• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت: زیانمنونکي افغانان باید له پاکستانه و نه اېستل شي

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه د افغان کډوالو په اېستلو اندېښنه څرګنده کړه. دغه وزارت د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼې له پاکستانه په لویه کچه د افغان کډوالو د اېستلو او د بشري اغېزو د ناوړه پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ناروې همداراز د پاکستان له حکومته غواړي چې، زیانمنونکو افغان کډوالو ته دې د پېژندلو او ساتنې یو اغېزمن مېکانیزم جوړ کړي.

د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر په پراخه کچه روان دی.

سره له دې چې د ستنېدونکو کډوالو کره شمېره روښانه نه ده؛ خو هره ورځ په زرګونه افغانان هېواد ته ستنېږي.

د کندهار ولایت د رسنیو مرکز یوازې تېره ورځ د سپین بولدک له لاري د ۳۹۷۰ افغان کډوال د ستنېدو خبر ورکړ.

د یادولو ده، چې د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په خپلو وروستیو ویناوو کې ویلي چې، له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو د بهیر له بشپړولو وروسته به د هغو افغان کډوالو د اېستلو بهیر هم پیل کړي، چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

ډېر لیدل شوي

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي
۱

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۴

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۵

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی