• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه جګپوړي اسراییلي چارواکي د غزې له خلکو غوښتي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د اسراییل د مالیې وزیر د سه شنبې په ورځ وویل چې غزه د یوې خپلواکې سیمې په توګه نه شي پاتې کیدای او د غزې خلک باید نورو هیوادونو ته ولاړ شي. بزالل اسموتریچ وویل، «دا د غزې او ټولې سیمې د اوسېدونکو له پاره له ۷۵ کلونو بې ځایه کېدو، بې وزلۍ او ګواښونو وروسته سمه بشري حل لاره ده.»

د اسراییل د کابینې دغې ښي اړخې څېرې ویلي، چې د لویدیځو هېوادونو له خوا د غزې د اوسېدونکو د منلو له پاره د اسراییل د پارلمان د دوو غړو د غوښتنې ملاتړ کوي.
دغو دوو استازو د وال سټریټ ژورنال په یوه مقاله کې لیکلي، چې لویدیځ هېوادونه باید هغو کورنیو ته چې غواړي له غزې څخه کډه وکړي، پناه ورکړي.
دغه څرګندونې د عربي هېوادونو هغه اندېښنې دي، چې ګواکې اسراييل غواړي له حماس سره د جګړې په پلمه له غزې څخه خلک وباسي او له خپلې خاورې سره یې يوځاى کړي.
د اسراییل د مالیې وزیر وویل چې نوموړی نورو هیوادونو ته د غزې د عربانو د داوطلبانه کډوالۍ د پلان ملاتړ کوي.
د بنیامین نتانیاهو حکومت د ښي اړخي ګوند جګپوړي غړي ویلي چې، د غزې د تړانګې په څیر کوچنۍ سیمه له طبیعي زیرمو پرته دوام نه شي کولای: «اسراییل نور نه شي کولی په غزه کې د یوه خپلواک بنسټ شتوالی ومني.»
د تلې په پنځلسمه پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل سره د دغه هېواد پوځ د غزې د شمالي سیمو له اوسېدونکو وغوښتل چې له دې سیمې ووځي.
ویل کېږي چې له دغې غوښتنې سره شاوخوا یو نیم میلیونه فلسطینیان په غزه کې دننه بې ځایه شوي دي.
په همدې حال کې د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې پوځ به یې تر نامالومې مودې د غزې امنیتي چارې په غاړه واخلي.
دا څرګندونې د دې لامل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون لویدیځو چارواکو ته په ښکاره توګه یې وویل چې د اسراییل له خوا د غزې د بیا نیولو ملاتړ نه کوي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې د غزې په تړانګه د څو اونیو په بمباریو کې تر یوولس زره زیات فلسطینیان وژل شوي او د سیمې ټولې برخې له منځه تللي دي.
د اسراییل پوځ د شمالي غزې اوسیدونکو ته ویلي، چې خپل کورونه پریږدي او د غزې د تړانګې سویلي خوا ته ولاړ شي.
اسراییل په تېرو ورځو کې په جګړه کې د بشري وقفو له نه منلو سره، د غزې اوسیدونکو ته یوازې د څو ساعتونو له پاره اجازه ورکړې چې د سیمې په شمال کې خپل کورونه پریږدي.

ډېر لیدل شوي

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی
۱

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۲

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۳

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ټرمپ سلاکارانو تر ۲۰۲۹کال پورې له ایران سره د جګړې د دوام احتمال ارزولی

۵

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی