• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوايي ځواک د پياوړتيا لپاره د طالبانو هڅې او د پيلوټانو د روزنې ادعا

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۶ GMT+۰

د طالبانو ملي دفاع وزارت د جمعې په ورځ د (لړم په ۱۹مه) له هوایي ځواک څخه د ۲۴ کسانو د پیلوټۍ له نظري زده‌کړو وروسته د فارغېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځواکونه به د پیلوټانو د عملي کارونو د زده‌کړې لپاره هم وپېژندل شي او په ټینګ هوډ سره به تمرینونه ترسره کړي.

د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، د دغې ډلې پیلوټان به د افغانستان له اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع وکړي.

تراوسه څرګنده نه ده، چې طالبان په کومو امکاناتو د خپلو ځواکونو لپاره د پیلوټانو د روزنې کورسونه پیل کړي او غواړي، چې په دې توګه خپلو هوايي ځواکونو کې د کارکوونکو شمېر زیات کړي.

د طالبانو په هوايي ځواک کې تر ډېره روسي چورلکې کارول کېږي او د دغو چورلکو شمېر هم ډېر کم دی.

دغه چورلکې ډېری یې د ولایتونو په سفرونو کې د لوړپوړو طالب چارواکو د لېږدولو لپاره کارول کېږی.

د یو شمېر راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړیو میاشتو پرتله اوس د هلیکوپټرو الوتنې کمې شوې دي، ځکه طالبان فني هوایي کارکوونکي نه لري.

په افغانستان کې د جمهوريت له ړنګېدو وروسته د هېواد امنیتي، دفاعي او استخباراتي جوړښتونه له بشپړ سقوط سره مخامخ شول او د دغه هېواد د هوايي ځواک د تخنیکي کارکوونکو یوه لویه برخه د امریکا په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته پناه یوړه.

طالبانو څو ځلې ادعا وکړه، چې یو شمېر پیلوټان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او د طالبانو له هوايي ځواک سره یوځای شوي هم دي.

کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د افغان هوايي ځواک لسګونه پیلوټان له ۵۶ الوتکو او پوځي چورلکو سره ازبکستان او تاجکستان ته وتښتېدل.

سره له دې چې طالبانو په وار، وار له تاجکستان او ازبکستان څخه د دغو چورلکو او الوتکو د بېرته راګرځولو غوښتنه کړې؛ خو دغو هېوادونو طالبانو ته د پخواني افغان حکومت د چورلکو او الوتکو له ورکولو ډډه کړې ده.

د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال طالبانو ته په هوايي بریدونو کې درانه زیانونه اوښتي او دا ډله اوس غواړي خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي.

ډېر لیدل شوي

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي
۱

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۴

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۵

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی