• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فلای دوبۍ هوايي شرکت له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته کابل ته لومړنۍ الوتنه وکړه

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۰ GMT+۰

فلای دوبۍ هوايي شرکت له دوه کاله او څلورو میاشتو ځنډ وروسته نن (چهارشنبه د لړم ۲۴مه) کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې. له دې وروسته به فلای دوبۍ په اونۍ کې دوه الوتنې له کابله نورو هېوادونو او له نورو هېوادونو کابل ته ولري.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سوداګرو شورا مشر حاجي عبيدالله صدرخېل له رسنیو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دغه شرکت به خپلې الوتنې زياتې کړي او ډېر ژر به د "اير العربيه" په نوم يو بل عربي هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړي.
فلای دوبۍ د کم لګښت لرونکی عربي هوایي شرکت دی چې په بشپړ ډول د دوبۍ حکومت له لوري يې چارې کنټرولیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په کانګرس کې پخوانی افغان جنرال: د طالبانو د جهاد اور به له پاکستانه منځني ختیځ ته خپور شي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د پوځ پخواني جنرال سمیع سادات د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرس کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو بریا په منځني ختیځ کې حماس او نورو اورپکو ډلو ته انګیزه او حوصله ورکړې ده. هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو د جهاد لړۍ به ټول منځني ختیځ ته پراخه شي.

سادات ادعا وکړه چې "په افغانستان کې د القاعدې ۱۶۰۰۰ جنګیالي روزل کیږي".

هغه دا ادعا هم وکړه چې د بګرام په هوايي ډګر کې چې د امریکا پخوانۍ اډه د بهرنیو ترهګرو د روزنې مرکز ګرځېدلی دی.

هغه وویل چې د طالبانو د دفاع وزارت د خپلو ځواکونو د روزنې لپاره د القاعدې د روزنې لارښود کاروي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د سې شنبې په ورځ دوه غونډې وکړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د طالبانو او افغانستان په اړه د بایډن د ادارې پالیسي وڅېړي.

جنرال سادات د کانګریس استازو ته خبرداری ورکړ، چې د طالبانو جهاد به له افغانستان وروسته په پاکستان کې هم وغځېږي او لمن به یې منځني ختیځ ته پراخه شي.

هغه وویل، چې طالبان په فکري توګه د افغانستان له پولو بهر د جهاد په پراخولو باور لري او حتا د ایران سپاه پاسداران په دې برخه کې له طالبانو سره په همکارۍ تورنوي.

طالبانو له پاکستانه غوښتي چې د افغان سوداګرو سوداګریز کانټینرونه دې خوشې کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۱ GMT+۰

په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د څه باندې درې زره کانټینرونو د درول کېدو وروسته طالبانو له پاکستانه وغوښتل، چې یاد کانټینرونه دې خوشې کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه توکي د ګمرکي معافیته په استفادې افغانستان ته ځي؛ خو بېرته په قاچاقي ډول پاکستان ته واردیږي.

دوی وايي؛ افغان سوداګرو پاکستان ته د ګمرکي محصول په نه ورکولو میلیونونه ډالر مالي زیانونه اړولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د لړم په ۲۳مه) راپور ورکړ، چې د طالب چارواکو په ځواب کې پاکستان ویلي، چې پاکستان له افغان سوداګرو ډېر مالیات او ګمرکي محصول غوښتی او د کانټینرونو په درولو یې دوی ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

په پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «له څو میاشتو راهیسې په سلګونه کانټینرونه درول شوي دي؛ ځینې محمولې له یوه کال څخه ډېر وخت کیږي چې ولاړې دي».

دغه طالب چارواکی وايي؛ په کانټینرونو کې دننه مالونه د خرابېدو په حال کې دي او سوداګرو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۲۲مه) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د مالونو د ټرانزیټي ستونزو په اړه خبرې وکړې؛ خو پاکستان تر اوسه دې غوښتنې ته په ښکاره ځواب نه دی ورکړی.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز د سې شنبې په ورځ له طالبانو او ازبکستان سره په درې اړخیزه ناسته کې د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ او نوي بازارونو ته د درې واړو هېوادونو د لاس رسي غوښتونکي شول.

ښاغلي اعجاز وویل "دا درې اړخیزه غونډه د نېږدې اقتصادي همکارۍ په لور یو مهم ګام دی او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو د زیاتولو لپاره زمینه برابروي".

ملګري ملتونه وايي چې د هرات د زلزلې نېږدې ټول قربانیان بزګران دي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې نېږدې ټول زیانمن او قربانیان بزګران دی. دغه سازمان د سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی د هرات په ولسوالیو کې له ۴ زرو څخه زیاتو زیانمنو کورنیو سره مرسته کړې چې عایداتي سرچینو ته لاسرسی پېدا کړي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې لومړیتوب یې بنسټیزې مرستې دي او د بېړنیو اړتیاو د حل کولو پر ځای به د هرات په اغیزمنو ولسوالیو کې د کروندګرو د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.

په یادښت کې زیاته شوې، چې له دغو مرستو څخه به څه باندې څلور زره زلزله ځپلې کورنۍ ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره په داسې حال کې د زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو خبره کوي، چې مرستندویه سازمانونه په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې مخکې ویلي وو، چې د ټولو هغو مرستو چې د زلزله ځپلو د اړتیاو د پوره کولو لپاره غوښتل شوې، یوازې ۲۶ سلنه یې چمتو دي.

هرات یوه میاشت مخکې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ولړزاو، چې په ترڅ کې یې د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ګډون د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې هم پراخې ویجاړۍ رامنځ ته شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې د دغې زلزلې له ۹۰ سلنې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د ازادۍ جبهه: د بغلان د امنیه قوماندانۍ په برید کې مو درېیو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله جبهه ادعا کوي، چې نن ماخوستن مهال یې په بغلان کې د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ غلچکی برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دغې جبهې نن سې شنبه ( د لړم ۲۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د بغلان پر امنیه قوماندانۍ یې یو اپراتفي برید کړی دی.

په ویډیو کې ښودل کیږي، چې د دغې ډلې له خوا پر یوې نیمه رڼا ودانۍ برید کیږي؛ خو د مرګ ژوبلې په تړاو پکې څه نه ښکاري.

طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغې جبهې تېره ورځ هم اعلان کړی و، چې د پروان ولایت په جبل سراج کلا کې یې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی و، چې په دې برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې یاد خبر تایید یا رد کړي.

طالبان: هېڅوک د قوش تېپې کانال ته د نېږدې ځمکو د کارولو، وېش، پېر او پلور حق نه لري

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت وایي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د فرمان له مخې؛ هېڅ شخص یا اداره د قوش تېپې د کانال په شاوخوا کې د ځمکو د کارولو، وېشلو، پېر او پلور حق نه لري. له دې وړاندې د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې وه، چې طالبان دغه سیمې پر یو شمېر ترهګرو وېشي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴مه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي: «د قوش تېپې کانال په شاوخوا کې د ځمکې د وېش په اړه د کرنې وزارت په نوم په دې شپو ورځو کې خپاره شوي خبرونه جعلي او بې بنسټه دي».

طالبان په دې اړه په داسې حال کې خبرداری ورکوي، چې تر دې مخکې د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې وه، چې طالبان په کابل کې د «قوش تېپې کانال د پراختیا» په نوم د چارو ادارې په ودانې کې د قوش تېپې د شاو خوا ځمکو د وېشلو لړۍ پېل کړې ده.

دوی ویلي وو، چې طالبان د قوش تېپې شاوخوا ځمکې پر «ترهګرو» وېشي.

د طالبانو کرنې وزارت له خلکو غوښتي، چې د طالبانو د مشر تر رسمي اعلان پورې دې، د قوش تېپې کانال په شاوخوا سیمو کې د ځمکې ترلاسه کولو په پار هېڅ ډول اقدام ونه کړي.

د قوش تېپې کانال په افغانستان او سیمه کې د اوبو د انتقال یو ستر کانال دی چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ پیل شوی دی.

د قوش تېپې کانال پروژه د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د ١٣٥٢ او ١٣٥٧ کلونو ترمنځ طرحه شوې وه؛ خو د جګړې او بې ثباتۍ له امله پلي نه شوه.

د دغه کانال تخنیکي چارې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال پیل شوې او طالبانو دغو چارو ته دوام ورکړ.