قاچاق په تور شاوخوا څلور نیم کاله وړاندې نیول شوی وو؛ هغه ادعا چې ده رد کړې ده. د حمیدي په وینا، ایراني چارواکو ترې د ورور د خوشې کولو لپاره، د ۱۰۰ میلیارده تومان په ارزښت وثیقه غوښتې وه، هغه پیسې چې د ده کورنۍ یې وس نه‌درلود.

حمیدي دغه راز وویل، چې ورور یې مدافع وکیل ته لاسرسی نه‌درلود. د هغه په وینا، په تهران کې د طالبانو سفارت ته له ورتلو وروسته ورته ویل شوي وو، چې افغانستان ته یې د ورور د لېږد په تړاو غوښتنلیک استول شوی دی. له دې سره سره، عبدالله تاجیک بیا هم په ایران کې اعدام شو.

په یوه بله قضیه کې محمد یوسف هم په ایران کې له ژونده بې برخې شوی. د هغه خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یوسف په یوې ایراني کارخونه کې کارکاوه. نوموړی پر خپلې کارخونې د ځینو کسانو له برید او ورسره له شخړې وروسته نیول شوی وو.

د یوسف د کورنۍ په وینا، هغه له یوه بل افغان کارګر سره یو ځای نیول شوی وو.

د یوسف کورنۍ دغه راز ویلي، چې د هغه د مړینې په اړه یې روښانه ځواب نه‌دی ترلاسه کړی. دا کورنۍ، د هغه د نیول کېدو او مرګ دواړو په اړه ځواب غواړي.

ایراني چارواکو هم په دغه راپور کې د شویو ادعاوو په تړاو ځواب نه‌دی ویلی.

د عادلانه لاسرسي په تړاو اندېښنې

د بشري حقونو سازمانونو په ایران کې د اعدام د قضیو په تړاو عدالت ته له نه‌لاسرسي اندېښنه ښودلې ده. خپلواکو مدافع وکیلانو ته لږ لاسرسی، له تورنو کسانو جبري اعتراف او د کورنۍ ملاتړ او کونسلي خدمتونو ته د بهرنیو بندیانو نه‌لاسرسی د دغو اندېښنو مهمې برخې دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان هم په خپلو راپورونو کې ویلي، چې ډېری محکوم شوي افغانان، د کورني ملاتړ شبکې او مدافع وکیل ته لاسرسی نه‌لري.

له دې سره هم مهاله؛ د «هرانا» په نوم د ایران د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې په یوه راپور کې چې پرون (جمعه د تلې ۱۷مه) یې خپور کړ اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰ مې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۸ مې، په ایران کې لږ ترلږه ۲۰۰۳ تنه اعدام شوي، چې د تېر کال پرتله، شاوخوا ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

هرانا زیاتوي، چې د ثبت شویو اعدامونو شاوخوا ۹۵ سلنه یې د رسمي سرچینو له لوري نه‌دي اعلان شوي.

د اکتوبر ۱۰ مه، د اعدام سزا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. په ایران کې د افغانانو د اعدام په تړاو د بشري حقونو د سازمانونو شمېرې په داسې مهال خپرېږي، چې د ګڼو بندیانو کورنۍ د خپلو غړو د قضیو په اړه معلوماتو ته محدود لاسرسی لري او ‌ډېری یې د خپلو خپلوانو د اعدام له مهالوېشه نه‌خبریږي.

ملګري ملتونه: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې نږدې ۵۰۰ ماشومان وژل شوي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د ۱۴۰۱ کال د مرغومي له ۱۱مې تر ۱۴۰۴ کال د مرغومي تر ۱۰مې نېټې پورې، په افغانستان کې ۱۴۱۵ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. له دې ډلې، ۴۴۶ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۶۹ ماشومان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملکتونو د شمېرو له‌مخې، د قربانیانو په ډله کې ۱۰۹۴ هلکان، ۳۱۰ نجونې، د ناڅرګند جنسیت لرونکو ۱۱ ماشومان شامل دي.

د ماشومانو او وسله‌والو نښتو په اړه د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، طالبانو په همدې موده کې ۵۵۷ هلکان، چې تر ۱۲ کلنۍ پورې عمر لرونکي ماشومان هم پکې دي، جذب او په کار ګومارلي دي.

د ماشومانو د جذب پېښې د پخوانۍ راپور ورکولو دورې په پرتله ۸۱ سلنه زیاتې شوې دي او دا ټولې پېښې طالبانو ته منسوبې شوې دي.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې د ماشومانو د مرګژوبله شاوخوا ۸۰ سلنه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې ناچاوده توکو او له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي لاهم په افغانستان کې د ماشومانو ژوند ګواښي.

دغه راپور په ټولیز ډول د ماشومانو د حقونو د سختو سرغړونو ۴ زره او ۵۸۲ پېښې تایید کړې دي.

دا شمېر د پخوانۍ دورې په پرتله ۳۸ سلنه راکم شوی دی، خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دا کمښت د ماشومانو د وضعیت د عمومي ښه والي په مانا نه دی.

ډېری ثبت شوې پېښې طالبانو او ورپسې ناڅرګندو عاملانو ته منسوبې شوې دي.

مرستو رسولو پر وړاندې د خنډونو زیاتوالی

ملګرو ملتونو ویلي، په دې موده کې بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي د مخنیوي ۲ زره او ۲۴۱ پېښې ثبت شوې دي چې د تېرې دورې په پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي او د ثبت شویو سرغړونو تر ټولو لوړه شمېره جوړوي. همدارنګه پر ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو ۳۳۸ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۶۳ یې پر ښوونځیو او ۱۷۵ نورې یې پر روغتونونو وې.

ملګرو ملتونو د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې (اته هلکان او ۱۶ نجونې) تایید کړې دي. په همدې موده کې اووه ماشومان «دوه هلکان او پنځه نجونې» تښتول شوي دي چې دا ټولې پېښې طالبانو ته منسوبې شوې دي.

محدودیتونه او د ماشومانو لپاره یې پایلې

راپور ټینګار کوي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو د ادارې محدودیتونو، له هغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون او په بشردوستانه بنسټونو کې د ښځو پر کار محدودیتونو، د حیاتي خدماتو وړاندې کول ګډوډ کړي او د ماشومانو پر وضعیت یې اغېز کړی دی.

د ماشومانو او وسله‌والو نښتو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ونسا فریزر له ښکېلو لورو غوښتي دي چې د ماشومانو د ساتنې لپاره ټول ممکن اقدامات وکړي او د استوګنې په سیمو کې د چاودېدونکو وسلو له کارولو ډډه وکړي.

هغې همدارنګه د طالبانو له ادارې غوښتي دي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي، د ماشوم تعریف د ماشوم د حقونو له کنوانسیون سره همغږی کړي او توقیف ځایونو ته د ملګرو ملتونو بې خنډه لاسرسی برابر کړي.

د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛بشري ناورین او د طالبانو محدودیتونو افغانان اغیزمن کړي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱
100%

د رواني روغتیا نړۍواله ورځ سږ کال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د لوږې، بې‌ځایه کېدو، اقلیمي بدلونونو او د طالبانو د محدودیتونو له امله د افغانانو د رواني روغتیا په اړه اندېښنه څرګندوي.

له بلې خوا د رواني سلامتۍ کمزوری فرهنګ، په دې اړه د عامه پوهاوي نشتون، روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی د رواني روغتیا پر وړاندې ګواښونه نور هم زیات کړي دي.

د رواني ناروغیو ډاکټره رضوانه رحیمي وایي چې د رواني روغتیا نه موخه پر خپل رواني وضعیت، احساساتو، او کړنو واک او کنټرول لرل دي په داسې ډول چې یو نفر وکولی شي د یو څه په هکله پریکړه وکړي، د ستونزو پر وړاندې د مقاومت او له ستونزو وروسته بېرته د ځان رغولو وړتیا ولري.

د نوموړې په وینا دا اړینه نه ده چې هر انسان باید سل په سلو دا هرڅه وکړی شي بلکه همدا چې حالاتو سره د عیارېدو وړتیا ولري کافي دی.

د اغلې رحیمي په وینا له علمي پلوه رواني روغتیا د انسانانو له عمومي روغتیا څخه یوه نه جلا کېدونکې برخه ده چې ټول وجود ترې اغیزمنېدلی شي.

ډاکټره رحیمي وایي یو انسان چې بشپړه رواني روغتیا ولري باید مثبتې کړنې، پر ځان باور او د ښو اړیکو جوړولو وړتیا أکې څرګنده وي.

هغه د رواني ناروغیو د پیدا کېدو او لاملونو په هکله وایي چې بیلابیل لاملونه کولی شي په رواني ناروغیو کې اغیز ولري لکه ارثي او بیولوژیکي مسایل، د ژوند ډول او چاپیریالي اغیزې، د خپګان او اندیښنو نا سالم مدیریت، پر ځان نا باوري، منفي باورونه، ټولنیز عوامل، کډوالۍ، کلتوري محدودیتونه، هغه عوامل دي چې د انسانانو رواني روغتیا ترې اغیزمنیدلی شي.

هغه افغانستان کې د رواني روغتیا په هکله وایي چې افغانانو تر ډېره ټولیزه ټروما تجربه کړې د هغې په وینا په دغه هېواد کې د نا سالم رواني وضعیت تر ډیره عمده لامونه ټولنیز، چاپیریالي، او کلتوري مسایل کیدی شي چې په وینا یې په ټولنیز او چاپیریالي مسایلو کې جګړې، بې وزلي، کډوالۍ، اقلیمي اغیزې او په فرهنګي او کلتوري اړخ کې یې ناسم رواجونه، محدودیتونه او بندیزونه راتلي شي.

څه موده وړاندې ملګري ملتونه او د «ریچ» څېړنیزې ادارې په یوه نوي تحلیلي ارزونه کې خبرداری ورکړی چې د لوږې، بې‌ځایه کېدو او وچکالۍ دوام د افغانانو رواني روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې ۲۱،۹ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه وېب‌پاڼې «ریلیف» له خوا د خپرې شوې ارزونې له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان ۴۵ سلنه وګړي له سخت بشري ناورین سره مخ دي. په دې برخه کې د خوړو ناامني تر ټولو مهم لامل بلل شوې او اټکل کېږي چې ۱۷،۴ میلیونه کسان به د لوږې له سخت بحران سره مخ شي.

همداراز، د «لا نینا» پدیدې له امله رامنځته شوې وچکالۍ د افغانستان ۱۲ ولایتونه سخت اغېزمن کړي او ۳،۴ میلیونه کسان یې په مستقیم ډول زیانمن کړي دي.

د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ برخې شنونکي وايي، د عاید له لاسه ورکولو، بې‌ځایه کېدو او پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو له امله پرله‌پسې رامنځته شويو ستونزو پر افغان ټولنې بې‌سارې رواني فشار راوستی دی.

د راپور له مخې، ماشومان، ښځې، معلولیت لرونکي کسان، د پاخه عمر لرونکي او بې‌ځایه شوي کسان په اوسنیو شرایطو کې له تر ټولو لوړې رواني زیان‌مننې سره مخ دي.
ښځې له رواني اړخه د زیانمنو له ډلې

د رواني برخې کارپوهان وایي چې ښځې د بیولوژیکي جوړښت له اړخه هم له زیانمنو ډلو څخه ګڼل کیږي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امیندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته رواني روغتیايي ستونزې په ځانګړي ډول خپګان ډېر عام دی او له هرو پنځو ښځو یوه په دې موده کې له رواني ستونزې سره مخ کېږي. په افغانستان کې هم له هرو پنځو کسانو یو له رواني روغتیايي ستونزې سره ژوند کوي.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته د لوړو زده کړو منع دي او همداراز دغې ډلې د ښځو په کار کولو، ازاد تګ راتګ، پارکونو او تفریح ځایونو ته د هغوی په تګ راتګ هم بندیز لګولی چې د خلکو په وینا دغې چارې د ښځو پر رواني روغتیا خورا منفي اغیزي کړې دي.

ملکه(مستعار) چې د کابل د خیر خانې مېنې اوسېدونکې ده افغانستان انټرنشل پښتو ته وایي چې د طالبانو له راتګ وروسته په ژور خپګان اخته شوې ده، نوموړې د خپلې دغې ناروغۍ اصلي لامل د طالبانو سخت دریځی او له کار او دندې د ښځو محرومیت ګڼي، هغه وایي چې د طالبانو له راتګ وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت کار کوونکې وه خو د طالبانو له راتګ وروسته په کور کیناسته هغه وایي هیله یې لرله چې تر لوړو دندو ورسیږې خو په وینا یې د طالبانو له راتګ وروسته یې هیلې له خاورو سره خاورې شوې او اوس پر رواني ناروغۍ اخته ده.

هغه وایي ډیر کوشش کوي چې له دې وضعیت څخه ځان وژغوري خو په وینا یې اوس مهال ښځو ته چاپیریال هیڅ دې ته ندی برابر چې دا بشپړه روغتیا تر لاسه کړي.

د هغې په وینا:«نه سپورټ لپاره چیرې تلی شو، نه تفریح لپاره ان اوس چې له حجاب سره وځو هم د نیول کېدو له ډار سره مخ یو نو بیخي له کوره نه وځو او دغه زندان کې ناست یو.»

ډاکټره رضوانه رحیمي افغانستان کې د رواني خدمتونو په برخه کې وایي چې په دغه هېواد کۍ رواني درملنې ته د خلکو لاسرسی ډېر محدود دی او د رواني متخصصینو کمښت او د رواني روغتیایی مرکزونو محدود شمیر دغې برخه کې د خلکو په ځانګړي توګه ښځو لپاره لاسرسی لا ستونزمن کړی.

نړۍوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو شته بندیزونه لري کړي خو طالبان ادعا کوي چې ښځو ته یې «د شریعت تر سیوري» حقوق او ازادي ورکړې.

د روغتیا نړۍوال سازمان شمېرې ښیي، چې هر کال په نړۍ کې ۲۰ مېلیونه کسان د ځان وژنې هڅه کوي. دغه سازمان وايي، ځان وژنه که څه هم یوه نړۍواله پدیده؛ خو تر نږدې اتیا سلنو پورې یې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې پېښېږي.

افغانستان کې هم دې وروستیو کې د ځان وژنې راپورنه ډیر شوي دي دې وروستیو میاشتو کې له بیلابیلو ولایتونو څخه د ځان وژنې په هکله لږ تر لږه په څو اونیو کې د یوې پیښې خبر اوریدل کیږي.

روانه میاشت په ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ویډېو کې یو ځوان ښکاريده چې د یو ټانکر د ټایر لاندې ځان غورځوي او ځان وژنه کوي.

فرانس۲۴ په یوه تازه راپور کې وايي، په افغانستان کې د ښځو د ځان‌وژنې پېښې د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې دي. د دغه راپور له مخې، په هرو ۱۲ تر ۲۴ ساعتونو کې د یوې ښځې د ځان‌وژنې راپور ورکول کېږي.

د روان کال وږي په ۶مه، د هلمند د سنګین ولسوالۍ په یو روغتیايي مرکز کې یوې قابلې له دندې څخه د ګوښه کېدو وروسته د زهرو ګولۍ خوړلي وې او ځان وژنه یې کړې وه.

همداراز په همدې ورځ یو بل ځوان په ننګرهار کې یو ځوان بهر ته د تګ لپاره د کورنۍ له خوا د پیسو د نه ورکړې وروسته ځان وژلی و.

د همدې میاشتې په ۳۰ مه، هم د فراه ښار د درېیمې حوزې په سیمه کې یو کس لومړی زهرجن توکي خوړلي و او وروسته یې ځان زندۍ کړی و.

فرانس۲۴ وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد بلل شوی چې د ښځو د ځان‌وژنې شمېر پکې د نارینه‌وو په پرتله لوړ ښودل شوی او په دغو پېښو کې ځینې نجونې یوازې ۱۱ یا ۱۲ کلنې دي.

روغتیايي کارپوهان وایي، ځان‌وژنه یوه پېچلې پدیده ده چې د ګڼو رواني، ټولنیزو او اقتصادي عواملو د یوځای کېدو له امله رامنځته کېدای شي. کله ناکله، هغه کسان چې له سختو رواني فشارونو سره مخ وي او د خپلو ستونزو د حل لپاره بله لاره نه ویني، د ځان‌وژنې له فکرونو سره مخ کېدای شي.

په افغانستان کې هم بېوزلي، رواني ستونزې، کورنی تاوتریخوالی، ټولنیز فشارونه او ځینې ناسم دودونه د هغو عواملو له ډلې کېدای شي چې د خلکو پر رواني روغتیا منفي اغېز کوي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د افغانستان برخې مشر ډاکټر اېډوېن سېنېزا سالوادو شنبه( د تلې۱۸مه) د رواني روغتیا نړۍوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې د رواني روغتیا د ښه‌والي په برخه کې یوازې نه دي او ټینګار یې کړی چې د خلکو د کیسو اورېدل، پاملرنه او ګډ ملاتړ مهم دي.

یاد سازمان په خپاره کړي پیغام کې ویلي: «هره کیسه د اورېدل کېدو وړ ده.» او افغانانو ته یې ژه خطاب ویلي چې: «تاسو یوازې نه یاست.» د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې خلک باید د رواني هوساینې لپاره د یو بل خبرو ته غوږ ونیسي، پاملرنه وکړي او په ګډه ودرېږي.

هر کال د اکټوبر لسمه د د رواني روغتیا د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې د نمانځلو موخه د رواني روغتیا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول، د رواني ستونزو په اړه د ناسم ټولنیز قضاوت مخنیوی او رواني روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر اړتیا ټینګار دی.

په افغانستان کې د لسیزو جګړو، ناامنۍ، بېوزلۍ، بې‌ځایه کېدو او ټولنیزو محدودیتونو، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو د طالبانو لخوا د محدودیتونو له امله، د خلکو رواني روغتیا له ګڼو ننګونو سره مخ ده. له همدې امله، د رواني روغتیا اهمیت ته پاملرنه، د اغېزمنو کسانو ملاتړ او رواني روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برابرول مهم شمیرل کیږي.