• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې سرحدي چارواکي وايي د رفح لاره به د یکشنبې په ورځ خلاصه شي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د غزې سرحدي چارواکي وايي، د رفح لاره به نن یکشنبه (د لړم ۲۱مه) بېرته پرانېستل شي. چارواکو ویلي و چې، د رفح لاره به په سیمه ییز وخت د سهار په نهو بجو په غزه کې د بهرنیو وګړو، د هغوی د خپلوانو او روغتیایي کارکوونکو پر مخ پرانېستل شي.

رفح غزې ته د ننوتلو یوازینۍ لاره ده چې د اسراییل لخوا نه مهاریږي او د بشري مرستو د لیږلو او د ناروغانو د اېستلو له پاره خورا مهمه ده.

مصري سرچینو ویلي چې، له دغې لارې څخه د بهرنیانو او فلسطینیانو چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري، د جمعې په ورځ د اېستلو بهیر وځنډول شو.

اوس مهال په غزه کې روغتیایي سیسټم د سقوط په درشل کې دی، د حماس او اسراییل ترمنځ نښتې د دې تړانګې په شمال کې روغتونونو ته نږدې دوام لري.

د فلسطین سرې میاشتې خبرداری ورکړی چې اسراییلي ټانکونه د غزې په تړانګه کې القدس روغتون ته نږدې شوي دي.

فلسطیني سرچینو د شنبې په ورځ د لړم په ۲۰مه خبر ورکړ چې اسراییلي پوځ د غزې په تړانګه کې درې روغتونونه کلابند کړي دي.

د دغو سرچینو په وینا، د شفاء روغتون سره اړېکه پرې شوې ده.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۴

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي