• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې استازی: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو دویمه غونډه ترسره کوي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۷ GMT+۰

د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ ټاس خبري اژانس ته وویل چې، ملګري ملتونه به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د چارو په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې یوه غونډه جوړه کړي.

هغه وویل: «موږ د افغانستان په اړه د ډېرو نړۍوالو پلانونو د جوړولو په حال کې یو.»
ښاغلي کابلوف له ځانګړو استازو سره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نوې غونډې د ځای او د بحث وړ موضوعاتو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د دې غونډې په جوړېدو سره به دا د افغانستان په چارو کې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي دویمه ناسته وي.
مخکینۍ غونډه د غویي په ۱۱مه او ۱۲مه په قطر کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه او د خبرو جزییات یې له خلکو سره شریک نه شول.
د ملګرو ملتونو وياند د وري په ٣١مه ویلي و چې، په دې غونډه کې د بحث موضوع د افغانستان پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د هېوادونو د نظرونو د اجماع جوړول دي.
د افغانستان په چارو کې د روسيې استازي همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سېنيرلي اوغلو د افغانستان په اړه يو راپور چمتو کړى او د دغه هېواد په چارو کې یې د يادو هېوادونو استازو ته وړاندې کړى دى.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي