• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسله والو کسانو په ډېره اسمعیل خان کې د تېلو او ګاز، یوه شرکت په کارکونکو برید کړی

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۲ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، نن سهار د خیبر پښتونخوا د ډېره اسمعیل خان په درازېنده سیمه کې د تېلو او ګاز د یوه شرکت په کارکونکو د بريد په پایله کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. ويل کیږي په دغه وسلوال برید کې د شرکت یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي برید هغه مهال رامنځته شوی چې د دغه شرکت کارکونکي له بازار څخه د کار سیمې ته په لاره روان و.

په سیمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له لوري د پلټنې عملیات روان دي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي د تیلو او ګاز دغه سیمه له ښاره لېرې پرته ده او وخت ناوخت د شرکت په کارکونکو بریدونه کیږي، هغه وايي: «د شرکت کسان چې کله بازار ته په خوراکي توکو او اوبو پسې را ښکته کیږي نو بیا وسله وال کسان بریدونه پرې کوي او مرګ ژوبله ور اړوي.»

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د تیلو او ګاز دغه سیمه د درازېندې په نوم یادیږي او ويل کيږي چې په دغه سیمه کې د تيلو او ګاز پراخې سرچینې شته دي، د یادې سیمې سوېل ته د بلوچستان شيراڼي، شمال ته ډېره اسمعیل خان، لوېديځ ته د پښتونخوا ټانګ او ختيځ ته يې پنجاب ایالت پروت دی.

تر اوسه پورې د برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ویل کیږي په دغه سیمه کې د ټي ټي پي اړوند د قوماندان ضرار کنډاپور به نوم وسله واله ډله فعالیت کوي. او له حکومت څخه په ورته چارو کې پنځه سلنه مالیه اخلي.

څو ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې د تيلو او ګاز شرکت په کارکونکو باندې برید شوی و چې دوه تنه پکې وژل شوي و او اووه تنه نور ټپیان شوي و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په یوه اونۍ کې درې بریدونه؛ په کاناډا کې پر یوه یهودي ښوونځي ډزې شوې دي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۰ GMT+۰

د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې په لړ کې، د یکشنبې په ورځ یوه کس د کاناډا په مونټریال کې د یهودانو په ښوونځي ډزې وکړې. په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. دا په تېره یوه اونۍ کې دریم ښوونځی دی چې برید پرې کیږي.

رویټرز راپور ورکړی چې د یشیوا ګیدولا ښوونځي په دیوال د ګولیو نښې لیدل کیږي.

کاناډايي رسنيو د دغه هېواد د پوليسو له خولې ليکلي، چې دغه بريدونه د غزې پر تړانګې د اسرایيل له بريد وروسته له رامنځته شوې کړکېچن حالت سره تړاو لري.

د چارشنبې په ورځ (د لړم۱۷مه) د مونټریال ښار د کانکورډیا پوهنتون په انګړ کې د فلسطینیانو او اسراییل د پلویانو ترمنځ نښته وشوه، چې په پایله کې یې یو شمېر کسان ټپیان شول او پولیسو ځېنېلاریون کوونکي ونیول.

د کاناډا د ټورنټو ښار پولیسو چې د کاناډا یو ترټولو لوی او ډیر وګړ لرونکی ښار دی خبر ورکړی چې په دې ښار کې د یهودانو او مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنایتونه د تلې میاشتې ۱۵مه د حماس له خوا د اسراییل له حملې وروسته دوه برابره شوي دي.

امریکا په سوریه کې د ایران اسلامي جمهوریت پر دوو مرکزونو بریدونه کړي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۶ GMT+۰

د امريکا دفاع وزير لويډ اسټین اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ په سوريه کې د ایران اسلامي جمهوریت او ورسره د تړلو ډلو دوه مرکزونه په هوايي بريدونو کې په نښه کړي دي. د سوریې د بشري حقونو څار ډله وايي، په دغو بریدونو کې څلورو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده وژل.

لویډ اسټین ویلي دي چې دا برید د امریکا د ولسمشر جوبایډن په حکم شوی و.

د نوموړي په وينا، د بريد موخه د ابو کمال ښار ته څېرمه يو تعليمي مرکز او د ميادين ښار ته څېرمه يو خوندي کور و.

د امریکا د دفاع وزیر وویل: «ولسمشر د امریکایي ځواکونو له امنیت څخه لوړ لومړیتوب نه لري.»

هغه ټینګار وکړ: دا اقدام د دې له پاره شوی چې «دا روښانه کړي چې امریکا له ځان، خپلو ځواکونو او ګټو څخه دفاع کوي.»

رویټرز د سیمه ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې، یو برید د دیر الزور ښار د ابو کمال په لویدیځ کې په یوه سیمه کې د ایران اسلامي جمهوریت سره د تړلو وسله والو ډلو یو کمپ په نښه کړ.

بل برید د عراق پولې ته څېرمه د میادین ښار ته نږدې پله سره د ایران په حکومت پورې د تړلو ملیشو پر مرکز شوی دی.

دا په دې میاشت کې دریم برید دی چې امریکا هڅه کوي په سوریه او عراق کې د خپلو ځواکونو پروړاندې د ډرون او توغندیو بریدونو ځواب ورکړي چې د اسراییل او حماس تر منځ له جګړې وروسته پیل شوي.

د ایران د حکومت په ملاتړ سره په دې وروستیو اونیو کې د امریکايي ځواکونو او پر متحدینو یې لږ تر لږه ۴۰ځله په عراق او سوریه کې بریدونه شوي چې کابو ۴۵ امریکايي پوځیانو ته دماغي زیان اوښتی او یا هم برسیرن ژوبل شوي دي.

امریکا په سوریه کې ۹۰۰ او په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې د داعش د بیا راپورته کیدو د مخنیوي لپاره سیمه ییزو ځواکونو ته د پوځي مشورې او مرستې دنده په غاړه لري.

په سوریه کې د اسلامي جمهوریت ډلې پرضد د یکشنبې په ماښام د امریکا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پراخیدو او په سیمه کې د یوې بشپړې جګړې د بدلیدو په اړه اندېښنې د کړکیچ د زیاتیدو له امله دوام لري.

د پولیسو له لوري د چمن پرلت ته د احتمالي امنیتي ګواښ له امله د پای ته رسېدو خبرداری

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۸ GMT+۰

د چمن ځایي حکومتي چارواکو هغو پرلت وهونکو ته د امنیتي ګواښ په اړه لیکلی خبرداری لیږلی چې له تېرو ۲۳ ورځو راهیسې يې د سپین بولدک - چمن په دروازه د پاسپورټ او ویزې د حتمي کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی.

خو پرلت وهونکي دا یوازې د پرلت ختمېدو ته پلمه بولي او وايي د پاکستان حکومت له لوري د پرلت ختمولو هیڅ ګواښ او زور ته نه تسلیمیږي.

د چمن ځايي امنیتي کسانو تېره ورځ پرلت ته یو لیکلی مکتوب لیږلی او پکې لیکلي یې دي چې، «د څو هیوادونو له لوري پر پرلت د بریدونو هڅې کیږي، تاسو په یو ازاده فضا کې یاست ستاسو امنیت نیول ستونزمن دی، یا مو پرلت پای ته ورسوئ او یایې سرپټي ځای ته ولیږدوئ چې امنیت نیول يې آسانه شي او که دلته هره پیښه رامنځته شي مسولیت به یې د پرلت وهونکو پر غاړه وي.»

پرلت وهوونکو د چمن د ځایي امنیتي چارواکو له لوري یاد مکتوب ته سخت غبرګون ښودلی دی او وايي د پاکستان حکومت له لوري د دې پر ځای چې غوښتنې یې ومنل شي د پرلت د پای ته رسېدو هڅې کیږي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي:«موږ د دوی د مرمیو او ټانګونو پروا نه لرو نو موږ به د دوی د دا ډول مکتوبونو څه پروا ولرو؟ چې ټول دلته وژل کیږو موږ نه پرلت ختموو او نه یې ختمولای سو او نه یې هم څوک راباندې ختمولای شي. چې زموږ ولسونه بیکاره او بې روزګاره کیږي زموږ د قبایلي سیمې د تګ راتګ مخنیوی کیږي موږ چاته اجازه نه ورکوو موږ د خپل حق ترلاسه کولو له پاره خپل پرلت ته دوام ورکوو.»

د لغړي اتحاد یو بل غړی امیر محمد او د پرلت تنظیمونکی وايي: «چاودنه خو بل څوک نه کوي خپله یې همدا د پاکستان پوځیان کوي، په موږ څوک کار نه لري او نه هم بل څوک راباندې برید کوي. که موږ ته داسې کوم زیان واوښت زموږ مسولیت د همدې پاکستاني پوځیانو په غاړه دی.»

د پاکستان حکومت د پرلت په ۲۳مه ورځ د یو مکتوب په لیږلو سره خپل دريځ څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې د امنیتي ګواښ له امله باید پرلت نور پای ته ورسیږي.

نن د دوشنبې ورځ د (لړم ۲۲مه) هم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ په غبرګون کې پرلت روان دی.

بلومبرګ: د حماس پر وړاندې د اسراییل جګړه د ورځې شاوخوا ۲۶۰ میلیون ډالر لګښت لري

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۷ GMT+۰

بلومبرګ راپور ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د حماس پر ضد د اسراییل پوځي عملیات د ورځې شاوخوا ۲۶۰ میلیون ډالر لګښت لري. د دې رسنۍ په وینا، د غزې په جګړه کې اسراییل ته له لومړنیو اټکلونو زیات زیان اوښتی دی.

بلومبرګ په دې راپور کې چې د یکشنبې په ورځ (د لړم ٢١مه) خپور شو، لیکلي چې د حماس پر ضد د اسراییل د جګړې لګښت د اسراییلي حکومت پر بودجه اغېز کړی او د بودجې کسر د تېر کال په پرتله اوه برابره زیات شوی دی.

تر دې مخکې د اسراییل اقتصادي ورځپاڼې کیلکالست د اسراییل له پاره د غزې د جګړې لګښت شاوخوا ۵۱ میلیارډه ډالره اټکل کړی و.

دغې ورځپاڼې لیکلي چې دا اټکل د یوې داسې جګړې له پاره دی چې د ۸ او ۱۲ میاشتو ترمنځ به دوام وکړي او د لبنان د حزب الله، ایران او د یمن د حوثي یاغیانو له ګډون پرته به د غزې تړانګه پورې محدود وي.

وروسته له هغه چې حماس د تلې میاشتې په ۱۵مه پر دغه هیواد برید وکړ، اسراییل خپل هوايي، سمندري او ځمکني بریدونه پیل کړل او لا هم دوام لري.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په وار وار ټینګار کړی چې د حماس تر بشپړې تباهۍ پورې به جګړه روانه وي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه له ۱۱ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

اروپايي ټولنې د غزې په نښتو کې له اسراییل د 'زغم' او ولسي خونديتوب غوښتنه وکړه

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۹ GMT+۰

د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بورل د یکشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د جګړې د "سملاسي درېدو" غوښتنه وکړه چې د روغتون ناروغان خوندي ځایونو ته ولیږدول شي. هغه پر اسراییل غږ وکړ چې پر غزې په خپلو بریدونو کې له "بشپړ زغم" څخه کار واخلي او د ولسي وګړو ژوند خوندي کړي.

بورل د یکشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «اوسنیو جګړو په غزه کې روغتونونه سخت زیانمن کړي او ولسي وګړو او روغتیایي کارکوونکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.»

سربېره پر دې، ښاغلي بورل په غزه کې د بشري ناورین د ژوریدو په اړه د اروپایي اتحادیې اندېښنه څرګنده کړه او بشري مرستو ته یې د غزې د خلکو په دوامداره، چټک او آزاد لاسرسي ټینګار وکړ.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې د حماس له خوا له روغتونونو او ولسي وګړو څخه د انساني سپر په توګه کار اخیستل غندل شوي او ټینګار شوی چې ولسي وګړو ته باید د جګړې له سیمې د وتلو اجازه ورکړل شي.

تر دې مخکې حماس د اسراییل ورته تورونه رد کړي وو او له ملګرو ملتونو یې د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې وه.

د اسراییل هوايي بریدونو په پراخه کچه د امبولانس او روغتون په ګډون ولسي بنسټونه په نښه کړي دي.

اسراییلي چارواکي ادعا کوي چې حماس له روغتیایي مرکزونو او امبولانسونو څخه د پوځي موخو له پاره کار اخلي.

اروپايي ټولنې د روغتونونو، روغتیایي وسایلو او د روغتونونو دننه د ولسي وګړو د ساتنې له پاره د نړیوال بشردوستانه قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.