• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ په نړیوال جام کې ویرات کولي د سلیزو ریکارډ مات کړ

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۶ GMT+۰

هندي توپ وهونکي ویرات کولي د کرېکټ په یو ورځنيو لوبو کې د پنځوسو سلیزو په کولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ. نوموړي په کرېکټ نړیوال جام کې نن د نوي زیلنډ په مقابل کې د دې ریکارډ جوړولو سره د خپل هېواد د بل لوبغاړي سچن ټنډولکر د ۴۹ سلیزو ریکارډ مات کړ.

سچن ټنډولکر له خپلې مېرمنې سره د لوبې لیدو ته راغلي‌ و او کولي له ریکارډ ماتولو وروسته سچن ته د درنښت په پار سر او لاسونه ټیټ کړل.

کولي دغه ریکارډ د نننۍ لوبې په ۴۲ اور کې چې د نوي زیلنډ لاکي فیرګوسن توپ اچونه کوله مات کړ.

د کرېکت په روان نړیوال جام کې دا د کولي دریمه سلیزه ده. د دې ټورنمنټ په پیل کې یې د بنګلدیش او سویلي افریقا پر وړاندې هم سلیزې وهلې وې.

کولي په یو ورځنيو کرېکټ لوبو کې خپل نړیوال سفر له ۲۰۰۸ میلادي کال څخه پیل کړ او خپله لومړۍ سلیزه یې د ۲۰۰۹ میلادي کال په ډسمبر کې د خپل هېواد په کلکته کې د سریلانکا پر وړاندې ووهله.

دویمه سلیزه یې هم په میرپور کې د بنګلدیش پر وړاندې وهلې وه.

100%

کولي په ۲۹۱ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ سلیزې او ۷۱ پنځوسیزې کړې دي.

تر کولي مخکې سچن ټنډولکر په ۴۶۳ یو ورځنیو لوبو کې ۴۹ سلیزې او ۹۶ نیمه سلیزې وهلې وې.

د کولي تر څنګ هندي توپ وهونکي روهیت شرما په روان نړیوال جام کې د شپږیزو ریکارډ مات کړ.

ویرات کولي نړیوال جام کې د سلیزو شمېر پنځوسو او روهیت شرما د شپږیزو شمېر پنځوسو ته ورساوه.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۴

مقاومت جبهه: پر یوناما د برید په اړه د طالبانو له‌خوا نیول شویو کسانو اعترافات پروپاګند دی

۵

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي