• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې ولسمشر: اسراییل باید پر غزې د ښځو او ماشومانو بمباري بنده کړي

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۷ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر ویلي، چې اسراییل باید سمدلاسه په غزه کې د ښځو او ماشومانو وژنه ودروي او پر دوی بمباري د توجیه وړ نه ده. امانوېل مکرون د جمعې په ورځ له بي‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې اوربند د اسراییل په ګټه دی.

ښاغلي مکرون په دې مرکه کې وویل، اسراییل حق لري چې له ځانه دفاع وکړي؛ خو ټینګار یې وکړ:« موږ له اسراییل غواړو، چې سمدستي په غزه بمباري بنده کړي.»

نوموړي زیاته کړه، چې فرانسې د حماس «ترهګریزې» کړنې «په ښکاره ډول غندلې» دي.

فرانسه د اسراییل او ځینو لویدیځو هېوادونو په څېر، د حماس فلسطیني ډله «ترهګره» ډله ګڼي.

د فرانسې ولسمشر دغه موضوع د غزې د جګړې په اړه د پاریس د سولې د کنفرانس په ترڅ کې یاده کړه.

د هغه په وينا، په دې غونډه کې ټولو حکومتونو او ادارو په روښانه توګه وويل چې په جګړه کې له بشري وقفې او له اوربند پرته بله لار نه شته.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، ښاغلي مکرون وویل:« ماشومان، ښځې او بوډاګان په بمونو الوزول کېږي او وژل کېږي. د دې لپاره هیڅ دلیل یا مشروعیت نه شته؛ نو له همدې امله موږ له اسراییل غواړو، چې پر هغوی بمبارۍ بندې شي.»

امانوېل مکرون زیاته کړه، دی په داسې دریځ کې نه دی چې ووایي د غزې په جګړه کې نړۍوال قوانین تر پښو لاندې شوي.

په غزه کې د اسراییل هوايي، ځمکني او سمندري عملیات تر هغه وروسته پیل شول، چې د (تلې په ۱۵مه) د حماس له‌خوا د اسراییل پر سویلي سیمو بریدونه وشول.

د اسراییل پوځ وايي، له هغه وخت راهیسې یې په غزه کې تر ۱۵۰۰۰ ډېر هدفونه بمبار کړي دي.

په همدې حال کې په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې تر یوولس زرو زیات کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د ملکي تلفاتو زیاتوالي په نړۍواله کچه پراخې نیوکې راپارولې دي.

له دې سره د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، اوربند به تر هغه وخته نه عملي کېږي چې د حماس له‌خوا ٢٤٠ اسراييلي برمته شوي خوشې شوي نه وي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي