• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د حماس او فلسطیني اسلامي جهادي ډلو پر ملاتړو بندیزونه لګوو

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، چې د برېتانیا سره په همغږۍ هڅه کوي، چې پر هغو اشخاصو او ډلو بندیزونه ولګوي؛ کوم چې د حماس او د فلسطین د اسلامي جهادي ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي نن سې شبنه ( د لړم۲۳ مه) پر خپلې اېکس پاڼې یو یادښت خپور کړی، چې پکې یې د حماس او د فلسطین اسلامي جهادي ډلو پر ملاتړو د بندیزونو هوډ څرګند کړی دی.

بلېنکن زیاته کړې ده، چې امریکا به له خپلو ملګرو او متحدینو سره لا همغږۍ ته دوام ورکوي؛ تر څو د “ترهګرو” د تمویل چینلونه له منځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا اعلان وروسته له هغې کوي، چې تېره ورځ د امريکا دفاع وزير لويډ اسټین اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ په سوريه کې د ایران اسلامي جمهوریت او ورسره د تړلو ډلو دوه مرکزونه په هوايي بريدونو کې په نښه کړي دي.

همدا راز بل برید د عراق پولې ته څېرمه د میادین ښار ته نېږدې پله سره د ایران په حکومت پورې د تړلو ملیشو پر مرکز شوی دی.

د ایران د حکومت په ملاتړ په دې وروستیو اونیو کې د امریکايي ځواکونو او پر متحدینو یې لږ تر لږه ۴۰ځله په عراق او سوریه کې بریدونه شوي چې کابو ۴۵ امریکايي پوځیانو ته ذهني زیان اوښتی او یا هم برسیرن ژوبل شوي دي.

امریکا په سوریه کې ۹۰۰ او په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري، چې د داعش د بیا راپورته کېدو د مخنیوي لپاره سیمه ییزو ځواکونو ته پوځي مشورې او مرستې دنده په غاړه لري.

له دې وړاندې ګڼو امریکايي چارواکو ادعا کړې وه، چې حماس د ایران مستقیم ملاتړ له ځانه سره لري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

کرن ډېکر د افغانستان لپاره د مرستندویه ادارو له استازو سره لیدلي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د غیرمقیم سفارت سرپرسته کرن ډېکر وايي، چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام له استازي او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو له مسوولینو سره لیدلي دي.

نوموړې نن سې شنبه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره د بشري مرستو د یوه ستر تمویلونکي هېواد په توګه باید د هر مصرف شوي ډالر حساب ورکړي.

نوموړې په ټینګار سره ویلي، چې پر افغانستان او افغانانو د ګڼو بحرانونو د راتلو له امله افغانان اړ دي، چې د بحرانو د له منځه وړلو لپاره د مرستو هر ډالر ولګوي.

له دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره چې پکې د واورو د ورښت له امله د لارې بندېدل او د مرستندویه کارکوونکو سخت حالت ښيي ویلي، مخکې له دې چې ځنډ شي، اړمنو کسانو او د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د مرستو د رسولو په موخه ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

یاد پروګرام اوږدمهاله جګړې، وچکالي او زیانمن اقتصاد، د ښځو او ماشومانو د اغېزمن کېدو لوی لاملونه بولي.

د (ډبلیو ایف پي) ترڅنګ یو شمیر نورو مرستندویه ادارو هم په ځلونو خبرداری ورکړی، چې که دوی ته د اړتیا وړ بودیجه برابره نه شي نو په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.

د ترکیې پولیسو د یوه افغان کډوال د جسد د سوځولو په تور دوه تنه نیولي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۵ GMT+۰

ترکي رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د ترکیې د زونګولدک په ښار کې د ډبرو سکرو په کان کې یو افغان کډوال مړ شوی او د کار څښتن یې جسد یو ځنګل ته انتقال کړی او اور ورته اچولی دی. د ترکيې پوليسو د دې پېښې په تړاو دوه کسان نيولي دي.

د ترکیې پولیسو اعلان وکړ، چې له شپږو شکمنو کسانو څخه یې دوه چې د کان څښتنان دي، د قتل په تور نیولي دي.

د ۵۰ کلن وزیر محمد مړی د لړم په ۱۹مه د زونګولدک ښار په یوه ځنګله کې د مسافرو له خوا وموندل شو.

هغه د ډبرو سکرو په یوه ناقانونه کان کې کار کاوه.

تورنو اعتراف کړی، چې وزیر محمد په کار کې ناروغ شو او هملته ومړ.

دوی ویلي، چې د موضوع د پټولو په خاطر یې جسد سوځولی دی.

د دغه ښار د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه افغان کډوال په پټرولو سره سوخېدلی دی.

د فلسطین لومړی وزیر: ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه دې غزې ته د هوا له لارې مرستې ولېږي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۸ GMT+۰

د فلسطیني ادارې لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د غزې د تړانګې اوسېدونکو ته د هوا له لارې مرستې ولېږي. محمد اشتیه دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه، چې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې د غزې په شمال کې هېڅ فعال روغتون نه لري.

عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د فلسطیني ادارې لومړي وزیر دغه غوښتنه د غزې تړانګې په شمال کې د شخړو زیاتیدو ته په اشارې سره کړې ده.

د دوشنبې په ورځ اسرايیلي ځواکونه د غزې د ښار د مرکزي روغتون دروازې ته ورسېدل؛ چېرې چې د ډاکټرانو په وینا د ماشومانو په ګډون ناروغان د سون توکو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.

اسراییل د غزې په تړانګه کې خپل بریدونه وروسته له هغه پیل کړل، چې حماس د تلې په پنځلسمه د اسراییل پر جنوبي سیمو برید وکړ.

له هغه وخت راهیسې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د نښتو له امله په زرګونو کسان وژل شوي او تر نیمايي زیات خلک بې کوره شوي دي.

چارواکو ویلي دي، چې په دغو نښتو کې تر ۱۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

د پنځو هېوادونو د انرژۍ وزیران د برېښنا په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ځي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د پاکستان، عراق، ازبکستان او تاجکستان د انرژۍ وزيران د لړم په ٢٣مه د ايران د برېښنا د صنعت په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ځي. د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور چې د شنبې په ورځ (د لړم په ۲۰ مه) ایران ته تللی، نوموړی به هم په دغه نندارتون کې ګډون کوي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر د ایران د برېښنا د تولید، لیږد او توزیع شرکت (توانیر) له مشر سره په لیدنه کې له ایران څخه د وارداتي برېښنا د بیې د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د سپاه پاسداران د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د برقی صنعت نړۍوال تخصصي نندارتون به د ۴۷۴ ایراني او ۱۱۰ بهرنیو شرکتونو په ګډون سره ترسره شي.

دغه څلور ورځنی نندارتون به د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۶مې نیټې پورې د تهران د نړۍوالو نندارتونونو په دایمي ځای کې په ۵۴ زره مربع مترو په پراخوالي کې ترسره شي.

یوناما په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د وژنې په غبرګون خپل بېرغ نیم ځوړند کړ

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۵ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن دوشنبه (د لړم ۲۲مه) په غزه کې د ملګرو ملتونو د لسګونو کارکوونکو د وژلو په غبرګون د دغه سازمان بېرغ نیم ځوړند کړ او د یوې دقیقې لپاره یې خاموشي غوره کړه.

یوناما په یوه بیان کې ویلي، چې د نړۍ د جګړو په تاریخ کې دا د ملګرو ملتونو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ د حماس او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د دفتر له ۱۵۰ زیات کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر یې ټپیان شوي دي.

یوناما وایي، چې دا د نړۍ په نښتو کې د ملګروملتونو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په ورته وخت کې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د دغه سازمان د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې د هېڅ یوه بیرغ نه پورته کېږي.