د امریکا د سرشمېرنې اداره: د تېرې سپټمبر په ۲۶ نېټه د نړۍ نفوس له اتو میلیاردو واوښت

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۱

د امریکا د سرشمېرنې اداره وايي، چې د روان کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د نړۍ د نفوسو شمېر له اتو میلیاردو واوښت.

دغې ادارې ویلي، چې که څه هم د زېږون کچه کمه شوې؛ خو په ورته وخت کې په اوسط عمر کې زیاتوالی راغلی دی.

د سرشمېرنې دغې ادارې ویلي، چې د نړۍ د نفوسو د زیاتېدو پروسه که څه هم سسته شوې؛ خو بیا هم مخ پر ودې ده.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د اته میلیارده نفوس خبر ورکړی و؛ خو وروسته له یو کاله د امریکا د سرشمېرنې دارې د اتو میلیاردو انسانانو د موجودیت د خبر پخلی کړی دی.

د نړۍ د نفوسو په اړه د څېړنو او څارنې ادارې بیا پر خپلې ویب پاڼې نن ورځ د نړۍ د نفوسو شمېر ۸۰۴۵۳۱۱۴۴۷ ښودلی دی او په دې شمېر کې د انسانانو مرګ او زېږېدو ته په کتو د هرې ثانیې په تېرېدو سره زیاتوالی او کموالی راځي.

دا مهال هندوستان، چین، امریکا او انډونیزیا په ترتیب سره د نړۍ د ډېرو نفوسو درلودونکي هېوادونه دي.

نور خبرونه

رادیو