ګالپ: په افغانستان کې د ښځو لپاره ازادي له منځه تللې، کړاوونه پاتې دي

د ګالپ په یوه تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان دننه او همدارنګه د سلګونو زرو هغو کډوالو مېرمنو او نجونو لپاره چې پاکستان ته کډه شوي او اوس‌مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ستنېدو ته اړې شوي، وضعیت تریخ دی.