• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستانه اېستل شوي افغانان: په خپل هیواد کې د پردیتوب احساس کوو

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۶ GMT+۰

افغانستان ته ستانه کړل شوي افغانان وايي، په خیمو کې اوسېدل او سړه هوا یې د ماشومانو او عمر خوړلو کسانو ژوند ګواښي او په ښارونو کې، کرايي کورونه نه پیدا کیږي. دغه افغانان چې تازه له پاکستانه، هیواد ته په ستنېدو مایوسه دي، وايي، د طالبانو خدمتونه او ولسي خلکو همدردي مخ پر کمېدو ده

له پاکستانه په زور اېستل شوي افغانان چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په یو لنډمهالي پنډغالي کي اوسیږي وايي، پنډغالي کې د امکاناتو نشتوالی او سړه هوا یې ژوند ګواښي.
سیف الله چې له پاکستانه په زور افغانستان ته استول شوی وايي، له تیرې یوې اونۍ راهیسي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په دغه پنډغالي کې له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره اوسیږي. نوموړی وايي، د ژوند لومړنیو امکاناتو ته نه لاسرسۍ او سړه هوا یې د کورنۍ ژوند ګواښي.
سیف الله افغانانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «دلته چې راغلي یو په خیمه کې اوسیږو، په لومړیو ورځو کې ولسي خلکو او طالبانو راته دوه وخته ډوډۍ راکوله، خو اوس مو څوک حال نه اخلي. دلته په سختۍ پاکې اوبه پیدا کیږي او ورځ تر بلې هوا سړیږي د ډېرو کورنیو ماشومان، ښځې او د پاخه عمرلرونکي کسان ناروغان شوي دي.»
همدارنګه یو شمېر تازه ستانه شوي کډوال په ښارونو کې د کرايي کورونو د نه پیدا کیدو په اړه سخت اندیښمن دي.
دغه ستانه کړل شوي افغانان چې د پاکستان له لوري په زور افغانستان ته ستانه شوي وايي، په خپل هېواد کې د پردیتوب احساس کوي، احسان الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:«په خیمو او پنډغالي کې ژوند کول ګران کار دی کندهار ښار ته په کرايي کور پیدا کولو پسي راغلم خو دلته چې خلک پوه شي چې له پاکستانه راغلی یم کور په لوړه بیه راته په کرایه راکوي. زه په افغانستان کې خپل کور او پلرنۍ ځمکه نه لرم چې هلته ژوند وکړم فکر کوم له پاکستانه به دلته ژوند کول راته سخت تمام شي.»

د رواني نومبر میاشتې په لومړۍ نیټه له پاکستانه د افغان کډوالو په زور اېستلو لړۍ د دغه هیواد له لوري پیل شوه او تر دې مهاله له درې لکه ډیر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي. یو شمېر کسان وايي طالبان د دغو کډوالو په سمبالولو کې پاتې راغلي، ځکه د دوی په خبره د کډوالو په نوم افغانستان ته راتلونکي ډیرې مرستي د طالب چارواکو له لورې تالا ترغه کیږي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه
۱

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۴

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي