په یوه اونۍ کې درې بریدونه؛ په کاناډا کې پر یوه یهودي ښوونځي ډزې شوې دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۲

د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې په لړ کې، د یکشنبې په ورځ یوه کس د کاناډا په مونټریال کې د یهودانو په ښوونځي ډزې وکړې. په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په تېره یوه اونۍ کې دریم ښوونځی دی چې برید پرې کیږي.

رویټرز راپور ورکړی چې د یشیوا ګیدولا ښوونځي په دیوال د ګولیو نښې لیدل کیږي.

کاناډايي رسنيو د دغه هېواد د پوليسو له خولې ليکلي، چې دغه بريدونه د غزې پر تړانګې د اسرایيل له بريد وروسته له رامنځته شوې کړکېچن حالت سره تړاو لري.

د چارشنبې په ورځ (د لړم۱۷مه) د مونټریال ښار د کانکورډیا پوهنتون په انګړ کې د فلسطینیانو او اسراییل د پلویانو ترمنځ نښته وشوه، چې په پایله کې یې یو شمېر کسان ټپیان شول او پولیسو ځېنېلاریون کوونکي ونیول.

د کاناډا د ټورنټو ښار پولیسو چې د کاناډا یو ترټولو لوی او ډیر وګړ لرونکی ښار دی خبر ورکړی چې په دې ښار کې د یهودانو او مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنایتونه د تلې میاشتې ۱۵مه د حماس له خوا د اسراییل له حملې وروسته دوه برابره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو