پاکستان کې سږ کال د پولیو پنځمه پېښه هم ثبت شوه

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۱

د پاکستان د روغتیا وزارت وايي؛ د دغه هېواد د سند صوبې په کراچۍ ښار کې یو دوه نیم کلن ماشوم پولیو اخته شوی دی.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې؛ دا په روان کال کې د پولیو پنځمه پېښه ده چې په پاکستان کې ثبتېږي.

د ایکسپرېس ټریبیون د یکشنبې ورځې د راپور له مخې؛ تر دې مخکې څلورمه پېښه هم کراچۍ کې ثبت شوې وه.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې ماشومان په پولیو اخته کېږي.

د واکسین پر اهمیت د خلکو نه پوهاوی او په لېرې پرتو سیمو کې د وسلوالو تاوتریخوالی هغه لاملونه دي چې لا هم په دواړو هېوادونو کې ماشومان په پولیو اخته کېږي.

نور خبرونه

رادیو