• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، چې د انساني قاچاق د مخنیوی لپاره یې هلې ځلې زیاتې کړې دي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې تر ۳۰ پورې کسان د انساني قاچاق په تور نیولي او قانون ته یې سپارلي دي؛ خو دا یې نه دي ویلي چې له دغو نیول شویو کسانو څخه یې څه وړ اعترافونه اخیستي دي.

له هغه مهاله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي، د انساني قاچاق کوونکو بازارونه تاوده شوي او ګڼ افغانان په تېره بیا ځوان کول غواړي له دغه هېواده پښې سپکې کړي او اروپا ته په مرګونو لارو د تګ له پاره زړه ښه کړي.

د د ې تر څنګ یو شمېر خلک د قاچاق کوونکو له لوري د دوی د کورنۍ د غړو او خپلوانو د ربړونې او یرغمل کېدو شکایت هم کوي.

د راپورونه له مخې ایران، ترکیې او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته د انسانانو قاچاق کوونکي افغانان په لارو ربړوي، پیسې یې لوټوي او د یرغملولو وروسته یې له کورنیو د پیسو غوښتنه کوي.
تر ډېره په قاچاقي لارو تګ د افغانانو له پاره له مرګونو پېښو سره هم مل وي؛ خو دوی وايي چې په هېواد کې وزګارتیا او نا روښانه برخلیک دوی دې ته اړ ایستي چې پر دغو لارو تګ ته زړه ښه کړي.
دغه ځوانان تر ډېره د نیمروز ولایت څخه په قاچاقي لارو ایران ته اوړي او بیا له هغه ځایه ترکیې او وروسته د اوبو له لارې اروپايي هېوادونو ته مخه کوي.
داسې راپورونه هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، چې د ایران سره په پوله په نیمروز ولایت کې طالبان له هغو موټرو پیسې اخلي چې افغانان په قاچاقي ډول ایران ته لېږدوي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي