• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو بشري حقونه: له پاکستانه د شړل شویو افغانانو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک له پاکستانه د افغانانو په شړلو، له دوی سره د ناوړه چلند، د دوی نیولو، د ملکیتونو او شخصي شتمنیو د ضبطولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې تېره ورځ په خپل یوه خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د سپټمبر د ۱۵مې او د نوامبر تر ۱۱مې نیټې پورې له پاکستانه څه باندې ۳۲۷۰۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي.

راپور کې دا هم راغلي، چې ډېر دغه افغانان د نیول کېدو له وېرې اړ شوي چې له دغه هېواده ووځي.

راپور زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر داسې شکایتونه هم ترلاسه کړي چې په ځینو برخو کې د (پي، او، ار) کارټونه هم له پامه غورځول شوي.

دغه کارتونه د پاکستان د حکومت له‌خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته صادر شوي وو.

په راپور کې د ښاغلي ترک په حواله لیکل شوي: «دغه وروستي ګامونه د پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو د کوربه‌توب له دود سره په تضاد کې چاره ده.»

ترک وویل: «ډېری افغانان د ډېرو کمو مالي سرچینو په درلودلو سره د خپلو کورونو او دندو پرېښودو ته اړ شوي. سربیره پر دې دوی بډې ورکولو ته هم اړ اېستل شوي دي.»

نوموړی وایي:« دغه کړنه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې روان خطرناک بشري وضعیت لا پسې خرابولای شي.»

په دغه راپور کې راغلي، افغانستان ته راستنې شوې ښځې او نجونې تر نورو زیاتې زیانمنې شوې دي.

ښاغلي ترک له پاکستانه غوښتي، د هغو کسانو خوندیتوب تضمین کړي چې په افغانستان کې د تعذیب، ربړونې، بد چلند یا نورو نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخامخ دي.

په دې کې افغان ښځې او نجونې، پخواني حکومتي چارواکي، امنیتي ځواکونه، قومي او مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو مدافعین، د مدني ټولنې فعالان او د رسنیو کارکوونکي شامل دي.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۴

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي