روسیه: د طالبانو په رسمیت پېژندنه لا تر پوښتنې لاندې ده
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې مسکو لا هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده کړې. ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې روسیې په وار، وار څرګنده کړې چې په هره ممکنه کچه د طالبانو په رسمیت پېژندل د منلو وړ نه دي.
هغه ټاس خبري اژانس ته وویل: «هیڅ داسې پرمختګ نه شته او پر دغې موضوع څو ځله په بېلابېلو کچو خبرې شوې دي.»
روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړې ده او په پرله پسې ډول یې ټینګار کړی، چې طالبان باید له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په ګډون پر خپلو ژمنو ودرېږي او یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې استازي له ټاس سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې مسکو او واشنګټن د افغانستان په اړه هېڅ ډول خبرې نه کوي.
ښاغلی کابلوف وايي، روسیه به د افغانستان په اړه له چین، ایران او پاکستان سره خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړي.