• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بدخشان کې د غرنیزو طبي بوټو قاچاق او پر چاپېریال یې ناوړه اغېزې

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۴ GMT+۰

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د کرنې په اداره کې یوه سرچینه وايي، په خلاص مټ د اېله رنګ بوټي د رېبلو له امله چاپېریال سخت اغېزمن شوی دی.

دغه سرچېنه زیاتوي، سره له دې چې د بدخشان ادارې تر ډېره هڅه کړې چې د دغه بوټي د رېبلو مخه ونیسي؛ خو په وینا یې چې په ډېرو لرو پرتو او غرنیو سیمو کې د دغه بوټي د رېبلو مخنیوی ناشونی دی.

اېله رنګ هغه طبي بوټی دی، چې د بدخشان په غرونو کې پرېمانه پیدا کېږي او ترېنه د طبي دارو درملو په جوړولو کې ګټه اخېستل کېږي.
تر ډېره ولسي خلک د دغه بوټي پر ګټو نه دي خبر او په ډېرو لږو پېسو یې پر سوداګرو پلوري او له هېواده په خلاص مټ اېستل کېږي.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د وزګارتیا او تنګ‌لاسۍ له امله خلکو د دغه بوټي رېبلو ته مخه کړې او هر کس چې د ورځې دوه منه ورېبي؛ نو شاوخوا تر ۱۰۰۰ افغانیو عاید تر لاسه کوي.
تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې ټولو ولایتونو ته خبرداری ورکړی و، چې د طبي بوټو له رېبلو او د وحشي ځناورو او څارویو له ښکار کولو دې ډډه وکړي؛ خو تر کومه ځایه چې رپوټونه ورکړل شوي د دوی دغه غوښتنې تر ډېره د خلکو له‌خوا جدي نه دي نیول شوي.
د بدخشان ولایت د زراعت په ریاست کې یو تن کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ولایت کې د اېله رنګ بوټي مخ په ورکېدو دي او سوداګر یو شمېر خلک هڅوي او په ډېره لږه بیه یې ترینه پلوري، د دغې سرچېنې په وینا که د دغه بوټي د قاچاق مخه و نه نیوله شي؛ نو کېدای شي د غره نورو بوټو او چاپېریال ته نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
دغه بوټی د بدخشان په خاش، جرم، یګمان، کران او منجان ولسوالیو کې ډېر شین کېږي.
د یو شمېر کارپوهانو په وینا، که د دغه بوټي د رېبلو مخه و نه نیول شي؛ نو د چاپېریالي ککړتیا تر څنګ، د سېلابونو راوتلو او غرونو ښویېدنې پېښې هم زیاتېدلای شي.

دغو کارپوهانو دا رنګه ویلي، په روان کال کې دوه ځله دغه ولایت ته د شمالي ولایتونو د خاورو او دوړو څپه راورسېده چې سبب یې د شنو ساحو له منځه وړل، د ځنګلونو او بوټو قطع کول دي.
تر دې وړاندې د کندز په ولایت کې هم خلکو د خوږولې (شیرین بویه) بوټي رېبلي وو، چې وروسته د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو پرېمانه ځمکې پر امو سېند لاهو شوې، هغه مهال هم د کرنې د برخې کارپوهانو ویلي وو، خوږولې هغه بوټی دی چې ځمکې ته د اړم حیثیت لري او د ځمکې رېښې مضبوطې ساتي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د چمن په پرلت کې له ګډون وروسته، پاکستاني پولیسو علي وزیر نیولی

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د پخوانۍ قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو له‌خوا نیول شوی. علي وزیر په داسې مهال نیول شوی، چې د چمن له پرلت څخه د ستنېدو په حال کې و.

علي وزیر تېره ورځ د چمن په پرلت کې ګډون کړی و او په دغه پرلت کې د وینا پر مهال یې پر پاکستاني حکومت توندې نیوکې وکړې.

هغه وویل: «همدا پاکستان دی، چې افغانستان او پښتانه يې د مذهب په نوم تباه کړي دي.»

هغه د پاګستان د حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې له دې وروسته به د چمن له لارې په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ کېږي وویل:« پر سپین بولدک ـ چمن دروازه پاسپورټ نه منو او له افغان وطن څخه د پښتنو په زور اېستل او د هغوی کاروبار یرغمل کول د منلو نه دي.»

په دغه پرلت کې تر ګډون وروسته علي وزیر د درابن په سیمه کې د پولیسو له‌خوا نیول شوي دی.

د پاکستان پولیسو لا د هغه د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.

د بلوچستان پولیسو درې ورځې وړاندې په دغه پرلت کې د پخوانۍ قامي اسمبلۍ غړی او د ملي ډیموکراټیک ګوند مشر محسن داوړ د ګډون مخه هم نیولې وه او بېرته یې اسلام اباد ته ستون کړی و.

د محسن داوړ ترڅنګ د بلوچستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړو مخه هم نیولې وه، چې غوښتل یې په دغه پرلت کې ګډون وکړي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ځینو ګونډونو مشران او غړي د چمن پرلت کې د ګډونو کولو له امله نئربند کړي هم دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ويلي، چې علي وزير د پوليسو له‌خوا نامعلومه ځای ته لېږدول شوى دى.

علي وزیر تر دې وړاندې هم په ځلونو د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوی و او یوه موده یې په زندان کې هم تېره کړې ده.

افغانستان ته ستانه شوي کډوال او د هغوی لالهاندي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۳ GMT+۰

هغه کډوال چې په دې وروستیو کې افغانستان ته ستانه شوي وايي، چې له یوې خوا خپلې بې‌کارۍ او وزګارتیا ته هک حیران دي او له بله پلوه د ژمي سړو سېلیو پکو کړي دي.

دغه کډوال چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې کلونه، کلونه تېر کړي او کاري زمېنې ورته برابرې وې، اوس د ننه په هېواد کې د کار مېندلو په لټه کې دي.
د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ ته ستون شوی کډوال محمد زبیر وايي، شاوخوا درې لسیزې یې د پاکستان په پنجاب کې خواري مزدوري کوله، اوس چې هېواد ته راستون شوی نه پوهېږي خپل ژوند له کومه پیل کړي؟ هغه افغانستان انټرنشنل ته د ټیلیفون په لیکه وویل:« دا منم چې دمګړۍ زموږ سره یوه اندازه مرستې وشوې؛ خو دغه مرستې تر پایه نه شته، کېدای شي زموږ یوه یا دوه میاشتې پرې تېرې شي، دا چې وروسته بیا څنګه کېږي په دې نه پوهیږو، ځکه موږ هلته کار کسب کاوه دا مالومه نه ده چې دلته به هم ما او زما بجو ته هغه شان مزدوریانې پیدا شي که نه؟»
تر ډېره د ستنو شویو کډوالو سره نړۍوالو بنسټونو او په کور د ننه یو شمېر مرستندویه ټولنو او ملي سوداګرو مرستې کړي؛ خو دغه مرستې لنډ مهاله دي، له بلې خوا د افغانستان په ډېرو برخو کې ژمی سخت وي او ستانه شوي کډوال یې سر له اوسه اندېښمن کړي دي.
جعفر هغه بل ستون شوی کدوال دی، چې دمګړۍ په کابل کې مېشت شوی، هغه که له یوې خوا د خپل بد روزګاره سر ټکوي له بله پلوه د ماشومانو زده‌کړو او تعلیم هم اندېښمن کړی دی.

هغه وايي:« هلته مو ژوند هم سخت و؛ خو د بچیانو تعلیم ته مې خوشاله وم، سره له دې چې دلته هم تعلیم شته، خو د لوڼو تعلیم مې نیمګړی پاتې کیږي، بله دا چې زما بچیانو تر اوسه افغانستان نه و لیدلی، اوس چې خپل هېواد ته راغلي هر څه ورته نوي ښکاري، زه نه پوهېږم چې دوی به کله د دغه ژوند سره روږدي شي، دوی د کابل ژمی کله نه و لیدلای.»
د ستنو شویو کډوالو په منځ کې بیا داسې کسان هم شته چې له مهاجرته په خپل هېواد کې ژوند تېرول ورته غوره برېښي، محمد نصیر چې شاوخوا اویا کلن دی وايي:« کله چې د پاکستاني پولیسو زور زیاتی را په یاد شي، نو په خپل وطن کې پر اوسېدلو خوشاله شم.»
محمد نصیر وړاندې وویل:« له خواریو او ذلته د عزت ژوند غوره دی، دلته مې خپل هېواد دی نه څوک را ته ویلای شي چې پاسپورت، تذکره او یا کارت دې راکړه، نه مې څوک رټلای شي او نه مې سپکولای شي. زه په خپل وطن کې خوشاله یم او ویاړم چې هېواد ته راستون شوی یم، کومې ستونزې چې راتر غاړې دي، هیله من یم چې هغه به هم د وخت په تېرېدو سره هوارې شي.»
خو یو شمېر نړۍوال بنسټونه له پاکستانه د مېلیونونو افغان کډوالو د په زوره اېستو له روان بهیر سره په افغانستان کې د دغو کډوالو د جذب او راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

دوی وايي، چې د مېلیونونو کډوالو په زور ستنول به وضعیت نور هم کړکېچن کړي.
ځکه پاکستان وار د مخه ویلي، چې شاوخوا یو عشاریه اوه مېلیونه افغانان چې د دوی په وینا اسناد نه لري له دغه هېواده باسي.

داسې هم ویل شوي، چې په بل پړاو کې به اسناد لرونکي کډوال هم اېستل کېږي چې ښايي شمېر یې تر څلورو مېلیونو هم لوړ شي. ښايي وضعیت ورسره لا کړکېچن شي، په داسې حال کې چې نړيوالو لا له وړاندې راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې تر ۲۰ مېلیونو پورې خلک نه پوهېږي د راتلونکي وخت ډوډۍ له کومه کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت د دوشنبې په ورځ ( د لړم ۲۲مه ) پر ایکس ټولنیزه شبکه یو یادښت خپور کړی او لیکلي یې دي، چې دغه پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره لیدنه کړې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت یوه ویډیو هم خپره کړې، چې پکې د طالبانو پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو پر حل خبرې کوي.

تمه کیږي سبا به د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی درې اړخیزه غونډه کې د کډون ترڅنګ په کراچۍ بند کې د افغان سوداګرو د توکو بار کانټرونونو د خوشې کېدو پر ستونزو د حل لپاره هم پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.

پاکستان ته د طالبانو د استازو سفر په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو په شړلو د طالب چارواکو له نیوکو سره مخ شوی دی.

د ترکیې پولیسو د یوه افغان کډوال د جسد د سوځولو په تور دوه تنه نیولي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۵ GMT+۰

ترکي رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د ترکیې د زونګولدک په ښار کې د ډبرو سکرو په کان کې یو افغان کډوال مړ شوی او د کار څښتن یې جسد یو ځنګل ته انتقال کړی او اور ورته اچولی دی. د ترکيې پوليسو د دې پېښې په تړاو دوه کسان نيولي دي.

د ترکیې پولیسو اعلان وکړ، چې له شپږو شکمنو کسانو څخه یې دوه چې د کان څښتنان دي، د قتل په تور نیولي دي.

د ۵۰ کلن وزیر محمد مړی د لړم په ۱۹مه د زونګولدک ښار په یوه ځنګله کې د مسافرو له خوا وموندل شو.

هغه د ډبرو سکرو په یوه ناقانونه کان کې کار کاوه.

تورنو اعتراف کړی، چې وزیر محمد په کار کې ناروغ شو او هملته ومړ.

دوی ویلي، چې د موضوع د پټولو په خاطر یې جسد سوځولی دی.

د دغه ښار د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه افغان کډوال په پټرولو سره سوخېدلی دی.

د پاکستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي: موقت حکومت د کډوالو د شړلو د پرېکړې واک نه لري

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د پاکستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د پاکستان پر موقت حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د ایستلو مساله دې راتلونکي انتخابي حکومت ته پرېږدي او د کډوالو د ایستلو لړۍ دې ژر تر ژره ودروي. دوی ویلي، چې دا حکومت د کډوالو د ایستلو د پرېکړې واک نه لري.

د پاکستان دولتي رسنیو د پاکستان د مشرانو جرګې(سېنېټ) د یو شمېر غړو په حواله ویلي، چې دوی د پاکستان سترې محکمې ته یو لیک استولی او پکې ویل شوي، چې د پاکستان موقت حکومت یوازې د ټاکنو او د پاکستان د ورځینو چارو د سمبالولو دنده پر غاړه لري او دغه حکومت د کډوالو د ایستلو د پرېکړې حق نه لري.

د مشرانو جرګې یوه غړي مشتاق احمد خان د مشرانو جرګې په غونډه کې ویلي، چې پخوا پاکستان افغانان د شوروي اتحاد پر وړاندې د خپلې دفاع ډال ګاڼه؛ مګر اوس یې په زوره له پاکستانه شړي.

بل خوا د مشرانو جرګې په غونډه کې طاهر بزنجو هم ورته څرګندونې کړي او ویلي یې دي، چې پاکستاني پولیس د قانوني او بې قانونه کډوالو تر منځ توپیر نه کوي او د ټولو پر وړاندې یو ډول ناوړه چلند کوي.

نوموړي زیاته کړې، که چېرې د پاکستان حکومت د ناامنۍ په برخه کې پر طالبانو نیوکه لري؛ نو اړتیا ده چې له طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني؛ مګر هڅه دې نه کوي چې بدل یې له افغان کډوالو څخه واخلي.

په دې غونډه کې یو شمېر نورو سناتورانو هم د پاکستان د موقت حکومت پر پرېکړې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان د موقت حکومت چلند د شرم وړ دی.

دوی پر حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره دې دا ډول چلند ودروي او خپله ټوله پاملرنه دې د پاکستان راتلونکو ټاکنو ته واړوي.

بل خوا د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې تر دې دمه ۲۲۰ زره ۳۹۸ بې اسناده افغان کډوال د تورخم او چمن له لارې افغانستان ستانه شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو ویلي، چې هره ورځ په زرګونو بې اسناده کډوال له دغو دوو لارو خپل هېواد ته ستنېږي.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې؛ د یکشنبې په ورځ ۳ زره ۴۳ تنه له ۳۱۲ موټرو سره افغانستان ته ستانه شول.

د تلي په ۱۱مه پاکستان هغو کډوالو ته چې د اوسېدو قانوني اجازه نه لري، په خپله خوښه د وتلو وخت ورکړ.

له دې وروسته د پاکستان کورنیو چارو وزارت کډوال په زوره شړي.

د پاکستان د موقت حکومت د اټکل له مخې؛ د دغې پرېکړې له اعلان مخکې په دغه هېواد کې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره افغان کډوال په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو له لرلو پرته اوسېدل.